اندېشه: د طالبانو پرلهپسې انکارونه د ځواک نښه نه، بلکې د سیاسي انزوا څرګندونه ده

په ملګرو ملتونو جینوا کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وايي، طالبان په وروستیو ورځو کې د نړیوالو راپورونو او څرګندونو د «بېاساس» بللو کمپاین تر ټولو لوړې کچې ته رسولی، خو دا چلند د ځواک نښه نه، بلکې د دې ډلې د سیاسي انزوا او مشروعیت د نشتوالي څرګند ثبوت دی.





