• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رحمت نبیل: د طالبانو ظلم او د یوې نجلۍ د ژغورنې اړتیا د دین د تفسیر توپیر ښيي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۲ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت رییس رحمت نبیل ویلي، طالبان ځانونو ته دا حق ورکوي چې د ښځو کالي واغوندي او انسانان ووژني خو یوه نجلۍ د کورنۍ د ژغورنۍ لپاره حق نلري چې د نارینه کالي واغوندي. هغه وايي، دا د ژوند د ساتنې او اخیستلو ترمنځ د دین د تفسیر توپیر ښکاره کوي.

رحمت نبیل په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «طالبان ځانته دا حق ورکاوه چې د ښځو کالي واغوندي او انسانان ووژني؛ خو یوه نجلۍ، یوازې د خپلې کورنۍ د ژوندي ساتلو لپاره، اړ کېږي چې د نارینه کالي واغوندي. یو د ژوند د اخیستلو لپاره، بل د ژوند د ساتلو لپاره؛ د هغوی په منطق کې، هغه روا وګڼل شوه او دا ناروا.»

د افغانستان په هلمند ولایت کې یوه نجلۍ چې د درې کلونو راهیسې یې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره په یوه چای خانه کې کار کاوه، د طالبانو له خوا نیول شوې ده. ویډیو کې لیدل کېږي چې یو طالب د هغې هویت، د کورنۍ حالت او د کار ځای په اړه پوښتنې کوي، پداسې حال کې چې هغې د هلکانو جامې اغوستي وې ترڅو د طالبانو د بندیزونو په وړاندې مقاومت وکړي.

دا پېښه د طالبانو د واکمنۍ د ښځو د محدودیتونو او د نجونو د ژوند پر محدودیتونو یوه روښانه بیلګه ده، چې د کورنیو د ژغورنې لپاره ځینې نجونې اړ کېږي د ټولنې د بندیزونو او خطرونو په مقابل کې نوې لارې ومومي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

افغان ایواک: د افغان ځانګړو ویزو پروګرام قانوني دی، خو د سیاسي پرېکړو له امله درېدلی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۲ GMT+۰

د افغان ایواک بنسټ خبرداری ورکړی، چې د افغان ځانګړې کډوالۍ ویزو (SIV) پروګرام لا هم د امریکا د قانون برخه ده، خو د اجرايي سیاستونو او د کانګرس د بې‌پروايۍ له امله عملا ځنډول شوی او زرګونه افغان متحدین له جدي خطرونو سره مخ پاتې دي.

افغان ایواک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغان ځانګړې کډوالۍ ویزوپروګرام نه دی لغوه شوی، خو د ویزو صدور، د قضیو پرېکړه او د افغان متحدینو انتقال په بشپړه یا جزوي بڼه درول شوی دی. د دې بنسټ په وینا، دا حالت د اداري ځنډ له امله نه، بلکې د مشخصو سیاسي پرېکړو پایله ده.

اعلامیه څرګندوي، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملي امنیت اړوند فرمانونو پر بنسټ، افغان وګړو ته د ویزو ورکړه، د ایس ای وي ویزو په شمول، ځنډولې ده. تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له لومړۍ نېټې، د افغانایس ای ويځانګړي واحد د هغو غوښتنلیکونو په اړه هم پرېکړې درولې، چې د «چیف اف مېشن» (COM) تایید ته رسېدلي وو.

د افغان ایواک د معلوماتو له مخې، تر اګست ۲۰۲۵ پورې، شاوخوا ۱۷۸ زره او ۱۱۰ کسان د COM رسمي تایید ترلاسه کړی، چې له دې ډلې ۳۳ زره او ۸۸۳ تنه اصلي غوښتونکي او ۱۴۴ زره او ۲۲۷ تنه د هغوی د کورنیو غړي دي، خو لا هم نه دي مرکې ته بلل شوي او نه ورته ویزې ورکړل شوې دي.

اعلامیه زیاتوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه، امریکا ټولټال ۷۷ زره او ۲۳۲ د SIV ویزې صادرې کړې دي، چې یوازې ۱۷ زره او ۴۷۳یې اصلي غوښتونکو ته رسېدلې دي. افغان ایواک ټینګار کوي، چې دا شمېرې ښيي ستونزه د امنیتي پلټنو نه، بلکې د ویزو د کمښت او سیاسي انتخابونو ده.

په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې د ټرمپ د ادارې له‌خوا د «انډورینګ ویلکم»د انتقال پروګرام درول، او وروسته په واشنګټن کې د دوو ساتونکو تر وژل کېدو وروسته د افغان ویزو د بهیر کنګل کېدل، هغه مهم اجرایي ګامونه وو چې د افغان متحدینو د انتقال بهیر یې په ټپه ودراوه.

افغان ایواک د امریکا پر کانګرس هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې قانون جوړونکو څلور اساسي ګامونه نه دي اخیستي.

اعلامیه خبرداری ورکوي، چې د دې بن‌بست له امله زرګونه افغان متحدین اوس هم په افغانستان، درېیمو هېوادونو او یا له قانوني بې‌ثباتۍ سره مخ چاپېریالونو کې بند پاتې دي، له خپلو کورنیو بېل شوي او د غچ اخیستنې له جدي ګواښ سره مخ دي، سره له دې چې د امریکا حکومت له‌خوا وار له مخه تصدیق او تایید شوي دي.

افغان ایواک په پای کې ټینګار کوي، چې د دې ستونزې حل یوازې هغه وخت ممکن دی، چې کافي ویزې، فعال د انتقال مېکانېزم، د داخلېدو اجازه ورکوونکي سیاستونه او سیاسي اراده په یو وخت کې موجود وي؛ هغه شرایط چې د بنسټ په وینا، دا مهال سره نه یوځای کېږي.

ریچارډ بېنټ: پاکستان باید د هغه افغانانو له جبري ستنولو ډډه وکړي چې له ګواښ سره مخ دي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، د لاهور په یوه کنفرانس کې ویلي، چې پاکستان باید خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د هغه افغانانو له جبري ستنولو ډډه وکړي چې له جدي ګواښ سره مخ دي.

ښاغلي بېنټ د «اسما جهانګیر» د یاد غونډې په کنفرانس کې، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حالت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا هېواد د ډېرو خلکو د بېرته ستنېدو لپاره خوندي نه دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار د بندیزونو یادونه وکړه او ویې ویل چې خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، پخواني دولتي چارواکي، قومي او مذهبي لږکي او نور هغه کسان چې د مخالفینو په توګه ګڼل کېږي، له ګواښونو او خپل‌سرو نیونو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «یوازې تېر کال کې له دوو میلیونو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي یا اړ ایستل شوي چې بېرته ستانه شي، چې له دې ډلې سلګونه زره یې یوازې له پاکستانه وو.

ډېری دا کسان د نیول کېدو له وېرې ستانه شوي، نه د خپلې خوښې له مخې.»

د بېنټ په وینا، ماشومان له دغو ستنولو سخت اغېزمن شوي دي، دا بهیر د هغوی زده‌کړې ګډوډې کړې، ماشومان یې د کم‌عمر ودونو له خطر سره مخ کړي او د قاچاق او ناوړه ګټې اخیستنې ګواښونه یې هم زیات کړي دي.

ریچارډ بېنټ په خپله وینا کې همدارنګه افغانستان کې روانو ګڼو بحرانونو ته اشاره وکړه، چې پکې سخته خوراکي ناامني، اوږدمهاله وچکالي، اقتصادي سقوط او د مدني فضا ورځ تر بلې محدودېدل شامل دي.

یاده دې وي چې پاکستان په ورستیو کلونو کې په دې هېواد کې د میشتو افغانانو جبري سنتولو لړۍ چټکه کړې، په ټولو ښارونو کې د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو عملیات روان دي، په دغه عملیاتو کې زیات شمېر هغه افغانان هم نیول شوي او افغانستان ته ستانه کړل شوي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

طالبان وايي په کونړ کې له ۶۹۱ جبري راستنو شویو او ۷۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره مرستې وشوې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وايي، په کونړ کې له ۶۹۱ جبري راستنو شویو او اړمنو کورنیو او همداراز له ۷۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي او غېر خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د نړۍوالو مرستندویو موسسو له لوري برابرې شوې دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په کونړ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول رااېستل شویو او مستحقو ۶۹۱ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غېر خوراکي مرستې وشوې.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کې له ۶۵۰ کورنیو هرې یوې کورنۍ ته ۱۰ کیلو وریجې، ۵ ليټره غوړي، ۲ کارتنه خرما او یوه د خوراکي توکو بسته او همداراز ۴۱پاتې هرې یوې کورنۍ ته ۱ بورۍ ۵۰ کيلويي غنم، ۲بورۍ ۲۵ کيلويي وريجې، ۱ د ژمنۍ البسې کېټ، ۱ چپرکټ، ۱ د خوب بستره او ۲تختې کمپلي وېشل شوې دي.

له دې سره سم، د همدې ادارې په همکارۍ د ډنمارک کډوالو شورا (ډي‌ار‌سي) له لوري په نورګل ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله ۷۵۰ زیانمنو کورنیو ته سولري کېټونه یا د لمریزې برېښنا اړوند وسایل ووېشل شول.

د یوه بل خبر له‌مخې، د یونېسف، د خوړو نړۍوال پروګرام او د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري او د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې په همکارۍ په پکتیا کې د وروستیو واورو او بارانونو له امله له زیانمنو ۵۴ کورنیو هرې یوې ته یې د خوړو نړۍوالو پروګرام او د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري ۲۰ زره او ۱۰۰ افغانۍ او د یونېسف له لوري هرې کورنۍ ته د البسې یوه ژمنۍ بسته او یو هایجن کېټ ووېشل شول.

د طالبانو د هرات والي: له هېواده بهر د درملنې لپاره د سفرونو کچه ډېره لوړه ده

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۱ GMT+۰

د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار په هرات کې د یوه خصوصي معالجوي روغتون د پرانېستې په مراسمو کې د درملنې لپاره له هېواده بهر د خلکو د سفرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له ډاکترانو یې وغوښتل، چې خپله علمي کچه لوړه کړي.

د هرات د والي مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، نور احمد اسلام‌جار په دغه ولایت کې د یوه خصوصي روغتون د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي، چې په هرات کې د طب په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او دا ولایت د افغانستان په «طبي قطب» بدل شوی دی؛ خو زیاته یې کړه چې دا لاسته راوړنې بسنه نه کوي او ډاکټران باید خپله علمي کچه او د روغتونونو د خدمتونو کیفیت لا لوړ کړي.

نوموړي د درملنې لپاره له هېواده بهر د خلکو د سفرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له ډاکترانو یې وغوښتل، چې په روغتونونو کې باید ناروغانو ته ښه رسېدنه په خپلو لومړیتوبونو کې راولي او همداراز معیاري او فوق‌تخصصي روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د دغه طالب چارواکي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالب چارواکو په ګډون شتمن افغانان له هېواده بهر درملنې ته لومړیتوب ورکوي، ځکه په کور دننه تشخیص ضعیف او د درملو کیفیت ډېر ټيټ دی.

د یادونې وړ ده، چې د هرات ښار په ۱۱مه ناحیه کې یو خصوصي معالجوي روغتون د شاوخوا ۷۹ میلیونه افغانیو په پانګونې سره په ۵ پوړونو کې په معیاري او مجهز ډول جوړ شوی دی.

ندا محمد ندیم د یوې مدرسې فارغانو ته؛ د افغانستان ادارو د «چلولو» لپاره ستاسو رول مهم دی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۰

په داسې حال کې چې ډېری طالب چارواکو د دیني مدرسو له زده‌کوونکو په وار وار غوښتي، چې دیني زده‌کړې د څوکۍ او منصب د ترلاسه کولو لپاره ونه‌کړي، خو د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د افغانستان د ادارو لپاره د دغو زده‌کوونکو رول مهم ګڼلی دی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ندا محمد ندیم په کندوز کې د امام قتیبه بن سعد دیني جامعې د افتاء او قضاء د تخصص لومړۍ دورې فارغانو ته په یوه استول شوي پيغام کې د افغانستان د ادارو په «چلولو» کې د دغو فارغانو رول مهم ګڼلی دی.

نوموړي په دې پیغام کې یادو فارغانو ته د تالیفاتو او علمي څېړنو سپارښتنه هم کړې ده.

د ندا محمد ندیم دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې تر دې مخکې ډېری طالب چارواکو د دیني مدرسو له زده‌کوونکو غوښتي وو، چې دغه زده‌کړې په دولت کې د کار کولو او د یوه منصب او یا هم د یوې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره ونه‌کړي.

د یادونې وړ ده، چې په کندوز کې د امام قتیبه بن سعید له دیني جامعې د افتاء او قضاء تخصص له لومړۍ دورې څخه ۲۸ کسان فارغ شوي دي.