مایک هاکبي: پر دې شک لرم چې ایران به خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي

په اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي وايي، که څه هم واشنګټن د یوې هوکړې غوښتونکی دی، خو پر دې جدي شک لري چې ایران به خپلو ژمنو، په ځانګړي ډول د اټومي او توغندیزو پروګرامونو په برخه کې، پابند پاتې شي.
مایک هاکبي دغه څرګندونې د پيبياېس (PBS) شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي. هغه ویلي: «ایران یوه رښتینې او جدي ننګونه ده؛ داسې ننګونه چې یوازې منځني ختیځ پورې محدوده نه ده، بلکې د ټولې نړۍ لپاره اندېښمنوونکی دی.»
د امریکا سفیر ټینګار کړی، چې د ایران کړنې د نړیوال امنیت لپاره دوامدارې پوښتنې راپورته کوي او واشنګټن به د هر ډول احتمالي هوکړې په اړه د تهران پر عملي ژمنتیاوو له نږدې څارنه وکړي.
