• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سټیو وېټکاف: د «ابراهام لینکن» بېړۍ د ټرمپ د ځواک له لارې د سولې پیغام وړاندې کوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۰

د امریکا د سولې ماموریتونو ځانګړي استازي سټیو وېټکاف، جېرډ کوشنر او ادمیرال براډ کوپر په عرب سمندرګي کې د «ابراهام لینکن» بېړۍ نه لیدنه وکړه او د بېړۍ سرتېري یې د امریکا امنیت ساتونکي وبلل.

ددغه لیدنې په اړه سټیو وېټکاف په خپله ایکس پاڼه لیکلي، «موږ له سمندري ځواکونو او بحري پوځیانو مننه وکړه، د الوتنو ژوندي عملیات مو وکتل او له هغه پیلوټ سره مو خبرې وکړې چې یوه ایراني بې‌پیلوټه الوتکه یې وویشتله، هغه الوتکه چې بېړۍ ته د نږدې کېدو پر مهال یې ښه نیت نه لاره.»

نوموړي زیاته کړې، چې د یادو سرتېرو ترڅنګ ولاړ دی، ځکه چې د امریکا ګټې ساتي، دښمنان مهاروي او نړۍ ته د امریکا پوځي چمتووالی او عزم ښيي.

د راپورونو له مخې، د «ابراهام لینکن» بېړۍ تېر کال نومبر کې له سن‌ډیاګو څخه د هند ارام سمندرګي سیمو ته روانه شوې او په جنورۍ میاشت کې منځني ختیځ ته رسېدلې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې امریکا او ایران په عمان کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړې وې.

د راپورونو له مخې، د امریکا دغه اقدامات د منځني ختیځ د ثبات او د ایران د احتمالي ګواښونو په وړاندې د ځواک څرګندونې دي، چې په سیمه کې د امنیت او پوځي چمتووالي په اړه نړیوالو ته پیغام ورکوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

عباس عراقچي: د امریکا د برید په صورت کې به په سیمه کې د هغوی اډې په نښه کړو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۰

له امریکا سره د ایران له مذاکراتو یوه ورځ وروسته امریکايي پلاوي د الوتکې لېږدونکې بېړۍ «ابراهام لینکن» څخه لیدنه وکړه او په «ځواک سره پر سولې» یې ټینګار وکړ، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، که امریکا پر ایران برید وکړي، تهران به په سیمه کې د امریکا اډې په نښه کړي.

د ایران او امریکا تر منځ دوه اړخیزې خبرې د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) په عمان کې ترسره شوې او دواړو لوریو وویل، چې په راتلونکې کې به دغه مذاکرات دوام ومومي.

په یادو مذاکراتو کې د ایران د پلاوي مشري عباس عراقچي کوله چې له عمان څخه د «الجزیرې مجمعې» په ۱۷مه غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته یې سفر وکړ او د قطر له لومړي وزیر سره په کتنه کې د ایران او امریکا تر منځ د وروستي ډیپلوماټیک تعامل په اړه راپور ورکړ.

عراقچي له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې وویل، په عمان کې د جمعې ورځې له «مثبت» مذاکراتو وروسته به دواړه لوري د اټومي پروګرام په تړاو غیر مستقیم خبرو ته دوام ورکړي.

هغه د احتمالي جګړې د پیلېدو په تړاو وویل: «پر امریکا برید شونی نه‌دی، خو موږ به په سیمه کې د هغوی اډې په نښه کړو». هغه ټینګار وکړ: «موږ به پر ګاونډیو هېوادونو برید ونه‌کړو، بلکې په هغو هېوادونو کې به د امریکا نظامي اډې په نښه کړو. په دغو دوو کې ډېر لوی توپیر شته».

عراقچي همداراز وویل، د تهران او واشنګټن تر منځ د بل پړاو خبرو لپاره نېټه نه‌ده ټاکل شوې، خو د امریکا ولسمشر اعلان کړی، چې بل پړاو خبرې به د راتلونکې اونۍ په پیل کې ترسره شي.

ډونالډ ټرمپ په سیمه کې د امریکا د نظامي حضور له تقویت وروسته، یو ځل بیا پر ایران د برید ګواښ وکړ او د یورانیم د غني کولو د پروسې او د بالسټیک توغندیو پروګرام د درېدو او همداراز په سیمه کې د وسله‌والو ډلو له ملاتړه د تهران د لاس په سر کېدو غوښتنه کړې ده.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا په ډاګه کړې، په هر ډول خبرو کې باید له ګواښ او فشار راوستلو ډډه وشي او زیاته کړې یې ده، چې تهران به یوازې د اټومي پروګرام په تړاو خبرې وکړي او د بلې هېڅ موضوع په اړه به له امریکا سره خبرې ونه‌کړي.

له دې سره سم، د اسراییل د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په واشنګټن کې له ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې له ایران سره د مذاکراتو په تړاو خبرې وکړي. د اسراییل د لومړي وزیر دفتر زیاته کړې، نتنیاهو غواړي، چې په هر ډول مذاکراتو کې باید د ایران د بالسټیک توغندیو پر پروګرام هم محدودیتونه ولګول شي.

په ورته وخت کې د امریکا ځانګړي استازي په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د شنبې په ورځ یې د الوتکې لېږدونکې له بېړۍ ابراهام لېنکن او نورو نظامي برخو لیدنه کړې او په «ځواک سره پر سولې» ټينګار کړی دی.

امریکا پلان لري چې د غزې د سولې پلاوي لومړۍ ناسته په واشنګټن کې جوړه کړي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د اکسیوس وېب‌پاڼې راپور ورکړی، چې سپینه مانۍ پلان لري څو د فبروۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه په واشنګټن کې د سولې په انسټیټیوټ کې د «غزې د سولې پلاوي» لومړۍ ناسته ترسره کړي. د یادې ناستې موخه د غزې د اوربند تړون د دویم پړاو پلي کول او د غزې لپاره د مرستو راټولول دي.

د غزې د سولې پلاوی دمګړی ۲۷ غړي لري او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې مشري کوي.

ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېسیون ته واک ورکړی، چې د غزې د اوربند د پلي کېدو څارنه وکړي او د حکومتدارۍ او بیارغونې په برخه کې کار وکړي.

اکسیوس راپور ورکړی، چې د ټرمپ ادارې د تېرې جمعې ورځې راهیسې د لسګونو هېوادونو له مشرانو سره اړیکې نیولي او هغوی یې د اوربند پر اجراییوي مسایلو او مرستو د خبرو لپاره دغې غونډې ته بللي دي.

یوې سرچینې اکسیوس ته ویلي: «تراوسه هېڅ هم نه دي بشپړ شوي، خو حکومت پلان لري او ګوري چې کوم مشران ګدون کولی شي».

اخوا اسراییلي چارواکو ویلي، ټاکل شوې ده چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتیاهو د فبروۍ په ۱۸مه له یادې ناستې څخه یوه ورځ مخکې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.

نتنیاهو د ټرمپ له‌خوا د اسراییل له پلاوي سره د یوځای کېدو بلنه منلې ده، خو تراوسه یې د هغه منشور نه دی لاسلیک کړی.

که څه هم د غزې د اوربند د تړون دوهم پړاو پیل شو، خو دېر ورو پلي کېږي.

اسراییل هوکړه کړې چې د غزې او مصر ترمنځ د رففح لاره پرانیززي، خو پر دغه لاره یوازې کم شمېر فلسطینیانو ته د تېرېدو اجاره ورکړل شوې ده.

د فلسطین لپاره یو تخینکي حکومت جوړ شوی، خو یاد حکومت لا هم غزې ته نه دی داخل شوی او له مصر څخه فعالیت کوي.

امریکا د افغان پناه‌غوښتونکي په برید کې په نښه شوو دوو سرتېرو ته پوځي مډال ورکوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰

امریکايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د ملي ګارد دوو سرتېرو ته به د «ارغواني زړه» پوځي مډال ورکړل شي. دا مډال به هغو سرتېرو ته ورکړل شي چې تېر کال د نومبر په میاشت کې د یوه افغان پناه‌غوښتونکي په وسله‌وال برید کې په نښه شوي وو.

د امریکا د ملي ګارد ۲۰کلنه سرتېرې،سارا بکسټروم، د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۲۶مه نېټه، د واشنګټن په ښار کې سپینې ماڼۍ ته نږدې، د رحمان‌الله لکنوال په نوم د یوه افغان پناه‌غوښتونکي د ډزو موخه وګرځېده او وروسته د سختو ټپونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اندرو وولف، چې د ملي ګارد بل غړی دی، په همدې برید کې ټپي شوی و او دا مهال د رغېدو په پړاو کې دی. د راپورونو له مخې، نوموړی به د روان کال په مارچ میاشت کې د سر د هډوکي د بیا رغونې جراحي عملیات ترسره کړي.

د امریکا د جګړې وزیر، پېټ هېګسټ، په دې اړه ویلي: «موږ یو سرتېری له لاسه ورکړ او بل د رغېدو په حال کې دی. دواړه به ډېر ژر د ارغواني زړه مډال ترلاسه کړي، ځکه چې د یوه افراطي کس له‌خوا پرې برید شوی دی.»

د «ارغواني زړه» مډال د امریکا له تر ټولو پخوانیو پوځي نښانونو څخه ګڼل کېږي او ریښه یې د امریکا د انقلاب دورې ته رسېږي. دا مډال لومړی ځل په ۱۷۸۲کال کې د جورج واشنګټن په نوښت، د «پوځي وړتیا نښان» تر نوم لاندې، هغو سرتېرو ته ځانګړی شو چې د خدمت پر مهال ټپیان یا وژل شوي وو.

د دې مډال اوسنی بڼه په ۱۹۳۲کال کې بیا راژوندۍ شوه او د امریکا د ولسمشر په نوم هغو پوځيانو ته ورکول کېږي چې د دښمن د اقدام له امله ټپیان یا وژل شوي وي.

د اوکراین ولسمشر: امریکا غواړي تر اوړي پورې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، امریکا غواړي مسکو او کیېف د روان کال تر اوړي موسم مخکې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلي زیلینسکي ویلي، اوکراین د واشنګتن هغه وړاندیز منلی چې له مخې یې د سولې د خبرو نوی پړاو ټاکل شوی او تمه ده تر راتلونکې اوونۍ پورې د امریکا د میامي په ښار کې ترسره شي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۸مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکا به پر روسیې او اوکراین فشار راوړي، څو دا ټاکلی مهالوېش ومني.

په اعلامیه کې راغلي: «امریکا غواړي جګړه تر روان اوړي مخکې پای ته ورسېږي. د کانګرس منځمهاله ټاکنې د امریکایانو لپاره مهمې دي. باید ساده‌ګومان کې ونه اوسو، هغوی غواړي هر څه تر جون میاشتې پورې بشپړ کړي.»

د اوکراین ولسمشرۍ دفتر زیاته کړې چې کیېف د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو مهالوېش لرونکی پلان وړاندې کړی، خو د دغه پلان نور جزیات نه دي خپاره شوي.

ایران د یوه افغان په ګډون ۵ کسان اعدام کړي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې ددغه هېواد حکومت د یو افغان په ګډون ۵ کسان د کرج ښار په قزل‌حصار زندان کې اعدام کړي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې، اعدام شوی افغان احمدفرهاد حیدري نومېده او د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی و. نوموړی شاوخوا شپږ کاله وړاندې نیول شوی و او د ایران د قضايي نظام له‌خوا د «قتل» په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و.

یاد سازمان ویلي، له دغو پنځو زندانیانو څخه څلور تنه د دلو په اتمه او یو تن یې د جدی په ۱۸مه نېټه اعدام شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، ایران د افغان زندانیانو د اعدام لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې ده.

د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران یوازې په ۲۰۲۵کال کې لږ تر لږه ۱۸۵۸کسان اعدام کړي دي، چې په دغو کې ۸۵تنه افغان زندانیان هم شامل دي.