ټرمپ: د اوکراین د جګړې په اړه د خبرو ښه پرمختګ روان دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره «ډېرې ښې خبرې» روانې دي او ښایي د دې خبرو په پایله کې «ځیني پرمختګونه» هم وشي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره «ډېرې ښې خبرې» روانې دي او ښایي د دې خبرو په پایله کې «ځیني پرمختګونه» هم وشي.
ټرمپ له جزیاتو پرته وویل: «نن ډيرې ښې خبرې وشوې، چې د روسیې-اوکراین پورې اړه لري. کېدای شي څه پېښ شي.»
د راپورونو له مخې، د امریکا او اوکراین د مذاکرهکوونکو ترمنځ د مارچ میاشتې لپاره د سولې یو لوی هدف ټاکل شوی، چې روسیه او اوکراین پرې سلا شي. خو سرچینې وايي، د ځمکو پر سر د موافقې نه شتون دا مهال د مهالویش د بشپړولو مخه نیسي. د خبرو پر مهال د ممکنه ریفرنډم او د می میاشتې د ټاکنو امکانات هم بحث شوي دي.
د ټرمپ ځانګړي استازي، سټیف وټکاف، ویلي، د امریکا، اوکراین او روسیې پلاویو په ګډه د ۳۱۴ بندیانو تبادلې موافقه کړې ده.


په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز ویلي، متحده ایالات به په راتلونکو څو اوونیو کې د ملګرو ملتونو د عادي بودیجې او سولهییزو ماموریتونو پاتې پیسې ورکړي. هغه ټینګار کړی چې دا تادیه د پورونو د کمولو او د سازمان د اصلاحاتو د ملاتړ یوه مهمه نښه ده.
والټز ویلي: «تاسې به ډېر ژر زموږ د کلني سهم یوه مهمه برخه وګورئ. دا یوازې د پورونو لومړنی قسط دی، خو یوه څرګنده نښه ده چې موږ د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو ملاتړ کوو.»
هغه زیاته کړې چې امریکا غواړي ملګري ملتونه اغیزمن، تمرکزي او بېځایه څانګې کمې کړي او پر هغو برخو تمرکز وکړي چې د سولې، امنیت او بشري حقونو ساتنه یې تضمینوي.
د ملګرو ملتونو چارواکي وایي، د عادي بودیجې ۹۵ فیصده پور پر امریکا لري، او د سولهییزو ماموریتونو لپاره شاوخوا ۲.۴ میلیارد ډالر پاتې دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د یوه نوي اجراییوي فرمان په لاسلیک کولو سره د ایران پروړاندې «ملي بېړنی حالت» تمدید کړ او ورسره جوخت یې د هغو هېوادو پر وړاندې د تعرفې لګولو نوی میکانیزم رامنځته کړ، چې له ایران سره راکړه ورکړه لري.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر ټرمپ د یوه تازه اجرایيوي فرمان په لاسلیکولو سره د ایران پر وړاندې «ملي بېړنی حالت» تمدید کړی دی. په یاد فرمان کې ټینګار شوی، چې د ایران د حکومت سیاستونه د امریکا د ملي امنیت او اقتصاد پر وړاندې یو «غېرمعمول او فوقالعاده ګواښ» دی چې سرچینه یې په بشپړ ډول له امریکا څخه بهر ده.
د یاد فرمان تر ټولو مهمه برخه دا ده، چې واشنګټن ته واک ورکوي ترڅو د هغو هېوادونو پر وارداتو اضافي تعرفې ولګوي، چې په مستقیم یا غېرمستقیم ډول له ایران څخه توکي یا خدمتونه اخلي.
د امریکا دا اقدام د ایران د اقتصادي سرچینو د وچولو او د هغوی د سوداګریزو شبکو د پاشلو په موخه شوی دی.
سپینې مانۍ ایران د نړۍ په کچه د «ترهګرۍ تر ټولو لوی دولتي ملاتړی» بللی او پر تهران یې د اټومي وړتیاوو، بالسټیک توغندیو د پروګرام پراختیا، په منځني ختیځ کې د نیابتي ډلو له لارې د بېثباتۍ رامنځته کولو، د کورنیو اعتراضونو خونړۍ ځپنې، د ایران د سرچینو ناسم مدیریت او د خلکو د معیشت پر ځای پر پوځي پروګرامونو لګښت تورونه پورې کړې دي.

سپینې ماڼۍ په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا او هند ترمنځ د یو لنډمهالي او متقابل سوداګریز تړون پر چوکاټ هوکړې ته رسېدلي دي. د دواړو هېوادونو په وینا، دا هوکړه د دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی او د یوه پراخ او هر اړخیز سوداګریز تړون بنسټ برابروي.
د اعلامیې لهمخې، دغه نوی چوکاټ یو ځل بیا د واشنګټن او نوي ډيلي ژمنتیا څرګندوي چې د امریکا–هند د دوهاړخیز سوداګریز تړون (BTA) خبرې به روانې وساتي. دا خبرې اترې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۱۳مه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي په نوښت پیل شوې دي. تمه کېږي، چې دغه خبرې به بازارونو ته پراخ لاسرسی او د اکمالاتي ځنځیرونو پیاوړتیا رامنځته کړي.
سپینې ماڼۍ دا لنډمهالی تړون د دواړو هېوادونو په مشارکت کې «یو تاریخي پړاو» بللی او ویلي یې دي، چې دا د متوازن، متقابل او د دواړو لوریو پر ګټو ولاړې سوداګرۍ پر وړاندې د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي.
د دې چوکاټ لهمخې، هند ژمنه کړې چې پر ټولو امریکایي صنعتي توکو او همدارنګه د امریکا پر ګڼو خوراکي او کرنیزو محصولاتو به ګمرکي تعرفې ختمې یا راکمې کړي. په دغو محصولاتو کې د څارويو خوراک، مغزباب، تازه او پروسس شوې مېوې، د سویابینو غوړي، الکولي مشروبات او نور کرنیز توکي شامل دي.
په بدل کې، امریکا اعلان کړی چې پر یو شمېر هندي توکو به ۱۸ سلنه متقابله تعرفه ولګوي، چې پهکې نساجي توکي، جامې، څرمن، بوټان، عضوي کیمیاوي مواد او ځینې ماشینالات شامل دي. خو که چېرې لنډمهالی تړون په بریالیتوب سره وروستی شي، نو دا تعرفې به پر پراخې کچې توکو لکه جنریک درملو، ګاڼو، الماسو او د الوتکو پر پرزو پورې هم وغځول شي.
همدارنګه، امریکا پلان لري هغه تعرفې لغوه کړي چې مخکې یې د ملي امنیت د لاملونو له کبله پر ځینو هندي الوتکو او د هغوی پر پرزو لګولې وې. په مقابل کې، هند ته به د موټرو د پرزو لپاره د غوره تعرفوي ونډې اسانتیا ورکړل شي.
دواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې د یو بل بازارونو ته به د دوامدار او غوره لاسرسي زمینه برابروي، د سوداګرۍ پر وړاندې به غېرتعرفوي خنډونه راکموي او د توکو د اصل اصول به داسې تنظیموي، چې اصلي ګټه یې امریکا او هند ته ورسېږي.
د ټېکنالوژۍ او انرژۍ په برخه کې هند اعلان کړی، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به شاوخوا ۵۰۰ میلیارده ډالره امریکایي محصولات واخلي، چې پهکې انرژي، الوتکې او د هغوی پرزې، قیمتي فلزات، ټېکنالوژیک محصولات او د فولادو لپاره کارېدونکي سکاره شامل دي. دواړو لوریو همدارنګه د پرمختللو ټېکنالوژیکو محصولاتو لکه د ګرافیکي پروسس کوونکو (GPU)، پر سوداګرۍ د زیاتوالي او د ګډو ټېکنالوژیکو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
امریکا او هند ویلي، چې دا چوکاټ به په چټکۍ سره عملي کړي او د لنډمهالي تړون د وروستي کولو لپاره به هڅې ګړندۍ کړي. د دواړو هېوادونو په باور، دا به د یوه پراخ، ګټور او دوامدار دوهاړخیز سوداګریز تړون لاره هواره کړي او د اقتصادي امنیت ترڅنګ به د اکمالاتي ځنځیرونو زغم او پیاوړتیا نوره هم زیاته کړي.

د طالبانو مخالفې وسلهوالې او سیاسي ډلې مقاومت جبهې په اسلاماباد کې د شیعهګانو پر جومات ځانمرګی برید غندلی او ویلي یې دي، چې یاد برید په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو یاد تازه کړ.
د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «دا برید په افغانستان کې د تېرو ۲۵ کلونو د هغو جنایتونو یادونه تازه کوي، چې طالب ترهګرې دلې د افغانستان پر سپېڅلو دیني او کلتوري ځایونو بریدونه کول».
نوموړي ویلي، چې په اسلاماباد کې د شیعهګانو په جومات کې برید په سیمه کې د فکري، اخلاقي او کلتوري تنوع د لهمنځه وړلو لپاره د ترهګرو یوه منظمه هڅه ده.
نوموړي ویلي، چې افغانستان دمګړی د نورو نیابتي ډلو لپاره د فکري او عملیاتي ملاتړ په توګه کارول کېږي او خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د اصلي سرچینې له منځه وړلو پرته په سیمه کې د سولې او ثبات ټېنګښټ ناممکن دی.

یوه سیمهییز ډیپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز اژانس ته ویلي چې ایران په عمان کې د مذاکراتو پر مهال د امریکا هغه غوښتنه رد کړې، چې په خپله خاوره کې دې د یورانیمو بډایه کول ودروي.
یاد ډیپلوماټ زیاته کړې، چې ایران د یورانیمو د بډایه کولو د «کچې او درجې» یا د یوه سیمهییز کنسرسیم د جوړولو په اړه خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی دی.
د یادې سرچینې په وینا، تهران په دې باور دی چې امریکايي مذاکرهکوونکي «د بډایه کولو په اړه د ایران په دریځ پوه شوي او د تهران د غوښتونو په وړاندې یې انعطاف ښودلی دی».
سرچینې ویلي، چې په مسقط کې د دغو خبرو پرمهال د ایران د توغندیزو وړتیا په اړه هېڅ بحث نه دی شوی.
پر همدغه مهال اکسیوس وېبپاڼې او د فاکسنیوز خبریالې جنیفر ګریفین د باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ سلاکارانو سټیو وېټکاف او جرد کوشنر په عمان کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره مخامخ لیدنه کړې ده.
امریکايي او ایراني چارواکو ویلي، چې تمه لري یاد مذاکرات به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ومومي.