طالبانو په ننګرهار کې د پاکستانۍ کلدارو د کارونې له امله شپږ هټۍ وتړلې

طالبانو د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې د راکړې ورکړې پر مهال د پاکستانۍ کلدارې د کارونې له امله ۶ هټۍ وتړلې. د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، په هېواد کې د پاکستانۍ کلدارو کارونه په «مطلق» ډول منع ده.





