• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین ولسمشر: امریکا غواړي تر اوړي پورې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، امریکا غواړي مسکو او کیېف د روان کال تر اوړي موسم مخکې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلي زیلینسکي ویلي، اوکراین د واشنګتن هغه وړاندیز منلی چې له مخې یې د سولې د خبرو نوی پړاو ټاکل شوی او تمه ده تر راتلونکې اوونۍ پورې د امریکا د میامي په ښار کې ترسره شي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۸مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکا به پر روسیې او اوکراین فشار راوړي، څو دا ټاکلی مهالوېش ومني.

په اعلامیه کې راغلي: «امریکا غواړي جګړه تر روان اوړي مخکې پای ته ورسېږي. د کانګرس منځمهاله ټاکنې د امریکایانو لپاره مهمې دي. باید ساده‌ګومان کې ونه اوسو، هغوی غواړي هر څه تر جون میاشتې پورې بشپړ کړي.»

د اوکراین ولسمشرۍ دفتر زیاته کړې چې کیېف د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو مهالوېش لرونکی پلان وړاندې کړی، خو د دغه پلان نور جزیات نه دي خپاره شوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ایران د یوه افغان په ګډون ۵ کسان اعدام کړي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزل‌حصار زندان کې اعدام کړي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې، اعدام شوی افغان احمدفرهاد حیدري نومېده او د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی و. نوموړی شاوخوا شپږ کاله وړاندې نیول شوی و او د ایران د قضايي نظام له‌خوا د «قتل» په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و.

یاد سازمان ویلي، له دغو پنځو زندانیانو څخه څلور تنه د دلو په اتمه او یو تن یې د جدی په ۱۸مه نېټه اعدام شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران د افغان زندانیانو د اعدام لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې ده.

د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران یوازې په ۲۰۲۵کال کې لږ تر لږه ۱۸۵۸کسان اعدام کړي دي، چې په دغو کې ۸۵تنه افغان زندانیان هم شامل دي.

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو پراخ هوایي بریدونه کړي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۰

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو، برېښناکوټونو او د برېښنا د وېش پر شبکو پراخ هوایي بریدونه کړي او دغه هېواد یې هم‌مهاله له سختې ژمنۍ یخنۍ سره مخ کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۸مه نېټه راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، دغه شپني بریدونه د روسیې له‌خوا د څه باندې ۴۰۰بې‌پیلوټه الوتکو او شاوخوا ۴۰توغندیو په وسیله ترسره شوي دي.

زېلېنسکي ویلي، روسیې کولی شول چې د رښتینې ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي، خو پر ځای یې هر ځل نوې پوځي حملې ترسره کوي. هغه زیاته کړه:«دا ډېره مهمه ده هغه کسان چې د درې‌اړخیزو مذاکراتو ملاتړ کوي، دې وضعیت ته ځواب ووايي. مسکو باید ونه‌شي کولای چې سړه هوا د اوکراین پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي.»

د راپور له مخې، د مسکو او کیېف ترمنځ د جګړې نږدې څلور کاله وروسته، د اوکراین د انرژۍ سکتور د پرله‌پسې روسي بریدونو، د جګړې زیانونو او د ژمي د سختې یخنۍ له امله د جدي سقوط له ګواښ سره مخ دی.

د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جون میاشت د روسیې او اوکراین ترمنځ د هوکړې لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر: غني شوي یورانیم به له ایران څخه ونه وځي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۳ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د یورانیمو د غني کولو کچه د هېواد له اړتیاوو سره تړاو لري او ټینګار یې کړی چې غني شوی یورانیم به له ایران څخه ونه ایستل شي.

عراقچي دا څرګندونې د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي. هغه وویل چې د ایران اټومي قضیه یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي او زیاته یې کړه چې واشنګټن وروسته له هغې بېرته مذاکراتو ته راوګرځېد، چې تر دې وړاندې یې د پوځي بریدونو له لارې پر ایران د فشار هڅه کړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل: «غني کول زموږ مسلم حق دی او باید دوام ولري.»

د هغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ایران اټومي پروګرام لا هم د لوېدیځو هېوادونو او نړیوالې ټولنې د جدي اندېښنې موضوع پاتې ده او د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل احتمال په اړه بېلابېلې اټکلونه کېږي.

د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون: افغانستان دې د «ځانګړې اندېښنې وړ هېواد» وپېژندل شي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۰

د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون د دغه هېواد له ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتي چې افغانستان د «ځانګړې اندېښنې وړ هېواد»په توګه اعلان کړي. د دې کمېسیون یوه چارواکي سټیفن شېنګ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دا پرېکړه کولی شي پر طالبانو د پراخو بندیزونو د لګولو زمینه برابره کړي.

سټیفن شېنګ د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو نوې جزايي اصول‌نامه «ژوره اندېښنه» راولاړوي او د مذهبي ازادۍ او بشري حقونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي. د هغه په وینا، دا سند یوازې د طالبانو د حنفي مذهب تفسیر مني او نور مذهبونه او دیني لارې څنډې ته کوي.

نوموړي زیاته کړه، طالبانو په دې اصول‌نامه کې د مخالفانو وژنه، غلامي او د ځینو کړنو لکه نڅا جرم ګرځول توجیه کړي، چې دا کار د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان د محکمو لپاره نوې جزايي اصول‌نامه معرفي کړې ده. د دې سند له مخې، غلامي رسمیت لري، د مخالفانو لپاره د مرګ سزا په کې شامله ده او همدارنګه د بېلابېلو جرمونو لپاره د اعدام، په دُرو وهلاو د غړو پرې کولو سزاوې په کې ځای پر ځای شوې دي.

سټیفن شېنګ ټینګار وکړ، چې د افغانستان د «ځانګړې اندېښنې وړ هېواد» په توګه پېژندنه به د طالبانو پر ضد د پراخو بندیزونو لپارهلاره هواره کړي او نړیواله ټولنه باید په ګډه اقدام وکړي.

هغه وویل، د طالبانو جزايي اصول‌نامه یوازې حنفي تفسیر د اسلام د منلو وړ بولي او نور اسلامي مذهبونه او فکري لارې «بدعت» ګڼي. د شېنګ په باور، دا چلند په افغانستان کې د عقیدې ازادي او مذهبي حقونه له جدي ګواښ سره مخ کوي او د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

نوموړي همدارنګه وویل، چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند، چې د دې اصول‌نامې له خوا یې ملاتړ کېږي، د غلامۍ بڼه لري او د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بلل کېږي.

ملګري ملتونه: د سوډان په شمالي کردفان کې پر مرستندویه کاروان د ډرون برید یو کس وژلی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي، چې د سوډان په شمالي کردفان ایالت کې پر یوه مرستندویه کاروان د ډرون برید له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي. دا برید داسې مهال شوی، چې کاروان د خوړو نړیوال پروګرام لپاره د مرستو لېږد کاوه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې، ډینس براون ویلي چې د جمعې په ورځ د الابیض ښار له لیدنې وروسته د برید له پایلو سره مخ شوې ده. هغې ویلي، سوځېدلي مرستندویه موټر یې لیدلي او دا پېښه یې «ډېره د اندېښنې وړ» بللې ده.

براون ټینګار کړی چې باید د بشري مرستو کارکوونکي، شتمنۍ او اکمالات خوندي وساتل شي او هېڅ لوری حق نه لري، چې پر مرستندویه ماموریتونو برید وکړي.

دغه کاروان د شمالي کردفان مرکز الابیض ښار ته روان و؛ هغه ښار چې د سوډاني پوځ تر کنټرول لاندې دی، خو له تېر یوه کال راهیسې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) له خوا کلابند شوی دی.