• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو څار بنسټ: طالبانو له ۲۰۲۵ کال راهیسې پر ښځو، نجونو او رسنیو فشارونه زیات کړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۲ GMT+۰

د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو له ۲۰۲۵ کال اهیسې پر ښځو او نجونو خپل محدودیتونه لا پسې زیات کړي او هم‌مهاله یې د رسنیو ازادي هم په بې‌ساري ډول محدوده کړې ده.

د راپور له مخې، طالبانو نوي سخت قوانین نافذ کړي چې د ښځو د تګ راتګ، کار کولو او زده‌کړو ته د لاسرسي مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو دا وضعیت «جنسیتي اپارتاید» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا کړنې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.

همداراز، د جرمونو نړیوالې محکمې په جولای میاشت کې د طالبانو د ځینو لوړپوړو مشرانو پر ضد د ښځو د ځورونې په تور د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.

راپور همدارنګه وايي، چې طالبانو د رسنیو پر فعالیتونو نوي محدودیتونه لګولي، یو شمېر خبریالان او منتقدین یې په خپل‌سري ډول نیولي او د «اخلاقي قوانینو» تر نامه لاندې یې خلک تعقیب کړي دي. د بهرنۍ مرستې د کمېدو له امله، د رسنیو مالي ستونزې هم زیاتې شوې او د خبریالانو شمېر راکم شوی دی.

د بشري حقونو د څار بنست ټینګار کړی، چې په ۲۰۲۵کال کې د بهرنۍ مرستې د کمښت او د میلیونونو افغان کډوالو د جبري راستنېدو له امله د افغانستان بشري ناورین لا ژور شوی دی.

د راپور په وینا، تر ۲۲میلیونو ډېر خلک د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ دي چې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي.

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو فشارونه زیات کړي، له افغان ولس سره بشري مرستې دوامداره وساتي، د افغانستان د بشري حقونو د څېړنې خپلواک میکانیزم ملاتړ وکړي او هغه افغان کډوال په زور بېرته ستانه نه کړي، چې د ځورونې او مرګ له ګواښ سره مخ دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د لګښتونو کمولو نوی بدیل؛ په سمنګان کې د ۷۵ ځوانو جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۰

په داسې حال کې چې لوړولګښتونواو اقتصادي ستونزود افغانستان د زرګونو ځوانانو د ودونو مخه نیولې، په ډله ییزه توګه د واده مراسم په دې وروستیو کې د بدیلې حل لارې په توګه مخ پر دود کېدو دي. په همدې لړ کې په سمنګان ولایت کې ۷۵ځوانو جوړو په ډله‌ییزه توګه د واده مراسم ترسره کړي دي.

دغه مراسم د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ناوې او زوم د کورنیو په حضور کې ترسره شوي.

د ګډونوالو په وینا، د دې پروګرام موخه د هغه ټولنیز فشار کمول دي چې ډېری ځوانان یې د کلونو لپاره د واده له حقه محروم کړي دي.

تنظیموونکو ویلي، ډله‌ییز ودونه کولی شي د هغو ناوړه دودونو پر وړاندې عملي بدیل وي چې واده یې د سیالیو، پورونو او درنو لګښتونو په یوه بوج بدل کړی دی.

د دوی په باور، اسانه واده نه یوازې د کورنۍ بنسټ پیاوړی کوي، بلکې د بې‌کارۍ، رواني فشارونو او ټولنیزو ستونزو د زیاتېدو مخه هم نیسي.

طالبان وایي د جنایي جرمونو او نشه یي توکو د خرڅلاو په تور یې ۲۴ کسان نیولي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په شپږو ولایتونو کې ۱۶تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو او اته تنه د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه درې تنه په کونړ ولایت کې د لرګیو د قاچاق په تور، درې تنه په بلخ ولایت کې د غلا په تور، درې تنه په جوزجان کې د غلا په تور، درې تنه په هرات کې د وسلو د ناقانونه لېږد او ساتنې په تور، دوه تنه په سرپل کې د غلا په تور او دوه نور کسان په کندوز ولایت کې د وسلو د ناقانونه لېږد په تور نیول شوي دي.

دوي وایي چې په ورته وخت کې، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په کابل ښار کې د عملیاتو پر مهال په لسګونو زره نشه‌يي ټابلېټونه او د پام وړ اندازه چرس کشف او ضبط کړي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کابل ښار د څلورمې، پنځلسمې او اوولسمې ناحیو په مربوطاتو کې د پولیسو د هڅو په پایله کې ۳۸زره او ۲۰۰دانې نشه‌يي ټابلېټونه (کا ټابلېټ) او ۲۳کیلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي.

د یادو قضیو په تړاو اته تنه هم نیول شوي دي. د وزارت په وینا، دغه کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

اصف علي زرداري: طالبانو د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو وړاندې وضعت نه ګواښناک شرایط رامنځته کړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د لومړي ځل لپاره پر طالبانو مستقیمه نیوکه کړې او وايي، د سپټمبر د ۱۱مې نېټې نه وړاندې وضعیت په پرتله یې ګواښناک وضعیت رامنځته کړی دی. هغه د هند له نوم اخېستو پرته ویلي، چې ختیز ګاونډی د طالبانو د رژیم ملاتړ کوي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې په یوه جومات کې د ځانمرګي برید له پېښې وروسته، د هېوادونو د خواخوږۍ له پیغامونو د مننې په ترڅ کې ویلي، چې د پاکستان ختیځ ګاونډی د طالبانو رژیم ملاتړ کوي، چې نه یوازې پاکستان، بلکې د سیمې او نړیوالې سولې لپاره هم ګواښ دی.

زرداري په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې ځینې ګاونډي هیوادونه له خپلې خاورې څخه ترهګرو ډلو ته اجازه ورکوي چې پر پاکستان بریدونه وکړي او په دې جرمونو کې شریکان ګرځي. هغه زیاته کړې، « ځینې هیوادونه نه یوازې هغوی ته مستقیمه مالي مرسته ورکوي، بلکه تخنیکي او نظامي وسایل هم ورته برابروي».

زرداري زیاته کړې چې د طالبانو رژیم داسې شرایط جوړ کړي چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښو مخکې له وخته هم ډیر خطرناک دي.

نوموړي ویلي، «پاکستان د افغانستان له وضعیت نه جدي اندېښمن دی، ځکه هلته د طالبانو رژیم داسې شرایط رامنځ ته کړي چې د ۹/۱۱ پېښې مخکې وضعیت سره ورته یا تر هغه هم بد دي».

دوه ورځې وړاندې د اسلام اباد په ترلایي سیمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال په خدیجه الکبرا مسجد او تکیه خانې کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۳۳ تنه ووژل شول او تر ۱۵۰ پورې نور ټپیان شول.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړل، خو پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې، چې له افغان طالبانو سره یې اړیکې ترینګلې شوې دي، په خپله خاوره کې د بریدونو رېښې له افغانستان سره تړي.

د ۲۰۲۵ کال په وروستیو دریو میاشتو کې ۱۴ پخواني افغان نظامیان وژل شوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا «یوناما» په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې‌ میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر ډسمبر میاشتې پورې د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۴تنه نظامیان وژل شوي دي.

د یوناما د موندنو له مخې، په همدې موده کې د پخواني حکومت د نظامیانو او چارواکو پر وړاندې لږ تر لږه ۲۸ د خپل سرو نیونو، اووه د شکنجې او بد چلندۍ پېښې ثبت شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې یو شمېر قربانیان هغه کسان وو چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته نوي راستانه شوي وو.

یوناما ویلي، د لیندي میاشتې په ۱۸مه، د پروان ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ کې په جلا جلا پېښو کې دوه کسان چې له پخواني حکومت سره یې تړاو درلود او تازه له ایران څخه راستانه شوي وو، نامعلومو وسله‌والو په ډزو ووژل. د راپور له مخې، له وژل شویو کسانو څخه یو تن د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت کارکوونکی و او بل د یوه پخواني نظامي د تره زوی و.

د راپور له مخې، د پخواني حکومت ګڼ شمېر نظامیان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران ته تللي وو. یوناما زیاتوي چې ایران د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال، یو شمېر پخواني نظامیان هم بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي، چې ځینې یې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ شوي دي.

په همدې راپور کې یوناما د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د کړنو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یوناما په وینا، د ۲۰۲۵کال له اکتوبر څخه تر دسمبر پورې، د دې وزارت محتسبانو لږ تر لږه ۵۲۰کسان په «خپل سري ډول» نیولي دي.

راپور زیاتوي چې په همدې موده کې د ښځو او سړیو پر وړاندې د بد چلندۍ لږ تر لږه ۵۰ پېښې ثبت شوې دي، چې ډېری یې د ږیرې یا ویښتانو د لوېدیځ په سټایل جوړول، د موسیقۍ غږولو یا اورېدو او د حجاب د مقرراتو د نه مراعتولو په تور شوې دي.

یوناما د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۱۹مه،په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د محتسبانو له لوري د موسیقۍ۶۵۷الاتو سوځول، د دغه ډول کړنو یوه بېلګه بللې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی خبرداری ورکوي چې د پخواني حکومت د نظامیانو هدفي وژنو، شکنجې او خپل سرو نیونو او همدارنګه د عامو خلکو پر شخصي ژوند سختو محدودیتونو، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا پسې خراب کړی او د وېرې فضا یې پراخه کړې ده.

اروپایي اتحادیه افغانستان ته د کډوالو بیرته ستنولو امکان څيړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۰

د اروپایي اتحادیې یو ویاند ویلي چې مامورینو یې د دوو «تخنیکي ماموریتونو» په ترڅ کې افغانستان ته سفرونه کړي او وروستی یې په جنوري میاشت کې و. په دغو سفرونو کې له طالبانو سره د افغان پناه غوښتونکو د اخراج په برخه کې «د همکارۍ میکانیزم او د اخراج عملیاتو د تنظیم امکان» ارزول شوی.

د جرمني د ویلټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، ددغه هېواد واکمن ګوند افغانستان او سوریې ته د بېرته ستنولو یو سترکمپاین پلان کړی.

جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې افغانستان ته افغان کډوال ستنوي، خو نور اروپایي هیوادونه په دا ډول ګام اخیستو کې لاهم له ستونزو سره مخ دي او له اروپایي اتحادیې څخه یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د غړو هیوادونو تر فشار لاندې، بروکسل د طالبانو له حکومت سره تماس نیولی چې د افغانانو د اخراج د عملي کولو امکان وڅېړي. خو دغه پلانونه له عملي ستونزو او د کډوالو او بشري حقونو سازمانونو له اعتراضونو سره مخ دي.

د اروپایي اتحادیې یو ویاند ویلي چې ددې اتحادیې مامورینو د دوو "تخنیکي ماموریتونو" په ترڅ کې افغانستان ته سفرونه کړي، او وروستی یې د جنوري په میاشت کې و. په دې سفرونو کې د "بیرته ستنولو په برخه کې د همکارۍ څرنګتیا او د بیرته ستنولو عملیاتو د تنظیم امکان" ارزول شوی.

افغانستان ته د کډوالو بیرته ستنول څو کاله وړاندې بې انګیزې کار ګڼل کېده او له قانوني او اخلاقي اندېښنو سره تړلی و. د بشري حقونو نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې طالبانو تېر کال د ځپنې عملیات چټک کړي دي. دغه سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ محدودولو لپاره نوي قوانین او د ښځو او نجونو پر فعالیتونو نور محدودیتونه یادوي.

خو اوس، د اروپایي اتحادیې د کډوالۍ سیاست له سختېدو سره، د ۲۷ غړو هیوادونو اکثریت د دا ډول بیرته ستنولو ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مسوول عرفات جمال دغه پرمختګ ډېر اندېښمنوونکی بولي او وايي چې نوی مسیر د منطق پرځای پر "احساساتو" ولاړ دی.

د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ، په اروپایي اتحادیه کې شاوخوا یو میلیون افغانانو د پناه غوښتنې کړې، چې نږدې نیمایي غوښتنې منل شوې دي. په ۲۰۲۵ کال کې تر ټولو زیاتې غوښتنې د افغانانو وې، وروسته وینزویلا او سوریه پکې راځي.

په اکتوبر کې، بلجیم د اروپایي اتحادیې پر کمیسیون فشار راوړ چې د رد شویو کډوالو لپاره د رضاکارانه بیرته ستنولو امکان برابر کړي. د بلجیم د کډوالو د ادارې عمومي رییس فریدي روسمونټ فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې د دوی حکومت اوس د اروپایي اتحادیې کمیسیون او نورو هیوادونو سره ګډ کار کوي چې "د دې ستونزې حل" پیدا کړي.

تر دې دمه، ځینو هیوادونو لا دمخه عمل کړی. جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې له ۱۰۰ څخه زیات افغانان د چارټر الوتکې په واسطه بیرته افغانستان ته ستانه کړي او له طالبانو سره د بیرته ستنولو د تړون په اړه خبرې کوي.

اتریش د خپل شمالي ګاونډي په څېر په تېر اکتوبر کې عمل وکړ او له۲۰۲۱ کال راهیسې یې لومړی ځل بیا کډوال افغانستان ته واستول. خو فرانسه په دې موضوع کې لا هم محتاط عمل کوي.

د اروپایي اتحادیې ویاند وویل چې افغانستان ته د کډوالو بیرته ستنول ستونزې لري او دا هېواد د وچکالۍ او د بشري مرستو د کمښت له امله په بشري کړکیچ کې دی.

له ۲۰۲۳ کال راهیسې له پنځه میلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي، چې ډیری یې له ایران او پاکستان څخه اخراج شوي دي.