• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صالح: که پاکستان د اسلام اباد د برید طراح نه شي تعقیبولی نو د دومره ستر پوځ ګټه څه ده

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۷ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح په اسلام اباد کې د شیعه وو په یوه جومات کې د شوي ځانمرګي برید په غبرګون کې ویلي، چې که پاکستان د برید اصلي طراح په اړه کره شواهد لري نو چې هر چیرته وي، تعقیب دې یې کړي. صالح لیکلي:«که نه نو، د دومره لوی پوځ ګټه څه ده؟»

امرالله صالح نن یکشنبه، د سلواغې پر ۱۹مه په اېکس کې لیکلي، چې په پاکستان کې چارواکو اعلان کړی، چې دوی د فبروري په ۶مه په اسلام اباد کې د ترهګریز برید تر شا اصلي طراح نیولی دی او که ریښتیا وي نو تعقیب دې یې کړي.

هغه لیکلي:« که ریښتیا وي نو دا کره شواهد ، یا د ټوپک ګرم میل دی. اوس چې تاسې د هغو کسانو په اړه کره شواهد لرئ چې د پلازمېنې په زړه کې یې لمونځ کوونکي ووژل، نو پوځ بسیج کړئ او هغوی تعقیب کړئ،که هر څوک او هر چېرې وي.»

امرالله صالح پاکستان ته په خطاب کې ویلي، چې «ستاسې ټوپکونه دې غوسه ښکاره کړي، نه ستاسو ټویټونه».

له برید یوه شپې وروسته د پاکستان امنیتي ادارو ادعا وکړه، چې د اسلام اباد وروستي برید طراح په ګډون د هغوی ۴ همکاران یې د عملیاتو پرمهال نیولی دي ، خو وروسته یې وویل چې بریدګر افغان نه دی ، خو افغانستان ته یې سفرونه کړي دي.

ددغه برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخېستی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې د ۵۳۷ میلیونه افغانیو زاړه بانکنوټونه سوځولي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۸ GMT+۰

د افغانستان بانک، چې دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړی چې ۵۳۷میلیونه او ۷۴۶زره افغانۍ زاړه او مندرس بانکنوټونه یې په هرات ولایت کې سوځولي دي.

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه بانکنوټونه نن یکشنبه، د سلواغې په ۱۹مه، په هرات ولایت کې په یوه ځانګړي ځای کې له منځه یووړل شول.

د خبرپاڼې له مخې، سوځول شوي بانکنوټونه د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰افغانیو له بېلابېلو ډولونو څخه وو، چې د ډېرې کارونې له امله زاړه او د استفادې وړ نه وو .

د بانک لپاره د طالبانو دویم مرستیال ملا محمد اخوند ویلي چې د مندرس بانکنوټونو پر ځای به نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شي، څو خلک وکولای شي پرته له ځنډه خپلې ورځنۍ معاملې او راکړه ورکړه وکړي.

نوموړي له خلکو غوښتي چې افغاني بانکنوټونه سم وساتي.

د ملګرو ملتونو چارواکې: په پاکستان کې افغان کډوال له جدي حقوقي محدودیتونو سره مخ دي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپا کېنډلر په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرداری ورکړی او د هغوی د حقونو د خوندیتوب پر اړتیا یې ټینګار کړی. هغې ویلي، افغان کډوال په پاکستان کې له بنسټیزو حقوقو بې برخې دي او له امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

کېنډلر دا څرګندونې د پاکستان په لاهور ښار کې د «اساسي حقونو زوال او سرحدي مقاومت» تر سرلیک لاندې په یوه کنفرانس کې کړې دي.

هغې په خپلو خبرو کې د افغان کډوالو د حقوقي ملاتړ او انساني کرامت په خوندي ساتلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ملګرو ملتونو اداره له خپلو شریکانو سره په همکارۍ د افغان کډوالو د حقونو د خوندي کولو هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو او اخراج عملیات لا پسې زیات او چټک کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۵کال کې لږ تر لږه ۲.۸میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې په دې کې ۱.۸میلیونه له ایران او شاوخوا ۹۳۰زره له پاکستان څخه شړل شوي دي.

ملګرو ملتونو په ټینګار سره غوښتنه کړې چې افغان کډوال باید په پاکستان کې د قانوني ملاتړ او خوندي چاپېریال تر چتر لاندې وساتل شي.

ملا برادر: افغانستان «د زقوم ونه» ده او نوزیږي ماشومان یې نه شي هضمولای

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال عبدالغني برادر وايي چې «افغانستان د زقوم ونې په څېر دی» او د پاکستان له نوم یادولو پرته یې ویلي، چې «نوي زېږېدلي ماشومان یې نه شي هضمولی». هغه وايي چې دې ونې د امپراتوریو مرۍ هم ور ترخې کړې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن یکشنبه، د سلواغې پر ۱۹مه د طالبانو د ملي دفاع وزارت اړوند نظامي پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل (رض) نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې په فراغت غونډه کې وویل، چې د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره لازمه ده، چې هیوادونه د یو او بل ارزښتونو او حریمونو ته درناوی ولري.

ملا برادر له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې دې له افغانستان سره د تعامل هڅه وکړي او هغه انرژي او امکانات، چې د یو او بل په تخریب ضایع کېږي، ښه ده چې د یو او بل په ملاتړ او د مشترکو ټکو په پیاوړي کولو مصرف شي.

د روان کال د تلې پر ۷مه، پاکستان پر کابل هوايي برید وکړ، چې د دغه هیواد او طالبانو ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې.

له هغه وروسته قطر او ترکیې د کړکیچ د کنټرول لپاره هڅې پیل کړې. که څه هم په دوحه او استانبول کې د افغان طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د خبرو اترو درې پړاوونه د دواړو خواوو ترمنځ اوربند ته ورسیدل خو د دواړو خواوو ترمنځ لاهم ستونزې اوارې نه دي.

ملا عبدالغني برادر وویل، چې دوی د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې په سیمه ییز او نړیوال مشارکت باور لري او د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هیواد سره تعامل ته ژمن دي.

هغه زیاته کړه: «افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني. خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي. تاریخ ګواه دی چې دا هېواد غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده؛ د سترو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، نو زیږي ماشومان به یې هېڅکله هضم نشي کړای.»

ملا عبدالغني برادر وویل چې په نږدې ورځو کې به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکتورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یو تر پنځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي.

نوموړي زياته کړه، په دې سره به له یوه لوري نوي سکتورونه پرمختګ وکړي او له بل لوري به د هیواد په اقتصادي وده او خودکفایۍ کې پام وړ اغېز ولري.

ملا برادر وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته جدي لارښوونه شوې چې د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د توزیع پروسه ګړندۍ او لازم امکانات ورته برابر کړي.

د بشري حقونو څار بنسټ: طالبانو له ۲۰۲۵ کال راهیسې پر ښځو، نجونو او رسنیو فشارونه زیات کړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو له ۲۰۲۵ کال اهیسې پر ښځو او نجونو خپل محدودیتونه لا پسې زیات کړي او هم‌مهاله یې د رسنیو ازادي هم په بې‌ساري ډول محدوده کړې ده.

د راپور له مخې، طالبانو نوي سخت قوانین نافذ کړي چې د ښځو د تګ راتګ، کار کولو او زده‌کړو ته د لاسرسي مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو دا وضعیت «جنسیتي اپارتاید» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا کړنې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.

همداراز، د جرمونو نړیوالې محکمې په جولای میاشت کې د طالبانو د ځینو لوړپوړو مشرانو پر ضد د ښځو د ځورونې په تور د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.

راپور همدارنګه وايي، چې طالبانو د رسنیو پر فعالیتونو نوي محدودیتونه لګولي، یو شمېر خبریالان او منتقدین یې په خپل‌سري ډول نیولي او د «اخلاقي قوانینو» تر نامه لاندې یې خلک تعقیب کړي دي. د بهرنۍ مرستې د کمېدو له امله، د رسنیو مالي ستونزې هم زیاتې شوې او د خبریالانو شمېر راکم شوی دی.

د بشري حقونو د څار بنست ټینګار کړی، چې په ۲۰۲۵کال کې د بهرنۍ مرستې د کمښت او د میلیونونو افغان کډوالو د جبري راستنېدو له امله د افغانستان بشري ناورین لا ژور شوی دی.

د راپور په وینا، تر ۲۲میلیونو ډېر خلک د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ دي چې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي.

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو فشارونه زیات کړي، له افغان ولس سره بشري مرستې دوامداره وساتي، د افغانستان د بشري حقونو د څېړنې خپلواک میکانیزم ملاتړ وکړي او هغه افغان کډوال په زور بېرته ستانه نه کړي، چې د ځورونې او مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د لګښتونو کمولو نوی بدیل؛ په سمنګان کې د ۷۵ ځوانو جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۰

په داسې حال کې چې لوړولګښتونواو اقتصادي ستونزود افغانستان د زرګونو ځوانانو د ودونو مخه نیولې، په ډله ییزه توګه د واده مراسم په دې وروستیو کې د بدیلې حل لارې په توګه مخ پر دود کېدو دي. په همدې لړ کې په سمنګان ولایت کې ۷۵ځوانو جوړو په ډله‌ییزه توګه د واده مراسم ترسره کړي دي.

دغه مراسم د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ناوې او زوم د کورنیو په حضور کې ترسره شوي.

د ګډونوالو په وینا، د دې پروګرام موخه د هغه ټولنیز فشار کمول دي چې ډېری ځوانان یې د کلونو لپاره د واده له حقه محروم کړي دي.

تنظیموونکو ویلي، ډله‌ییز ودونه کولی شي د هغو ناوړه دودونو پر وړاندې عملي بدیل وي چې واده یې د سیالیو، پورونو او درنو لګښتونو په یوه بوج بدل کړی دی.

د دوی په باور، اسانه واده نه یوازې د کورنۍ بنسټ پیاوړی کوي، بلکې د بې‌کارۍ، رواني فشارونو او ټولنیزو ستونزو د زیاتېدو مخه هم نیسي.