• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ننګرهار او سمنګان کې د ټرافیکي پېښو له امله ۷ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۰

په ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې د دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو له امله ۷ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي. لومړۍ پېښه په سمنګان کې تېره شپه او دویمه پېښه نن شپه په ننګرهار کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه نن شپه (یکشنبه د سلواغې ۱۹مه) شاوخوا ۸نیمې بجې د تورخم- جلال‌اباد پر لویه لاره په ثمرخېلو سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې پېښه کې چې د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې، ۳ کسان مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي.

له دې سربېره تېره شپه (شنبه د سلواغې ۱۸مه) د سمنګان په رباطک کوتل کې د ورته ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه او ۵ نور ټپيان شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اقتصاد وزیر: موسسې دې د بشري مرستو ترڅنګ پر پراختیايي پروژو هم تمرکز وکړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د کاتولیکانو خیریه خدمتونو ادارې له مشر سره د لېدنې پر مهال له افغانان سره د نړۍوالو بشري مرستو د دوام او اغېزمنتیا په اړه خبرې کړي او غوښتنه یې کړې، چې د بشري مرستو تر څنګ دې پر پراختیايي پروژو هم تمرکز وکړي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د کاتولیکانو خیریه خدمتونو ادارې له مشر باشان کلاهان سره د لېدنې پر مهال د بشري مرستو د دوام په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کاتولیکانو خیریه خدمتونو ادارې مسوولینو له طالب وزیر سره په بلخ او کندوز کې د کرنې او مالدارۍ، نغدي مرستو او د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کوچنیو کاروبارونو په تړاو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړي دي.

طالبانو ویلي، چې یادې خیریه ادارې د افغانستان نورو ولایتونو ته د خپلو فعالیتونو د غځولو او د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

په ورته مهال د طالبانو د اقتصاد وزیر له موسسو او خیریه بسټونو غوښتنه کړې، چې د بشري مرستو د دوام تر څنګ دې پر پراختیايي پروژو هم تمرکز وکړي.

حنیف ویلي، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره یې ۲۵ ښارګوټي جوړ کړي، خو یاد ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو، د کورونو جوړولو، روغتونونو، ښوونځيو او نورو خدماتو ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي، چې خیریه موسسې دې په یادو برخو کې خپلې همکارۍزیاتې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې لسګونه بهرنۍ موسسې او خیریه بنسټونه په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کوي، خو اړمن کسان بیا وايي، چې یادې مرستې ورته بسنه نه‌کوي او د ډېرو او پر ځای مرستو هیله لري. له دې سره سم، موسسې سملاسي مرستو ته لومړیتوب ورکوي او پراختیايي پروژو ته چندانې پام نه‌لري.

طالبانو په ننګرهار کې ۴ کسان د مردارو چرګانو د پلور په تور نیولي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، په جلال‌اباد ښار کې یې ۴ کسان د مردارو چرګانو د پلور په تور نیولي دي. د دوی په وینا، دغو کسانو یاد مردار چرګان پر خلکو او هوټلونو پلورل.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) وویل، دغه کسان د جلال‌اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د زاړه ګمرک ترڅنګ په یوه کباړخونه کې په داسې حال کې نیول شوي، چې خلکو او ځینو هوټلونو ته یې مردار شوي چرګان د پلور لپاره برابرول.

د نوموړي په وینا، له یادو کسانو شاوخوا ۱۸۰۰ مردار چرګان هم ترلاسه شوي دي.

ویل کېږي یادو کسانو پر خپلو کړنو اعتراف کړی او تر څېړنو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

فضل الرحمان: عجیبه ده چې د افغانستان یو انار پاکستان ته نه‌شي راتلای نو ترهګر څنګه راځي؟

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسیو ته په غبرګون کې د پوښتنې په ډول مطرح کړې، دا عجیبه نه ده، چې د افغانستان یو انار پاکستان ته نه‌شي راتلای نو ترهګر څنګه راتلای شي؟

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) په راولپېنډۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسیو توندې نیوکې کړې دي.

نوموړي د پاکستان حکومت ته په اشاره ویلي: «هر پاکستانی دا پوښتنه لري، چې د ظاهر شاه له وخته بیا تر اوسنیو طالبانو ولې پاکستان له افغانستان سره جوړ نه‌شي راتلای، بېلابېل خلک، د کمونېستانو، جهادیانو، طالبانو او نورو حکومتونه راغلل او لاړل، خو بیا هم ولې د پاکستان پالیسي د افغانستان پر وړاندې ناکامه ده؟».

نوموړي د پاکستان د هغو ادعاوو په اړه چې ترهګر له افغان خاورې په پاکستان کې وسله‌وال بریدونه کوي زیاته کړه: «که ترهګر له افغانستان څخه راځي، خو مخه یې ونیسئ، ويې وژنئ. جالبه ده، چې د افغانستان یو انار د پاکستان لوري ته نه‌شي راتلای، ساړه او ګرم نه‌شي راتلای او ترهګر راتلای شي».

تر دې مخکې طالبانو هم د پاکستان د حکومت او پوځ دغه ډول ادعاوې ناسمې بللي او ویلي یې دي، چې له افغانستان څخه هېڅ وسله‌واله ډله د ګاونډیو هېوادونو پر ضد فعالیت نه‌لري.

مولانا فضل الرحمان همدارنګه ویلي، چې دغه ډول بهانې او ادعاوې د پاکستان د حکومت پر ناکامه بهرنیو پالیسیو دلالت کوي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنۍ او بې ثباتۍ هم د پاکستان د داخلي ناسمو پالیسو پایله ده او اوس د یادو ناسمو پالیسیو له امله بریدونه تر اسلام‌اباده رسېدلي دي.

طالبان: د هلکانو جامې اغوستونکې هلمندۍ نجلۍ بېرته خپل کور ته ستنه شوې ده

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۰

طالبان وايي هغه نجلۍ چې په هلمند کې د هلکانو د جامو اغوستلو له امله نیول شوې وه او د اعتراف ویډیو یې خپره شوې، بېرته خپل کور ته ستنه شوې ده. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه په خپل لومړني غبرګون کې ویلي چې دا پېښه شاوخوا دوه نیم کاله پخوا رامنځته شوې وه.

ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې په هغه وخت کې د یادې نجلۍ له کورنۍ سره مرسته شوې، نجلۍ خپل کور ته ستنه شوې او هغه کسان چې د نوموړې د اعتراف ویډیو یې ثبت کړې وه، نیول شوي او بندي شوي دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې په دې وروستیو کې د یوې نجلۍ چې د هلکانو جامې یې اغوستې وې د اجباري اعتراف ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

په ویډیو کې نجلۍ وایي چې د خپلې کورنۍ او خویندو د ساتنې لپاره اړ شوې ده د هلکانو جامې واغوندي او کار وکړي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو بنسټونو د یادې پېښې په تړاو اندېښنه ښودلې او د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې د چلند په اړه یې پوښتنې راپورته کړې وې.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې د دقیق وخت، د نجلۍ د اوسني وضعیت او د نیول شویو کسانو د هویت او سزا په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

د طالبانو هوا پوهنې ادارې په ۲۷ ولایتونو کې د واورې ورېدو او ورښتونو اټکل کړی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ریاست وایي چې سبا دوشنبه د سلواغې پر ۲۰مه د هېواد په ۲۷ولایتونو کې د درنو واورو ورېدو او د سختو ورښتونو اټکل شوی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نورستان، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، بغلان، سمنګان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، فراه، هرات، غور، بادغیس، فاریاب او سرپل ولایتونه به د ورښتونو شاهد وي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د واورو او ورښتونو ترڅنګ د چټکو بادونو اټکل هم شوی دی.

د طالبانو د هوا پوهنې ریاست خلکو ته سپارښتنه کړې چې په دې ورځو کې له اړتیا پرته له کوره له وتلو ډډه وکړي او له موټر چلونکو یې غوښتي چې په ځانګړې توګه په غرنیو او لوړو سیمو کې احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.