د ایران او امریکا تر منځ دوه اړخیزې خبرې د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) په عمان کې ترسره شوې او دواړو لوریو وویل، چې په راتلونکې کې به دغه مذاکرات دوام ومومي.
په یادو مذاکراتو کې د ایران د پلاوي مشري عباس عراقچي کوله چې له عمان څخه د «الجزیرې مجمعې» په ۱۷مه غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته یې سفر وکړ او د قطر له لومړي وزیر سره په کتنه کې د ایران او امریکا تر منځ د وروستي ډیپلوماټیک تعامل په اړه راپور ورکړ.
عراقچي له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې وویل، په عمان کې د جمعې ورځې له «مثبت» مذاکراتو وروسته به دواړه لوري د اټومي پروګرام په تړاو غیر مستقیم خبرو ته دوام ورکړي.
هغه د احتمالي جګړې د پیلېدو په تړاو وویل: «پر امریکا برید شونی نهدی، خو موږ به په سیمه کې د هغوی اډې په نښه کړو». هغه ټینګار وکړ: «موږ به پر ګاونډیو هېوادونو برید ونهکړو، بلکې په هغو هېوادونو کې به د امریکا نظامي اډې په نښه کړو. په دغو دوو کې ډېر لوی توپیر شته».
عراقچي همداراز وویل، د تهران او واشنګټن تر منځ د بل پړاو خبرو لپاره نېټه نهده ټاکل شوې، خو د امریکا ولسمشر اعلان کړی، چې بل پړاو خبرې به د راتلونکې اونۍ په پیل کې ترسره شي.
ډونالډ ټرمپ په سیمه کې د امریکا د نظامي حضور له تقویت وروسته، یو ځل بیا پر ایران د برید ګواښ وکړ او د یورانیم د غني کولو د پروسې او د بالسټیک توغندیو پروګرام د درېدو او همداراز په سیمه کې د وسلهوالو ډلو له ملاتړه د تهران د لاس په سر کېدو غوښتنه کړې ده.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا په ډاګه کړې، په هر ډول خبرو کې باید له ګواښ او فشار راوستلو ډډه وشي او زیاته کړې یې ده، چې تهران به یوازې د اټومي پروګرام په تړاو خبرې وکړي او د بلې هېڅ موضوع په اړه به له امریکا سره خبرې ونهکړي.
له دې سره سم، د اسراییل د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په واشنګټن کې له ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې له ایران سره د مذاکراتو په تړاو خبرې وکړي. د اسراییل د لومړي وزیر دفتر زیاته کړې، نتنیاهو غواړي، چې په هر ډول مذاکراتو کې باید د ایران د بالسټیک توغندیو پر پروګرام هم محدودیتونه ولګول شي.
په ورته وخت کې د امریکا ځانګړي استازي په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د شنبې په ورځ یې د الوتکې لېږدونکې له بېړۍ ابراهام لېنکن او نورو نظامي برخو لیدنه کړې او په «ځواک سره پر سولې» ټينګار کړی دی.