• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مشهد کې د طالبانو کونسل: له ایراني چارواکو سره مو د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۰

په مشهد کې د طالبانو کونسل د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو ادارې له عمومي مشر جعفر سیدابادي سره د افغان کډوالو د هویت تثبیتولو پروسه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او په یاد هېواد کې د مېشت افغان کډوالو د ستونزو هوارولو په تړاو خبر کړې دي.

په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې کونسل نور محمد متوکل د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو ادارې له عمومي مشر جعفر سیدابادي سره د لېدنې پرمهال په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو او په ځانګړې توګه د هویت تثبیت پروسه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د بهرنیو وګړو په اداره کې د مناسب کار ځای ځانګړي کولو او د کډوالو په برخه کې د همغږۍ په تړاو خبرې کړې دي.

دا لېدنه پر داسې مهال شوې، چې ایران نږدې هره ورځ سلګونه افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته ستنوي او په ایران کې مېشت ګڼ افغان کډوال د هویت تثبیت او نورو قانوني اسنادو په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

جېسوال: د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې سوداګري عادي روانه ده

•
•
•

نور کیسې

د بامیان بُتانو ویجاړوونکي؛ په سمه توګه د تاریخ انتقال راتلونکو نسلونو ته ډېر ګټور دی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۶ GMT+۰
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني ویلي، چې د یادې ډلې د «جهادي» اثارو راټولونه او ساتنه د اوسني او راتلونکو نسلونو لپاره خورا مهمه ده او د هغوی په فکري اصلاح کې اغېزناک رول لري.

طالبان چې په خپلو کارنامو کې ځانمرګي بریدونه او د بامیان د بُتانو ویجاړول لري وايي، په سمه توګه د تاريخ انتقال راتلونکو نسلونو ته ډېر ګټور دی.

د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتو وزیر شېر احمد حقاني د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) د «جهادي» اثارو د ساتنې لوی ریاست د نویو مسوولینو په معرفت غونډه کې ویلي، چې د یادې ډلې د «جهادي» اثارو راټولول او ساتنه د اوسني او راتلونکو نسلونو لپاره خورا مهمه ده.

نوموړي زیاته کړې: «د تاریخ صحي انتقال راتلونکو نسلونو ته ډېر اثر لري. د راتلونکو نسلونو په بیداره کولو کې، د هغوی متوجې کولو کې او د هغوی په فکر برابرولو کې زیات اثر لري. دا زموږ تجربه ده، کله چې موږ د مجاهدینو تاریخونه ګورو، د هغوی قربانۍ او ستړیاوې چې د اسلامي نظام د قایمولو لپاره د دې لپاره شوې دي، چې سړی ډېر متوجې کړي».

طالبانو د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د «جهادي» اثارو موزیمونه جوړ کړي او ټول هغه وسایل او ماینونه یې پکې نندارې ته اېښي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې د پخواني نظام د نظامیانو او ملکي کسانو په وژنه کې ترې استفاده کړې وه.

ډیری کسان وايي، د دې ډلې تازه جوړو شویو موزیمونو ته په ورتګ سره یې په ذهنونو کې د تېرو کلونو د ځانمرګو بریدونو او ملکي وګړو د وژنو انځورونه تازه کېږي او زیاتوي، د طالبانو دغه کړنې د راتلونکي نسلونو پر مفکورې خورا منفي اغېز کوي.

امریکا د افغان پناه‌غوښتونکي په برید کې په نښه شوو دوو سرتېرو ته پوځي مډال ورکوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰
100%

امریکايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د ملي ګارد دوو سرتېرو ته به د «ارغواني زړه» پوځي مډال ورکړل شي. دا مډال به هغو سرتېرو ته ورکړل شي چې تېر کال د نومبر په میاشت کې د یوه افغان پناه‌غوښتونکي په وسله‌وال برید کې په نښه شوي وو.

د امریکا د ملي ګارد ۲۰کلنه سرتېرې،سارا بکسټروم، د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۲۶مه نېټه، د واشنګټن په ښار کې سپینې ماڼۍ ته نږدې، د رحمان‌الله لکنوال په نوم د یوه افغان پناه‌غوښتونکي د ډزو موخه وګرځېده او وروسته د سختو ټپونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اندرو وولف، چې د ملي ګارد بل غړی دی، په همدې برید کې ټپي شوی و او دا مهال د رغېدو په پړاو کې دی. د راپورونو له مخې، نوموړی به د روان کال په مارچ میاشت کې د سر د هډوکي د بیا رغونې جراحي عملیات ترسره کړي.

د امریکا د جګړې وزیر، پېټ هېګسټ، په دې اړه ویلي: «موږ یو سرتېری له لاسه ورکړ او بل د رغېدو په حال کې دی. دواړه به ډېر ژر د ارغواني زړه مډال ترلاسه کړي، ځکه چې د یوه افراطي کس له‌خوا پرې برید شوی دی.»

د «ارغواني زړه» مډال د امریکا له تر ټولو پخوانیو پوځي نښانونو څخه ګڼل کېږي او ریښه یې د امریکا د انقلاب دورې ته رسېږي. دا مډال لومړی ځل په ۱۷۸۲کال کې د جورج واشنګټن په نوښت، د «پوځي وړتیا نښان» تر نوم لاندې، هغو سرتېرو ته ځانګړی شو چې د خدمت پر مهال ټپیان یا وژل شوي وو.

د دې مډال اوسنی بڼه په ۱۹۳۲کال کې بیا راژوندۍ شوه او د امریکا د ولسمشر په نوم هغو پوځيانو ته ورکول کېږي چې د دښمن د اقدام له امله ټپیان یا وژل شوي وي.

پاکستان: د اسلام‌اباد د جومات د برید طراح افغان وګړی دی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۳ GMT+۰
100%

پاکستاني چارواکي وايي، د اسلام‌اباد د شیعه‌وو پر جومات د وروستي خونړي برید اصلي طراح د افغانستان وګړی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې په ورځ وویل چې د یاد برید په تړاو څلور کسان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې نیول شوي دي.

محسن نقوي وویل چې د دې برید ټول ښکېل کسان، د اصلي طراح په ګډون، د سهار شاوخوا درې بجې د پولیسو د عملیاتو پر مهال ونیول شول. د هغه په وینا، په دې عملیاتو کې د پاکستان یو امنیتي سرتېری هم وژل شوی دی.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د برید طراح له داعش ډلې سره تړاو لري. نوموړي ادعا وکړه چې دا مهال شاوخوا ۲۱ترهګرې ډلې، د تحریک طالبان پاکستان او داعش په ګډون، له افغانستان څخه فعالیت کوي.

محسن نقوي د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ زیاتېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «پخوا به دوی ۵۰۰ډالر ترلاسه کول، خو اوس ۱۵۰۰ډالر اخلي. دا ښکاره ده چې څوک یې بودیجه زیاتوي.»

هغه ادعا وکړه چې دا ډلې د هند له‌خوا تمویلېږي او زیاته یې کړه چې پاکستان به دا بهیر ودروي.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه نیونې د نوښار او پېښور په سیمو کې د دوو جلا استخباراتي عملیاتو پر مهال ترسره شوې دي، خو د نیول شویو کسانو هویت نه دی افشا شوی.

ایران د یوه افغان په ګډون ۵ کسان اعدام کړي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰
100%

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزل‌حصار زندان کې اعدام کړي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې، اعدام شوی افغان احمدفرهاد حیدري نومېده او د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی و. نوموړی شاوخوا شپږ کاله وړاندې نیول شوی و او د ایران د قضايي نظام له‌خوا د «قتل» په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و.

یاد سازمان ویلي، له دغو پنځو زندانیانو څخه څلور تنه د دلو په اتمه او یو تن یې د جدی په ۱۸مه نېټه اعدام شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران د افغان زندانیانو د اعدام لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې ده.

د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران یوازې په ۲۰۲۵کال کې لږ تر لږه ۱۸۵۸کسان اعدام کړي دي، چې په دغو کې ۸۵تنه افغان زندانیان هم شامل دي.

طالبان وایي په پکتیا کې یې ۱۲۰۰ راستنو شوو کډوالو ته مرستې وېشلي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې په پکتیا ولایت کې یې د راستنېدونکو او اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو او غنمو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پروګرام له مخې، ۱۲۰۰هغو کډوالو ته چې په جبري ډول له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي، ټولټال ۶میلیونه افغانۍ نغدي مرسته او ۳۰۰ټنه غنم وېشل کېږي.

دغه راستنېدونکي اکثراً هغه کورنۍ دي چې د جنګ او اقتصادي ستونزو له امله په تیرو څو کلونو کې له خپلو سیمو کډه شوي او اوس بیرته خپل اصلي ټاټوبي ته راستنېږي. د کډوالو ډیری کورنۍ د خوراک، سرپناه او لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي، او د دې مرستو موخه د دوی د ژوندي پاتې کېدو او ورځنیو اړتیاوو پوره کول دي.

د یاد ولایت د علماوو شورا مرستیال، مولوي امان‌الله حقاني، په دې اړه ویلي چې طالبان هڅه کوي تر خپلې وسې د راستنېدونکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د اړینو خدماتو چمتو کولو لپاره اقدامات وکړي.