ایراني او طالب چارواکو د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي
په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري سره د سرحدي همکاریو د دوام او پیاوړتیا په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال کاظم غریبابادي د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د سرحدي اسنادو او نښو پر بیارغونې او نوي کولو ټینګار کړی دی.
یاد طالب او ایراني چارواکو د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په تړاو د ګډو تخنیکي او حقوقي ناستو پر دوام او چټکتیا هم هوکړه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو لورو د هوکړې لهمخې به د ایران او طالبانو د لوړپوړو سرحدي چارواکو راتلونکې ناسته په ۱۴۰۵ کال کې د ایران په کوربتوب ترسره شي.
د افغانستان او ایران تر منځ سرحد شاوخوا ۹۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او ایران پروسږکال د دغه سرحد د تړلو لپاره د دېوال جوړولو چارې پیل کړې او ویل کېږي پر شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره یې دېوال جوړ کړی دی.
تهران د دغې چارې موخه ایران ته د «ترهګرو او نشهيي توکو د قاچاقچیانو» له ننوتلو مخنیوی په ګوته کړی او چارواکو یې ویلي، چې دا کار به په یوه اته کلنه موده کې بشپړه شي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په سرحدي سیمو کې د طالبانو او ایراني ځواکونو تر منځ هم څو ځلي نښتې هم شوي او له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او بشري سرغړونو په اړه د یوناما وروستی راپور بېبنسټه دی او له خلکو یې غوښتي چې پر دغه ډول راپورونو باور ونهکړي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا «یوناما» لهخوا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د درې میاشتني راپور په ردولو سره ویلي، چې د ښځو او نارینهوو پر وړاندې د خپل سرو نېونو او تاوریخوالي هېڅ اقدام نهدی ترسره شوی.
سیف السلام خیبر زیاته کړې: «هېڅ داسې اقدام نهدی تر شوی او نه به چاته اجازه ورکول شي، چې په هغه کې د ښځو او نارینهوو پر وړاندې خپل سري نیونې، تاوتریخوالی او یا هم ناوړه چلند ترسره شوی وي».
نوموړي له خلکو غوښتنه کړې، چې د یوناما او نورو بنسټونو په دغه ډول راپورونو دې باور نهکوي.