• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ننګرهار کې ۴ کسان د مردارو چرګانو د پلور په تور نیولي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۰

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، په جلال‌اباد ښار کې یې ۴ کسان د مردارو چرګانو د پلور په تور نیولي دي. د دوی په وینا، دغو کسانو یاد مردار چرګان پر خلکو او هوټلونو پلورل.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) وویل، دغه کسان د جلال‌اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د زاړه ګمرک ترڅنګ په یوه کباړخونه کې په داسې حال کې نیول شوي، چې خلکو او ځینو هوټلونو ته یې مردار شوي چرګان د پلور لپاره برابرول.

د نوموړي په وینا، له یادو کسانو شاوخوا ۱۸۰۰ مردار چرګان هم ترلاسه شوي دي.

ویل کېږي یادو کسانو پر خپلو کړنو اعتراف کړی او تر څېړنو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

فضل الرحمان: عجیبه ده چې د افغانستان یو انار پاکستان ته نه‌شي راتلای نو ترهګر څنګه راځي؟

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسیو ته په غبرګون کې د پوښتنې په ډول مطرح کړې، دا عجیبه نه ده، چې د افغانستان یو انار پاکستان ته نه‌شي راتلای نو ترهګر څنګه راتلای شي؟

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) په راولپېنډۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسیو توندې نیوکې کړې دي.

نوموړي د پاکستان حکومت ته په اشاره ویلي: «هر پاکستانی دا پوښتنه لري، چې د ظاهر شاه له وخته بیا تر اوسنیو طالبانو ولې پاکستان له افغانستان سره جوړ نه‌شي راتلای، بېلابېل خلک، د کمونېستانو، جهادیانو، طالبانو او نورو حکومتونه راغلل او لاړل، خو بیا هم ولې د پاکستان پالیسي د افغانستان پر وړاندې ناکامه ده؟».

نوموړي د پاکستان د هغو ادعاوو په اړه چې ترهګر له افغان خاورې په پاکستان کې وسله‌وال بریدونه کوي زیاته کړه: «که ترهګر له افغانستان څخه راځي، خو مخه یې ونیسئ، ويې وژنئ. جالبه ده، چې د افغانستان یو انار د پاکستان لوري ته نه‌شي راتلای، ساړه او ګرم نه‌شي راتلای او ترهګر راتلای شي».

تر دې مخکې طالبانو هم د پاکستان د حکومت او پوځ دغه ډول ادعاوې ناسمې بللي او ویلي یې دي، چې له افغانستان څخه هېڅ وسله‌واله ډله د ګاونډیو هېوادونو پر ضد فعالیت نه‌لري.

مولانا فضل الرحمان همدارنګه ویلي، چې دغه ډول بهانې او ادعاوې د پاکستان د حکومت پر ناکامه بهرنیو پالیسیو دلالت کوي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنۍ او بې ثباتۍ هم د پاکستان د داخلي ناسمو پالیسو پایله ده او اوس د یادو ناسمو پالیسیو له امله بریدونه تر اسلام‌اباده رسېدلي دي.

طالبان: د هلکانو جامې اغوستونکې هلمندۍ نجلۍ بېرته خپل کور ته ستنه شوې ده

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۰

طالبان وايي هغه نجلۍ چې په هلمند کې د هلکانو د جامو اغوستلو له امله نیول شوې وه او د اعتراف ویډیو یې خپره شوې، بېرته خپل کور ته ستنه شوې ده. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه په خپل لومړني غبرګون کې ویلي چې دا پېښه شاوخوا دوه نیم کاله پخوا رامنځته شوې وه.

ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې په هغه وخت کې د یادې نجلۍ له کورنۍ سره مرسته شوې، نجلۍ خپل کور ته ستنه شوې او هغه کسان چې د نوموړې د اعتراف ویډیو یې ثبت کړې وه، نیول شوي او بندي شوي دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې په دې وروستیو کې د یوې نجلۍ چې د هلکانو جامې یې اغوستې وې د اجباري اعتراف ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

په ویډیو کې نجلۍ وایي چې د خپلې کورنۍ او خویندو د ساتنې لپاره اړ شوې ده د هلکانو جامې واغوندي او کار وکړي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو بنسټونو د یادې پېښې په تړاو اندېښنه ښودلې او د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې د چلند په اړه یې پوښتنې راپورته کړې وې.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې د دقیق وخت، د نجلۍ د اوسني وضعیت او د نیول شویو کسانو د هویت او سزا په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

د طالبانو هوا پوهنې ادارې په ۲۷ ولایتونو کې د واورې ورېدو او ورښتونو اټکل کړی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ریاست وایي چې سبا دوشنبه د سلواغې پر ۲۰مه د هېواد په ۲۷ولایتونو کې د درنو واورو ورېدو او د سختو ورښتونو اټکل شوی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نورستان، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، بغلان، سمنګان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، فراه، هرات، غور، بادغیس، فاریاب او سرپل ولایتونه به د ورښتونو شاهد وي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د واورو او ورښتونو ترڅنګ د چټکو بادونو اټکل هم شوی دی.

د طالبانو د هوا پوهنې ریاست خلکو ته سپارښتنه کړې چې په دې ورځو کې له اړتیا پرته له کوره له وتلو ډډه وکړي او له موټر چلونکو یې غوښتي چې په ځانګړې توګه په غرنیو او لوړو سیمو کې احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

په بادغیس کې د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو یو قوماندان نیول شوی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۰ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو په بادغیس کې د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو یو قوماندان او د هغه زوی نیولي دي. ډګروال عبدالسلام د جمهوري نظام پر مهال د ۲۰۷ ظفر قول اردو د درېیمې لوا د لومړي کنډک قوماندان و.

د سرچینو په وینا، طالبانو عبدالسلام د سلواغې پر۱۸مه نیولی دی.

دغه سرچینې زیاتوي، کله چې د هغه خپلوان د نوموړي په لټون پسې راووتل، د هغه زوی عبدالمتین هم د بادغیس په مرکز قلعه‌نو ښار کې ونیول شو.

عیني شاهدانو ویلي چې وسله‌والو کسانو د قلعه‌نو ښار په بازار کې د عبدالمتین مخ ور وپوښه او نامعلوم ځای ته یې یووړ.

طالبانو تر اوسه دا نه ده تایید کړې چې یاد کسان یې نیولي دي.

د سرچینو په وینا، عبدالسلام په هرات کې اوسېده او تازه د یوې ټوټې ځمکې د پلورلو لپاره بادغیس ته تللی و.

طالبانو په تېرو څو کلونو کې د پخواني جمهوري نظام ګڼ سرتېري نیولي، شکنجه کړي او ځینې وژل شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه خبرداری ورکوي چې دا ډول نیونې، شکنجې، جبري نادرکۍ او هدفي وژنې د طالبانو د «عمومي بښنې» له ادعا سره په ټکر کې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت: ګاونډیان دې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وایي، چې ځینې ګاونډي هېوادونه او چارواکي یې بې ځایه اندېښنې لري چې ګواکې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي. نوموړی وايي، دغه هېوادونه دې د اندېښنو او تورونو پر ځای خپل امنیت پخپله ټینګ کړي.

هغه چې د طالبانو د غړو د نظامی زده کړو د ۱۷ مې دورې فراغت په مراسمو کې خبرې کولې، پاکستان ته په غیر مستقیم ډول اشاره وکړه او ویې ويل چې « زه د دفاع وزارت د ویاند په توګه ګاونډیو هېوادونه ته ډاډ ورکوم چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي او ګاونډي هېوادونه باید خپل امنیت پخپله ټینګ کړي او د خپلو امنیتي ناکامیو پړه دې پر افغانستان نه اچوي».

خوارزمي زیاته کړه، ګاونډي هېوادونه دې اندېښنه نه کوي، ځکه دده په وینا، طالبان هېڅ ډلې او هېڅ لوري ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تل د بحث موضوع پاتې شوې ده.

پاکستاني چارواکي وخت ناوخت ادعاوې کوي چې طالبان د دغه هېواد پر ضد د وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، فعالیت ته اجازه ورکوي. طالبانو بیا تل دا ادعاوې رد کړې او وايي چې د افغانستان خاوره د هېڅ بهرني هېواد پر ضد د وسله والو د استعمال لپاره نه ده کارول شوې.

د طالبانو د دفاع وزارت دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تازه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، چې طالبانو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱مې نه بد وضعیت رامنځته کړی دی.