نړیوال شل اوریز جام: افغانستان ټاس وګاټه او توپونه کوي

افغان لوبډلمشر راشد خان په ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د خپلې لومړۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د نیوزیلنډ پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلمشر راشد خان په ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د خپلې لومړۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د نیوزیلنډ پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
تر دې وړاندې راشد خان د کرېکټ په نړیوال شل اوریز جام کې د خپلې لوبډلې د چمتوالي ډاډ ورکړی و.
د کرېکټ بورډ لخوا د نننۍ سیالۍ لپاره اعلان شوې لوبډله د نور کله په پرتله ډېره متفاوته برېښي، له پخوانیو لوبغاړو پکې یوازې دوه، ګلبدین نایب او محمد نبي تر سترګو کیږي او نوره لوبډله ځوان لوبغاړي دي.

د افغانستان د ملي لوبډلې توپوهونکی رحمان الله ګربز وايي، چې د نوموړي د بنسټ کارونه نیمګړي پاتې دي او نشی کولی چې د پاکستان په لیګ یا پي اېس اېل کې ګډون وکړي. د پېښور زلمي لوبډلې ویلي و، چې ګربز به سږ کال د پاکستان سوپر لیګ (پياېساېل) کې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره ولوبېږي.
د افغانستان د ملي لوبډلې توپوهونکی رحمان الله ګربز له هغه وروسته د پاکستان په سوپر لیک کې د نه ګډون پرېکړه کوي، چې په تولنیزو رسنیو کې د افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شو او افغانانو له هغه وغوښتل، چې د پاکستان په لیګ کې دې ګډون نه کوي، هغه ځکه چې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې پاکستان په هوايي بریدونو کې د کرکټ سیمه ییزې لوبډلې لوبغاړي په نښه کړل.
په دې غبرګون کې رحمان الله ګربز پاکستان ته په اشارې دوښمن هیواد یاد کړ او دا هوايي برید یې وغانده.
ددې پيښې وروسته افغانستان کرکټ بورډ خپلې رسمي لوبې له پاکستان سره لغوه کړې.
رحمان الله ګربز هغه وخت له افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شو، چې د پېښور زلمي لوبډلې بنسټګر جاوېد اپریدی اعلان وکړ، چې افغان کرکټر رحمانالله ګربز به سږ کال د پاکستان سوپر لیګ (پياېساېل) په سیالیو کې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره ولوبېږي.

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام نن د هند په بریا پای ته ورسېد او دوه افغان لوبغاړي د یادو سیالیو د غوره توپوهونکو او توپاچوونکو په ډله کې شامل شول.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کمعمره کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام تر نیمه پایلوبې پورې غوره لوبه وړاندې کړه، خو د پایلوبې لار یې د هند لوبډلې ډب کړه.
دغه سیالۍ نن د هند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په یاد نړۍوال جام کې د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې توپاچوونکي نصرتالله نورستاني په شپږو سیالیو کې د ۱۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره د غوره توپاچوونکو په درجه بندۍ کې دویم ځای خپل کړی دی.
په دې برخه کې د انګلستان ماني لایمسډن د ۱۵ ویکټو په اخیستو سره لومړی مقام خپل کړ او د پاکستان عبدالسبحان د ۱۳ ویکټو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.
همدارنګه د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې تکړه توپوهونکی فیصل شینوزاده په شپږو لوبو کې د ۴۳۵ منډو په جوړولو سره د نړۍوال جام د غوره توپوهونکو په ډله کې درېیم مقام خپل کړی او انګلستان بن مایس د ۴۴۴ منډو په جوړولو سره لومړی او د هند سوریاوانشي د ۴۳۹ منډو په جوړولو سره دویم مقام ترلاسه کړ.

د هند د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د بریتانیا پر وړاندې په زړهراښکونکې بریا سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام اتلولي خپله کړه.
د دې سیالیو په پایلوبه کې، چې د دواړو پیاوړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، هند بریتانیا ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماته ورکړه او د شپږم ځل لپاره یې د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ نړیوال جام اتلولي وګټله. هند په ټورنمنټ کې خپلې ټولې اووه لوبې وګټلې او بې له کومې ماتې یې جام خپل کړ.
هند چې په پایلوبه کې یې لومړی توپ وهنه وکړ، په ۵۰ اوورونو کې یې ۴۱۱ منډې جوړې کړې. ویبهاو سوریاوانشي د ۱۷۵ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د لوبې ستوری وګرځېد. هغه خپله سلېزه یوازې په ۵۵ توپونو کې پوره کړه، چې د دې نړیوال جام په تاریخ کې دویمه تر ټولو چټکه سلېزه ده.
سوریاوانشي د ایوش مهاتره سره د ۱۴۲ منډو او د ودانت تریودي سره د ۸۹ منډو مهمې ملګرتیاوې وکړې. ورسره، ودانت تریودي ۳۲، ویهان مالهوترا ۳۰، ابیګیان کوندو ۴۰ او کانیشک چوهان ۳۷ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې، د بریتانیا لوبډله د هند د توپ اچوونکو پر وړاندې ونه درېدله او په ۳۱۱ منډو وسوځېده، په داسې حال کې چې لا هم تر ۱۰ ډېر اوورونه پاتې وو. ار اېس امبریش په ۹ اوورونو کې د ۵۶ منډو په ورکولو سره ۳ ویکټې واخیستې او غوره بالینګ یې ترسره کړ. دیپش دوندران او کانیشک چوهان دوه ـ دوه ویکټې واخیستې او خیلان پټیل او ایوش مهاتره یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.
د ټورنمنټ په پای کې، ویبهاو سوریاوانشي د ۴۳۹ منډو په مجموع سره د منډو له مخې دویم غوره لوبغاړی شو او د بریتانیا ماني لامسدن د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره کرېکټ نړیوال جام د تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکي لوبغاړي لقب خپل کړ.

سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت په ټولو ولایتونو کې د روژې په میاشت کې د «رمضان» جام کرېکټ سیالیو باندې بندیز لګولی دی. د ټینیس بال یادې سیالۍ هر کال د روژې میاشت کې نږدې په ټولو ولایتونو کې ترسره کېږي.
بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د امربالمعروف وزارت د ټولو ولایتونو د سپورټ او بدنې روزنې ولایتي مسوولینو ته په شفاهي ډول امر کړی، چې د «رمضان» جام کرېکت سیالۍ به نه ترسره کوي.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، د امربالمعروف وزارت پر یادو سیالیو د بندیز لامل د تراویح لمونځ قضا کېدل بللي دي.
سرچینو ویلي، چې د امربالمعروف وزارت لهخوا ورته ویل شوي، چې« په روژه کې وخت باید عبادت ته وقف شي او کرېکټ لوبې وخت ضایع کوي».
د ټینیس بال کرېکټ لوبې د کرېکټ بورډ اړوند کوم رسمیت نه لري، خو د سپورټ او بدنې روزنې ادارې تر څار لاندې هر کال د روژې په میاشت کې په ولایتونو کې ترسره کېږي.
یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «ټولو ولایتونو ته امر شوی دی چې د روژې په میاشت کې به د رمضان جام سیالۍ نه ترسره کېږي. ځکه ځوانان د لوبې له امله د تراویح لمونځ قضا کوي او عبادت ته وخت نه ورکوي».
یادو سرچینو ویلي، چې هر کال د روژې په میاشت کې د رمضان جام په نوم د ټینیس بال لوبې ترسره کېږي او له دې لارې د کرېکټ مینهوالو او لوبغاړو ته د سالم مصروفیت زمینه برابرېږي.
په کندهار ولایت د کرېکټ یو لوبغاړي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي: «د روژې په میاشت کې د ټینیس بال د ټورنمینټ لپاره چمتوالی نیول شوی و، لوبډلې مشخصې شوې دي، خو موږ ته نن خبر راکړل شو چې دغه ټورنمینټ لغوه شوی دی».
یادې سیالۍ معمولا له روژه مات وروسته پیلېدې او د شپې تر ناوخته به یې دوام کاوه. په یادو سیالیو کې به د کرېکټ لوبغاړو په ګډون سلګونه نندارچیان هم د سیالیو نندارې ته ورتلل.
همدارنګه د هلمند، زابل او ارزګان په ګډون د ګڼو نورو ولایتونو د کرېکټ لوبغاړو د معلوماتو لهمخې، د روژې په میاشت کې د رمضان جام سیالۍ په ټولو ولایتونو کې لغوه شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هر کال په ولایتونو کې د ټینیس بال رمضان جام کرېکټ سیالۍ ترسره کېدې، د یادو سیالیو مالي ملاتړ د ځینو سوداګرو او شرکتونو لهخوا تر سره کېده او اتلو لوبډلو ته به بېلابېلې ډالۍ هم ورکول کېدې.

د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي فیصل شینوزاده د هند پر وړاندې شانداره لوبه وکړه او د ۱۱۰ منډو په جوړولو سره د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام د غوره توپوهونکو د جدول په سر کې راغلی.
نوموړي تر اوسه په ټوله کې ۴۳۵ منډې جوړې کړې او د دغه سیالیو تر ټولو غوره توپوهونکی بلل کېږي. له شینوزاده وروسته د انګلستان بن مایس په شپږو لوبو کې د ۳۹۹ منډو په ترلاسه کولو دویم ځای خپل کړی او د سریلانکا چامودیتا د ۳۱۰ منډو په ترلاسه کولو سره د دغه جام درېیم غوره توپوهونکی دی.
د شینوزاده او د دویم مقام ترمنځ توپیر ۳۶ منډې دی؛ خو بن مایس لا هم د هند پر وړاندې د پایلوبې یوه بله لوبه په مخ کې لري او کولای شي خپلې منډې زیاتې کړي.
د فیصل شینوزاده غوره فعالیت د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام کې د افغانستان د حضور له مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي، چې د کرېکټ د شنونکو او مینهوالو پام یې ځان ته اړولی دی.
