عراق له سوریې څخه دغه هېواد ته د داعش ډلې د ۲۲۵۰ بندیانو د لېږد خبر ورکړ

عراق اعلان وکړ، چې تر دې دمه یې د داعش ډلې ۲۲۵۰ تنه نیول شوي غړي له سوریې څخه دغه هېواد ته لېږدولي دي او دا بهیر د یوې پراخې طرحې په اډانه کې دوام لري.

عراق اعلان وکړ، چې تر دې دمه یې د داعش ډلې ۲۲۵۰ تنه نیول شوي غړي له سوریې څخه دغه هېواد ته لېږدولي دي او دا بهیر د یوې پراخې طرحې په اډانه کې دوام لري.
د عراق د امنیتي اطلاعاتو د مرکز مشر سعد معن د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) له سوریې څخه عراق ته د داعش ډلې د ۲۲۵۰ غړو د لېږد خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه، چې د داعش بندیانو د لېږد بهیر لا هم دوام لري او بغداد دا لوی مسوولیت «د ټولې نړۍ په استازیتوب» پر غاړه اخیستی دی.
د کردستان۲۴ وېبپاڼې د راپور لهمخې، دا عملیات د نړۍوال اېتلاف په همغږۍ د ځمکنیو او هوايي لارو له لارې ترسره شول او هغه بندیان چې عراقي، سوریایي او د څو نورو تابعیتونو لرونکي دي، په خورا خوندي مرکزونو کې ساتل کېږي.
تر دې وړاندې د رویټرز خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی و، چې متحده ایالات له سوریې څخه عراق ته په داعش پورې د اړوندو اووه زره بندیانو د لېږدولو بهیر بشپړولو ته نږدې شوي دي. د رویټرز د راپور لهمخې، دا کسان د بېلابېلو هېوادونو تابعیتونه لري، چې د ځینو اروپایي هېوادونو وګړي هم پهکې شامل دي او په دې بهیر کې «تر ټولو خطرناکو» غړو ته لومړیتوب ورکول کېږي.