افغان ایواک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغان ځانګړې کډوالۍ ویزوپروګرام نه دی لغوه شوی، خو د ویزو صدور، د قضیو پرېکړه او د افغان متحدینو انتقال په بشپړه یا جزوي بڼه درول شوی دی. د دې بنسټ په وینا، دا حالت د اداري ځنډ له امله نه، بلکې د مشخصو سیاسي پرېکړو پایله ده.
اعلامیه څرګندوي، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ملي امنیت اړوند فرمانونو پر بنسټ، افغان وګړو ته د ویزو ورکړه، د ایس ای وي ویزو په شمول، ځنډولې ده. تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له لومړۍ نېټې، د افغانایس ای ويځانګړي واحد د هغو غوښتنلیکونو په اړه هم پرېکړې درولې، چې د «چیف اف مېشن» (COM) تایید ته رسېدلي وو.
د افغان ایواک د معلوماتو له مخې، تر اګست ۲۰۲۵ پورې، شاوخوا ۱۷۸ زره او ۱۱۰ کسان د COM رسمي تایید ترلاسه کړی، چې له دې ډلې ۳۳ زره او ۸۸۳ تنه اصلي غوښتونکي او ۱۴۴ زره او ۲۲۷ تنه د هغوی د کورنیو غړي دي، خو لا هم نه دي مرکې ته بلل شوي او نه ورته ویزې ورکړل شوې دي.
اعلامیه زیاتوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه، امریکا ټولټال ۷۷ زره او ۲۳۲ د SIV ویزې صادرې کړې دي، چې یوازې ۱۷ زره او ۴۷۳یې اصلي غوښتونکو ته رسېدلې دي. افغان ایواک ټینګار کوي، چې دا شمېرې ښيي ستونزه د امنیتي پلټنو نه، بلکې د ویزو د کمښت او سیاسي انتخابونو ده.
په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې د ټرمپ د ادارې لهخوا د «انډورینګ ویلکم»د انتقال پروګرام درول، او وروسته په واشنګټن کې د دوو ساتونکو تر وژل کېدو وروسته د افغان ویزو د بهیر کنګل کېدل، هغه مهم اجرایي ګامونه وو چې د افغان متحدینو د انتقال بهیر یې په ټپه ودراوه.
افغان ایواک د امریکا پر کانګرس هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې قانون جوړونکو څلور اساسي ګامونه نه دي اخیستي.
اعلامیه خبرداری ورکوي، چې د دې بنبست له امله زرګونه افغان متحدین اوس هم په افغانستان، درېیمو هېوادونو او یا له قانوني بېثباتۍ سره مخ چاپېریالونو کې بند پاتې دي، له خپلو کورنیو بېل شوي او د غچ اخیستنې له جدي ګواښ سره مخ دي، سره له دې چې د امریکا حکومت لهخوا وار له مخه تصدیق او تایید شوي دي.
افغان ایواک په پای کې ټینګار کوي، چې د دې ستونزې حل یوازې هغه وخت ممکن دی، چې کافي ویزې، فعال د انتقال مېکانېزم، د داخلېدو اجازه ورکوونکي سیاستونه او سیاسي اراده په یو وخت کې موجود وي؛ هغه شرایط چې د بنسټ په وینا، دا مهال سره نه یوځای کېږي.