• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د قضايه قوې مشر: په لاریونونو کې تورن او محکوم کسان نه‌بښل کېږي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۰

د ایران د قضایه قوې مشر غلام حسین محسني ویلي، چې په دغه هېواد کې د وروستیو ناکراریو او لاریونونو اړوند تورن او محکوم کسان د عمومي بښنې په نوملړ کې شامل نه‌دي. په یادو لاریونونو او اعتراضونو کې لسګونه زره اعتراض کوونکي هم وژل شوي دي.

د ایران فارس خبري اژانس د یاد هېواد د قضایه قوې د مشر غلام حسین محسني له قوله راپور ورکړی، هغه کسان به ونه بښل شې چې د ایران په وروستیو لاریونونو کې تورن او محکوم شوي دي.

نوموړي ویلي: «رامنځته شوي وضعیت او وروستیو تاوتریخجنو لاریونونو ته په کتو مې لارښوونه کړې چې د هغو ټولو محکوم کړل شویو کسان نومونه د بښنې له نوملړ څخه لرې کړي، چې له هر ډول امنیتي مسایلو سره تړاو لري».

د نوموړي د یادې لارښوونې له‌مخې به هغه کسان چې په وروستیو میاشتو کې د لاریونونو، ناامنیو او امنیتي قضیو په تور نیول شوي یا محکوم شوي د ایران د حکومت له‌خوا به د بښنې له ځانګړو امتیازونو څخه بې برخې وي.

د راپورونو له‌مخې، د ایران په وروستیو لاریونونو او اعتراضونو کې لسګونه معترضین هم وژل شوي او داسې راپورونه هم شته چې ډېری دغه پېښې د ایراني ځواکونو له لوري رامنځته شوې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

ایراني او طالب چارواکو د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري سره د سرحدي همکاریو د دوام او پیاوړتیا په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌ابادي د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د سرحدي اسنادو او نښو پر بیارغونې او نوي کولو ټینګار کړی دی.

یاد طالب او ایراني چارواکو د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په تړاو د ګډو تخنیکي او حقوقي ناستو پر دوام او چټکتیا هم هوکړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو لورو د هوکړې له‌مخې به د ایران او طالبانو د لوړپوړو سرحدي چارواکو راتلونکې ناسته په ۱۴۰۵ کال کې د ایران په کوربتوب ترسره شي.

د افغانستان او ایران تر منځ سرحد شاوخوا ۹۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او ایران پروسږکال د دغه سرحد د تړلو لپاره د دېوال جوړولو چارې پیل کړې او ویل کېږي پر شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره یې دېوال جوړ کړی دی.

تهران د دغې چارې موخه ایران ته د «ترهګرو او نشه‌يي توکو د قاچاقچیانو» له ننوتلو مخنیوی په ګوته کړی او چارواکو یې ویلي، چې دا کار به په یوه اته کلنه موده کې بشپړه شي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په سرحدي سیمو کې د طالبانو او ایراني ځواکونو تر منځ هم څو ځلي نښتې هم شوي او له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي په څه کم اته کاله بند محکومه شوه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۰

د بشري حقونو د ایرانۍ فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي وکیل مصطفی نیلي ویلي، چې د مشهد محکمې د نوموړي موکله د «د راټولېدنو او جوړجاړي» او همداراز «تبلیغاتي فعالیتونو» په تړاو پر اووه نیم کاله بند محکومه کړې ده.

د نرګس محمدي وکیل ویلي، چې نوموړې د دوو کلونو لپاره له هېواد څخه له وتلو منع شوې او د دوو کلونو لپاره د خسف ښار ته تبعید شوې ده.

مصطفی نیلي زیاته کړې، چې د مشهد انقلابي محکمې د یکشنبې په ورځ د «سلواغې ۱۹مه» د نرګس محمدي قضیه وڅېړله او د هغې لپاره یې د سزا ورکولو پرېکړه وکړه.

د نرګس محمدي وکیل په ډاګه کړې، چې نوموړې په دوو جلا جلا قضیو کې په شپږ او یو نیم کال بند محکومه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د نرګس محمدي روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی، هغه درې ورځې وړاندې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې، خو وروسته بېرته زندان ته اچول شوې ده.

د بشري حقونو فعاله او د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د ۴۶ کلن وکیل او د بشري حقونو مدافع خسرو علي کورددي په ویاړ جوړو شویو مراسمو کې ونیول شوه.

د ایران پوځ لوی درستیز: د امریکا پر وړاندې د اوږدمهاله جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لرو

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۰ GMT+۰

د ایران پوځ لوی درستیز، عبدالرحیم موسوي، نن د یکشنبې په ورځ (سلواغې ۱۹مه) ویلي چې ایران د امریکا پر وړاندې د اوږدمهاله جګړې لپاره بشپړ او لازم چمتووالی لري.

نوموړي ټینګار کړی چې سره له دې پوځي چمتووالي، تهران د سیمې د جګړې د پیلولو هېڅ نیت نه لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د امریکا پلاوي له ایران سره تر مذاکراتو یوه ورځ وروسته د «ابراهام لینکلن» جنګي بېړۍ څخه لیدنه وکړه او د «قدرت له لارې سولې» پر سیاست یې ټینګار وکړ. د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز له لوري، امریکا ته په اشارې سره ویل شوي: «موږ دښمن له نږدې څارو او د هر ډول شرارت پر وړاندې د قاطع ځواب لپاره چمتو یو.»

عبدالرحیم موسوي همداراز د جګړې اوږدمهالو پایلو ته په اشارې وویل چې دا ډول جګړې به د سیمې د پرمختګ او ثبات بهیر زیانمن کړي او د دې پایلې به د امریکا او اسراییلو پر غاړه وي، او هغه یې «جګړه‌پارونکي» وبلل.

نوموړي مخکې هم خبرداری ورکړی و چې «ایران به هېڅکله د جګړې پیل کوونکی نه وي، خو د خپل ملي امنیت، حیاتي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا د قاطع دفاع په برخه کې به هېڅ ډول شاته تګ ونه کړي.»

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر: یوازې ټرمپ کولی شي جګړه ودروي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، انډري سیبیها، وایي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې په روانو خبرو کې پاتې تر ټولو ستونزمن مسایل یوازې هغه وخت حل کېدای شي چې د کیېف او مسکو مشران مخامخ سره وګوري. د هغه په وینا، یوازې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې جګړې د درولو توان لري.

ښاغلي سیبیها په یوه مرکه کې ویلي چې د ۲۰مادو له سولېز طرحې، چې د وروستیو درې‌اړخیزو مذاکراتو بنسټ و، یوازې څو محدودې مسلې لا هم حل شوې نه دي.

د هغه په وینا، دا موضوعات باید د دواړو هېوادونو د رهبرانو په کچه وڅېړل شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ځمکنۍ بشپړتیا په ګډون پر اساسي مسایلو لا هم د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلاف شته. روسیه غواړي د ختیځ دونېڅک پاتې شاوخوا ۲۰سلنه سیمه هم تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو کیېف دغه غوښتنه په کلکه رد کړې ده.

اوکراین همداراز د زاپوریژیا د اټومي برېښناکوټ د کنټرول غوښتنه کوي؛ دا برېښناکوټ چې د اروپا تر ټولو لوی اټومي تاسیسات بلل کېږي، دا مهال د روسیې تر اشغال لاندې سیمو کې موقعیت لري.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې درې‌اړخیزو خبرو دوهم پړاو دا اوونۍ په ابوظبي کې ترسره شو. سره له دې چې په دغو خبرو کې د پام وړ پرمختګ ونه شو، خو د پنجشنبې په ورځ د ۳۱۴جنګي اسیرانو تبادله وشوه.

سعودي عربستان له هسپانوي شرکت څخه ۲۰ چټک اورګاډي پېري

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د هسپانیا د ټرانسپورټ وزیر او تالګو شرکت نن د یکشنبې په ورځ وویل، چې سعودي عربستان د ۲۰ نویو چټکو اورګاډو د پېرلو قرارداد ورسره لاسلیک کړی دی. د سعودي عربستان د اورګاډي سیستم له ۲۰۱۸ کال راهیسې د تالګو شرکت اورګاډي کاروي.

تالګو په یوه اعلامیه کې وویل چې یاد تړون د ۱،۳۳ میلیارده ډالرو په ارزښت دی، چې په دې توګه د تالګو ټول قراردادونه نږدې ۶میلیارده یورو ته رسېږي.

په دغه تړون کې د اورګاډو د ساتنې او تخنیکي خدمتونو برخه هم شامله ده.

دغه تړون د هسپانیا د رېل پټلۍ سکتور مهم ملاتړ ګڼل کېږي، ځکه دغه سکتور تېره میاشت قرطبې (کوردوبا) ښار ته نږدې د اورګاډي د ټکر له امله سخت زیانمن شوی و.

په یاده پېښه کې ۴۶کسان مړه شول.

د هسپانیا د ترانسپورت وزیر اوسکار پوانته دا تړون پر خپل اېکس د یوه پوسټ له لارې وستایه.