• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود صیقل: طالبان د نغدو پیسو په بدل کې ایستل شوي افغانان مني او کړکېچ لا ژورېږي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۵ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی دایمي استازی محمود صیقل وايي، طالبان د خلکو په ځپلو افغانان کډوالۍ ته اړ کوي، خو ځینې هېوادونه یې بېرته افغانستان ته شړي، په داسې حال کې چې طالبان د دې ستنېدو په بدل کې مالي امتیازونه ترلاسه کوي.

صیقل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه تازه پوسټ کې ویلي، راپورونه ښيي چې ځینې هېوادونه طالبان د نغدو پیسو او نورو امتیازونو په بدل کې هڅوي، څو هغه افغانان ومني چې د کابل هوايي ډګر ته شړل کېږي. د هغه په وینا، طالبان له دغو امتیازونو د خپل واک د پیاوړتیا لپاره کار اخلي او ورسره د خلکو پر وړاندې لا زیات ځپونکي سیاستونه عملي کوي.

هغه لیکلي: «کله چې طالبان د دغو مالي او سیاسي هڅونو څخه ګټه اخلي او لا ډېر سخت‌دریځي کېږي، نو لا زیات افغانان تېښتې ته اړ کېږي. په دې توګه، افغانان د بې‌ځایه کېدو او زیان‌مننې په یوه نه ختمېدونکي کړۍ کې بند پاتې کېږي.»

د افغانستان پخواني دایمي استازي ټینګار کړی، چې د دغه کړکېچ د پای ته رسولو یوازینۍ پایدار لاره په افغانستان کې د یو مشروع، حساب‌ورکوونکي او ټولشموله حکومت رامنځته کول دي.

صیقل ویلي، دوی د دې هدف د پرمخ بېولو لپاره خپله هڅه کوي، خو له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په ورته ژمنتیا او عملي اقدام سره غبرګون وښيي.

هغه زیاته کړې: «که نړیواله ټولنه په رښتیا د افغانانو د کړاوونو د پای ته رسولو اراده لري، نو باید د مسوولانه حکومتولۍ د ټینګښت لپاره خپله ونډه په جدي توګه ادا کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې یو شمېر اروپایي هېوادونو د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې، چې د دغو هېوادونو د چارواکو په وینا، په جنايي جرمونو کې یې لاس درلود.

اروپایي چارواکي وایي، دغه کسان د کوربه هېوادونو د قوانینو سرغړونه کړې او د قانون له مخې افغانستان ته ستنېږي. د بشري حقونو بنسټونه بیا خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته د افغانانو جبري ستنېدل، په ځانګړي ډول د طالبانو تر واک لاندې، کولای شي هغوی له جدي امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

مقاومت جبهه: د اسلام‌اباد برید په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو یاد تازه کړ

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د طالبانو مخالفې وسله‌والې او سیاسي ډلې مقاومت جبهې په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات ځانمرګی برید غندلی او ویلي یې دي، چې یاد برید په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو یاد تازه کړ.

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «دا برید په افغانستان کې د تېرو ۲۵ کلونو د هغو جنایتونو یادونه تازه کوي، چې طالب ترهګرې دلې د افغانستان پر سپېڅلو دیني او کلتوري ځایونو بریدونه کول».

نوموړي ویلي، چې په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو په جومات کې برید په سیمه کې د فکري، اخلاقي او کلتوري تنوع د له‌منځه وړلو لپاره د ترهګرو یوه منظمه هڅه ده.

نوموړي ویلي، چې افغانستان دمګړی د نورو نیابتي ډلو لپاره د فکري او عملیاتي ملاتړ په توګه کارول کېږي او خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د اصلي سرچینې له منځه وړلو پرته په سیمه کې د سولې او ثبات ټېنګښټ ناممکن دی.

ازادۍ جبهه: د طالبانو پخوانۍ جنګي کړنلارې اوس په ګاونډیو هېوادونو کې کارول کېږي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۰

د ازادۍ جبهې په اسلام‌اباد کې وروستي برید ته په غبرګون ویلي، چې دغه ډول بریدونه په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د یوې کړنلارې په توګه کارول کېدې، خو اوس د یادې ډلې د متحدینو له‌خوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارول کېږي.

د ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې وسله‌والې جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو وروستی ځانمرګی برید غندلی او زیاته کړې یې ده:«دا ډول جنایتونه چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د خلکو او پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د یوې جنګي کړنلارې په توګه ترسره کېدې، اوس د دې ډلې د متحدینو له‌خوا د ګاونډیو هېوادونو پر ضد کارول کېږي».

د ازادۍ جبهې پر پاکستان او د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې په افغانستان کې د قانوني نظام ړنګېدو ترخې تجربي ته په کتو باید د طالبانو او د هغوی د متحدینو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره دفاعي او امنیتي تګلاره چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو په جومات کې د ځانمرګي برید له امله ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شول. یاد برید د ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼو هېوادونو له‌خوا په سختو ټکو وغندل شو.

پاکستان او ایران نن نږدې درې نیم زره کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون وایي، چې د جمعې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۶۳۴ کډوالې کورنۍ چې ټول شمېر یې ۳۴۳۹ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې د جمعې په ورځ د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۴۳۹ افغان کډوال راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، ۴۹۴ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۱۰۷ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لاری، ۱۹ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۱۴ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې تازه راستنو شویو کورنیو سره یې اړینې مرستې کړې دي او یو شمېر کورنۍ یې خپلو اصلي ولایتونو ته هم لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او ایران له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ له نږدې دوو کلونو راهیسې دوام لري.

پاکستان وايي د اسلام‌اباد د ځانمرګي برید عامل افغان نه دی

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري ویلي، چې په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر جومات د ځانمرګي برید عامل د افغانستان وګړی نه و. خو نوموړي د څېړنو له پایلو سره سم ویلي، چې دغه ځانمرګی بریدګر تر دې وړاندې څو ځله افغانستان ته تللی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې: «اوس مهال نه‌شو کولی ډېر معلومات له رسنیو سره شریک کړو، ځکه دا مهمه ده چې هغو کسانو ته ورسېږو چې د دې برید تر شا ولاړ دي. د ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې به یو مفصل راپور خپور شي».

دا چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال شوې وه، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شوي دي.

طلال چودري یو ځل بیا هند د نیوکې هدف وګرځاوه او ویې ویل، چې اسلام‌اباد له نړۍ په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو سره د ترهګرۍ د ملاتړ اسناد شریک کړي او دا یې ثابته کړې، چې «ترهګري د هند له‌خوا تمویلېږي».

هغه زیاته کړه: «موږ داسې شواهد لرو چې هند په دې برخه کې خپله پانګونه درې برابره زیاته کړې ده. دا ترهګر د دین لپاره برید نه کوي، بلکې د ډالرو لپاره بریدونه ترسره کوي؛ که هغه د بلوچستان د ازادۍ پوځ وي، که تحریک طالبان پاکستان وي او که بله هره ډله وي، ټول د ډالرو په بدل کې جګړه کوي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال همدارنګه وویل، چې اسلام‌اباد څو ځله له افغان طالبانو غوښتي، چې ترهګرو ته پناه ورنه‌کړي او د هند د لاس اله ونه ګرځي. هغه خبرداری ورکړ: «دا نیابتي ډلې به هم له هماغه برخلیک سره مخ شي، له کوم سره چې هند د تېر کال د مې په میاشت کې مخ شو».

تر دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي وو، چې ځانمرګی بریدګر افغانستان ته په تګ‌راتګ کې و او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې ترلاسه شوې دي.

هند په اسلام‌اباد کې پر شیعه‌ګانو برید غندلی او د پاکستان تورونه بې‌بنسټه بولي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په اسلام‌اباد کې له شوي برید سره هېڅ تړاو نه لري او پاکستان د خپلو داخلي ستونزو د جدي حل پر ځای پر نورو د ملامتیا ګوتې نیولو سره ځان غولوي.

وروسته له هغه چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په اسلام‌اباد کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات برید د هند او طالبانو ترمنځ د همکارۍ پایله وبلله، د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه ادعا بې‌بنسټه وبلله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې په اسلام‌اباد کې پر یوه جومات شوی برید غندلی او د دغه برید له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې یې خواشیني څرګنده کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «دا د افسوس ځای دی چې پاکستان د هغو ستونزو د جدي حل پر ځای چې ټولنیز جوړښت یې ځپلی، پر نورو باندې د خپلو کورنیو ناخوالو د پړې اچولو له لارې ځان غولوي. هند دغه ډول تورونه ردوي؛ دا بې‌بنسټه او بې‌معنا دي».

پر همدغه مهال د طالبانو د دفاع وزارت هم په اسلام‌اباد کې له وروستي ځانمرګي برید سره د افغانستان تړاو رد کړی دی.