د طالبانو د هرات والي: له هېواده بهر د درملنې لپاره د سفرونو کچه ډېره لوړه ده

د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلامجار په هرات کې د یوه خصوصي معالجوي روغتون د پرانېستې په مراسمو کې د درملنې لپاره له هېواده بهر د خلکو د سفرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له ډاکترانو یې وغوښتل، چې خپله علمي کچه لوړه کړي.





