• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي په څه کم اته کاله بند محکومه شوه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۰

د بشري حقونو د ایرانۍ فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي وکیل مصطفی نیلي ویلي، چې د مشهد محکمې د نوموړي موکله د «د راټولېدنو او جوړجاړي» او همداراز «تبلیغاتي فعالیتونو» په تړاو پر اووه نیم کاله بند محکومه کړې ده.

د نرګس محمدي وکیل ویلي، چې نوموړې د دوو کلونو لپاره له هېواد څخه له وتلو منع شوې او د دوو کلونو لپاره د خسف ښار ته تبعید شوې ده.

مصطفی نیلي زیاته کړې، چې د مشهد انقلابي محکمې د یکشنبې په ورځ د «سلواغې ۱۹مه» د نرګس محمدي قضیه وڅېړله او د هغې لپاره یې د سزا ورکولو پرېکړه وکړه.

د نرګس محمدي وکیل په ډاګه کړې، چې نوموړې په دوو جلا جلا قضیو کې په شپږ او یو نیم کال بند محکومه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د نرګس محمدي روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی، هغه درې ورځې وړاندې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې، خو وروسته بېرته زندان ته اچول شوې ده.

د بشري حقونو فعاله او د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د ۴۶ کلن وکیل او د بشري حقونو مدافع خسرو علي کورددي په ویاړ جوړو شویو مراسمو کې ونیول شوه.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د هلکانو جامې اغوستونکې هلمندۍ نجلۍ بېرته خپل کور ته ستنه شوې ده

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۰

طالبان وايي هغه نجلۍ چې په هلمند کې د هلکانو د جامو اغوستلو له امله نیول شوې وه او د اعتراف ویډیو یې خپره شوې، بېرته خپل کور ته ستنه شوې ده. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه په خپل لومړني غبرګون کې ویلي چې دا پېښه شاوخوا دوه نیم کاله پخوا رامنځته شوې وه.

ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې په هغه وخت کې د یادې نجلۍ له کورنۍ سره مرسته شوې، نجلۍ خپل کور ته ستنه شوې او هغه کسان چې د نوموړې د اعتراف ویډیو یې ثبت کړې وه، نیول شوي او بندي شوي دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې په دې وروستیو کې د یوې نجلۍ چې د هلکانو جامې یې اغوستې وې د اجباري اعتراف ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

په ویډیو کې نجلۍ وایي چې د خپلې کورنۍ او خویندو د ساتنې لپاره اړ شوې ده د هلکانو جامې واغوندي او کار وکړي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو بنسټونو د یادې پېښې په تړاو اندېښنه ښودلې او د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې د چلند په اړه یې پوښتنې راپورته کړې وې.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې د دقیق وخت، د نجلۍ د اوسني وضعیت او د نیول شویو کسانو د هویت او سزا په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

د ایران پوځ لوی درستیز: د امریکا پر وړاندې د اوږدمهاله جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لرو

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۰ GMT+۰

د ایران پوځ لوی درستیز، عبدالرحیم موسوي، نن د یکشنبې په ورځ (سلواغې ۱۹مه) ویلي چې ایران د امریکا پر وړاندې د اوږدمهاله جګړې لپاره بشپړ او لازم چمتووالی لري.

نوموړي ټینګار کړی چې سره له دې پوځي چمتووالي، تهران د سیمې د جګړې د پیلولو هېڅ نیت نه لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د امریکا پلاوي له ایران سره تر مذاکراتو یوه ورځ وروسته د «ابراهام لینکلن» جنګي بېړۍ څخه لیدنه وکړه او د «قدرت له لارې سولې» پر سیاست یې ټینګار وکړ. د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز له لوري، امریکا ته په اشارې سره ویل شوي: «موږ دښمن له نږدې څارو او د هر ډول شرارت پر وړاندې د قاطع ځواب لپاره چمتو یو.»

عبدالرحیم موسوي همداراز د جګړې اوږدمهالو پایلو ته په اشارې وویل چې دا ډول جګړې به د سیمې د پرمختګ او ثبات بهیر زیانمن کړي او د دې پایلې به د امریکا او اسراییلو پر غاړه وي، او هغه یې «جګړه‌پارونکي» وبلل.

نوموړي مخکې هم خبرداری ورکړی و چې «ایران به هېڅکله د جګړې پیل کوونکی نه وي، خو د خپل ملي امنیت، حیاتي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا د قاطع دفاع په برخه کې به هېڅ ډول شاته تګ ونه کړي.»

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر: یوازې ټرمپ کولی شي جګړه ودروي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، انډري سیبیها، وایي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې په روانو خبرو کې پاتې تر ټولو ستونزمن مسایل یوازې هغه وخت حل کېدای شي چې د کیېف او مسکو مشران مخامخ سره وګوري. د هغه په وینا، یوازې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې جګړې د درولو توان لري.

ښاغلي سیبیها په یوه مرکه کې ویلي چې د ۲۰مادو له سولېز طرحې، چې د وروستیو درې‌اړخیزو مذاکراتو بنسټ و، یوازې څو محدودې مسلې لا هم حل شوې نه دي.

د هغه په وینا، دا موضوعات باید د دواړو هېوادونو د رهبرانو په کچه وڅېړل شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ځمکنۍ بشپړتیا په ګډون پر اساسي مسایلو لا هم د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلاف شته. روسیه غواړي د ختیځ دونېڅک پاتې شاوخوا ۲۰سلنه سیمه هم تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو کیېف دغه غوښتنه په کلکه رد کړې ده.

اوکراین همداراز د زاپوریژیا د اټومي برېښناکوټ د کنټرول غوښتنه کوي؛ دا برېښناکوټ چې د اروپا تر ټولو لوی اټومي تاسیسات بلل کېږي، دا مهال د روسیې تر اشغال لاندې سیمو کې موقعیت لري.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې درې‌اړخیزو خبرو دوهم پړاو دا اوونۍ په ابوظبي کې ترسره شو. سره له دې چې په دغو خبرو کې د پام وړ پرمختګ ونه شو، خو د پنجشنبې په ورځ د ۳۱۴جنګي اسیرانو تبادله وشوه.

سعودي عربستان له هسپانوي شرکت څخه ۲۰ چټک اورګاډي پېري

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د هسپانیا د ټرانسپورټ وزیر او تالګو شرکت نن د یکشنبې په ورځ وویل، چې سعودي عربستان د ۲۰ نویو چټکو اورګاډو د پېرلو قرارداد ورسره لاسلیک کړی دی. د سعودي عربستان د اورګاډي سیستم له ۲۰۱۸ کال راهیسې د تالګو شرکت اورګاډي کاروي.

تالګو په یوه اعلامیه کې وویل چې یاد تړون د ۱،۳۳ میلیارده ډالرو په ارزښت دی، چې په دې توګه د تالګو ټول قراردادونه نږدې ۶میلیارده یورو ته رسېږي.

په دغه تړون کې د اورګاډو د ساتنې او تخنیکي خدمتونو برخه هم شامله ده.

دغه تړون د هسپانیا د رېل پټلۍ سکتور مهم ملاتړ ګڼل کېږي، ځکه دغه سکتور تېره میاشت قرطبې (کوردوبا) ښار ته نږدې د اورګاډي د ټکر له امله سخت زیانمن شوی و.

په یاده پېښه کې ۴۶کسان مړه شول.

د هسپانیا د ترانسپورت وزیر اوسکار پوانته دا تړون پر خپل اېکس د یوه پوسټ له لارې وستایه.

روسیه وايي چې په مسکو کې پر جګپوړي روسي جنرال د برید عامل یې له دوبۍ رالېږدولی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۰

د روسیې امنیتي چارواکو او پلټونکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې یو اوکرایني الاصله روسی چې د روسیې د استخباراتو پر مرستیال په برید کې ښکیل دی، له دوبۍ نه مسکو ته لېږدول شوی.

ډګر جنرال ولادیمیر الکسییف د جمعې په ورځ د مسکو په شمال کې د ولوکولامسک پر لویه لار په یوه اپارتماني ودانۍ کې د بې غږه مکاروف تومانچې په دریو ډزو ویشتل شوی و، خو له عملیاتو وروسته اوس هغه بېرته په سد شوی او خبرې کولای شي.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې ویلي، چې د لیوبومیر کوربا په نامه یو روسی وګړی په دوبۍ کې د یاد برید د ترسره کولو په شک نیول شوی دی.

روسي رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې د فدرالي امنیتي خدماتو پټمخي افسران پکې په تیاره کې له یوې وړې الوتکې څخه یو سړی بدرګه کوي. د یاد کس پر سترګو پټۍ تړل شوې.

یادې ادارې ویلي چې دوی د نوموړي دوه نور همکاران هم پېژندلي دي، چې دواړه روسي وګړي دي.

د پلټونکو په وینا، یو یې ویکتور واسین په مسکو کې نیول شوی، خو بله یې زینایده سیریبریتسکایا اوکراین ته تښتېدلې ده.

رویټرز وايي، ونه توانېد چې د شکمنو کسانو په اړه معلومات په خپلواکه توګه تایید کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان څخه د شکمن کس په نیولو کې د همکارۍ له امله مننه کړې ده.

متحده عربي اماراتو د کوربا د نیولو د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

روسیې په برید کې اوکراین ښکیل ګڼلی، خو اوکراین خپله ښکیلتیا رد کړې ده.