د طالبانو د دفاع وزارت: ګاونډیان دې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وایي، چې ځینې ګاونډي هېوادونه او چارواکي یې بې ځایه اندېښنې لري چې ګواکې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي. نوموړی وايي، دغه هېوادونه دې د اندېښنو او تورونو پر ځای خپل امنیت پخپله ټینګ کړي.