• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مفتي عثماني: په پاکستان کې روان ترهګریز بریدونه د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته ناشوني دي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۸ GMT+۰

د طالبانو ملاتړي او د پاکستان نامتو دیني عالم مفتي محمد تقي عثماني وایي، په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو دوام دا ښيي چې «یو بهرنی ځواک» د دې بریدونو تر شا ولاړ دی او ټینګار کوي چې د هېواد د بې‌ثباته کولو پر ضد یوازینی اغېزمن حل، ملي یووالی او د ټولو دیني او سیاسي ډلو ګډ دریځ دی.

مفتي محمد تقي عثماني په ایکس لیکلي، هغه ترهګریز بریدونه چې په پرله‌پسې ډول په پاکستان کې ترسره کېږي، په ځانګړي ډول په بلوچستان کې وروستي منظم بریدونه، دا ثابتوي چې دا کړنې له بهرني ملاتړ پرته امکان نه لري.

هغه ویلي، لا د بلوچستان د بېلابېلو سیمو د بریدونو ټپونه تازه وو، چې په اسلام‌اباد کې «شرمناکه پېښه» رامنځته شوه، چې د ده په وینا د پاکستان د بې‌ثباته کولو د یوې منظمې دسیسې برخه ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د دې ډول دسیسو پر وړاندې مقابله یوازې د ملي یووالي له لارې شونې ده. مفتي تقي عثماني زیاته کړې، د هېواد د امنیت په څېر حساسو موضوعاتو کې باید «ټول دیني او سیاسي مکتبونه» خپل اختلافات یوې خواته کړي او په ګډه د دې ګواښ پر وړاندې ودرېږي.

هغه خبرداری ورکړی، که په ملي کچه یووالی رامنځته نه شي، نو دا ډول بریدونه به نه یوازې دوام وکړي، بلکې د هېواد پر ثبات به لا ډېر منفي اغېز ولري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: د اسلام‌اباد د جومات د برید طراح افغان وګړی دی

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۳ GMT+۰

پاکستاني چارواکي وايي، د اسلام‌اباد د شیعه‌وو پر جومات د وروستي خونړي برید اصلي طراح د افغانستان وګړی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې په ورځ وویل چې د یاد برید په تړاو څلور کسان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې نیول شوي دي.

محسن نقوي وویل چې د دې برید ټول ښکېل کسان، د اصلي طراح په ګډون، د سهار شاوخوا درې بجې د پولیسو د عملیاتو پر مهال ونیول شول. د هغه په وینا، په دې عملیاتو کې د پاکستان یو امنیتي سرتېری هم وژل شوی دی.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د برید طراح له داعش ډلې سره تړاو لري. نوموړي ادعا وکړه چې دا مهال شاوخوا ۲۱ترهګرې ډلې، د تحریک طالبان پاکستان او داعش په ګډون، له افغانستان څخه فعالیت کوي.

محسن نقوي د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ زیاتېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «پخوا به دوی ۵۰۰ډالر ترلاسه کول، خو اوس ۱۵۰۰ډالر اخلي. دا ښکاره ده چې څوک یې بودیجه زیاتوي.»

هغه ادعا وکړه چې دا ډلې د هند له‌خوا تمویلېږي او زیاته یې کړه چې پاکستان به دا بهیر ودروي.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه نیونې د نوښار او پېښور په سیمو کې د دوو جلا استخباراتي عملیاتو پر مهال ترسره شوې دي، خو د نیول شویو کسانو هویت نه دی افشا شوی.

په اسلام اباد کې د مرګوني چاودنې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۰

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا ایالت کې د اسلام اباد په شیعه وو جومات کې د مرګوني چاودنې په تړاو د څلورو کسانو د نیولو اعلان وکړ. یوې پاکستاني امنیتي سرچینې رویټرز ته وویل چې دا کسان د دوو جلا استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا کسان په اسلام اباد کې د خدیجه الکبرای جومات د مرګوني چاودنې یوه ورځ وروسته د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

د جمعې د لمانځه پر مهال په برید کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۷۱ کسان ټپیان شول.

بریدګر لومړی ډزې پیل کړې او بیا یې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

داعش د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وویل، چې د دې برید پلان او روزنه په افغانستان کې د داعش لخوا ترسره شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکو ورته تورونه تکرار کړي دي، دا هغه ادعاوې دي چې د افغان طالبانو لخوا تل رد شوي دي.

افغان طالبانو دا برید وغانده او دا یې «د اسلامي او انساني ارزښتونو پر ضد» وباله.

اېمل ولي خان: په پاکستان کې وروستي خونړي بریدونه د استخباراتو جدي ناکامي په ګوته کوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، چې په بلوچستان کې وروستۍ پېښې په هیڅ ډول غیر معمولي نه دي او ګواښونه لاهم شتون لري. هغه زیاتوي، چې په یو وخت کې پراخ بریدونه د پاکستان د استخباراتي ادارو جدي ناکامي په ګوته کوي.

د عوامي نشنل ګوند د پاچا خان مرکزي دفتر نن شنبه، د سلواغې پر ۱۸مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې اېمل ولي خان د افراطیت او ترهګرۍ د ټولو ډولونو په وړاندې خپل مخالفت څرګند کړې او خپل دريځ ته به ادامه ورکوي.

نوموړی په دې باور دی، چې پوځي عملیات د مسلې حل نه دی او هغه نیوکه وکړه، چې د تېرا پوځي عملیاتو پرېکړه د ایالتي حکومت په مشوره شوي دي.

دا نیوکې په داسې حال کې کېږي، چې بلوچستان کې د پلوڅو بېلتون غوښتونکو او تېره ورځ د اسلام اباد د جومات بریدونو وروسته سیاسي شخصتونو د پاکستان پر استخباراتي ادارو باندې سختې نیوکې کړي دي او هغوي یې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې ناکامه بللي دي.

حافظ حمدالله: د پاکستان امنیتي ستونزې د کورنیو ناکامیو پایله ده نه د «افغانستان ترهګري»

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام لوړپوړی مشر او پخوانی سناتور، حافظ حمدالله، په دغه هېواد کې د وروستیو امنیتي پېښو په اړه د امنیتي او استخباراتي ادارو پر فعالیتونو جدي پوښتنې راپورته کړي دي. هغه ویلي، د پاکستان امنیتي ستونزې د کورنیو ناکامیو پایله ده نه د «افغانستان ترهګري»

هغه په خپلې وروستي وینا کې د پاکستان د حکومت هغه ادعاوې چې تل افغانستان د ناامنیو لپاره مسوول بولي، له ننګ سره مخ کړې. هغه په ټینګار سره وویل:«که ترهګر له افغانستان څخه راځي، نو زه پوښتنه کوم چې ولې دغه ترهګر ایران یا چین ته نه ځي؟ ولې دا ترهګري یوازې زموږ په برخلیک کې لیکل شوې ده؟»

حمدالله د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د څرګندونو په اړه وویل چې هغه ویلي و: «هېوادونه چې پوځ ونه لري، د سوریې او لبنان په څېر کېږي.» حمدالله په ځواب کې وویل:«موږ د نړۍ لومړۍ پوځ، لومړني استخباراتي ځواک (ای ایس ای) او اټومي ځواک لرو. که ټول ځواکونه لرو، نو ولې موږ د سوریې او لبنان په وضعیت کې یو؟ ولې هره ورځ زموږ په سړکونو د جنازو مراسم ترسره کېږي؟»

هغه زیاته کړه چې د عدالت غږ په پاکستان کې خاموشېږي:«موږ د جسدونو ترلاسه کولو څخه نه وېرېږو، بلکې د دې څخه وېرېږو چې د پوښتنو کولو په خاطر سزا ونه ګورو.»

حمدالله ټینګار وکړ چې د خلکو د وینې د مطالبه کولو حق لري او په دې لار کې له هېڅ چا نه وېرېږي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې، چې په اسلام اباد کې د داعش له وروستي ځانمرګي برید وروسته د پاکستان چارواکو بیا د افغانستان پر ضد تورونه لګولي دي. حمدالله چې خپله د کوټې اوسېدونکی دی، باور لري چې د پاکستان امنیتي ستونزې د کورنیو ناکامیو او مدیریتي نیمګړتیاوو له امله رامنځته شوې، نه د ګاونډیو هېوادونو د کړنو له امله.

ریچارډ بنېټ راتلونکې اوونۍ په لاهور کې د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت وینا کوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۰

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ وايي، د پاکستان په لاهور ښار کې یوې غونډې ته د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په تړاو خبرې کوي. بېنټ به د پاکستان د بشري حقونو فعالې عاصمه جهانګیر په یاد جوړې شوې غونډه کې د ګډون ترڅنګ وینا هم وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ نن شنبه، د سلواغې پر ۱۸مه د پاکستان د بشري حقونو مخکښې فعالې یوه خبره په اېکس کې له خپل یادښت کې لیکلي، چې «زه به د خلکو د اساسي حقونو په اړه جوړجاړی ونه کړم»

د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګې پورته له زده کړو محرومې کړي دي او د مېرمنو پر کار کولو یې بندیز لګولی دی.