• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر: یوازې ټرمپ کولی شي جګړه ودروي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، انډري سیبیها، وایي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې په روانو خبرو کې پاتې تر ټولو ستونزمن مسایل یوازې هغه وخت حل کېدای شي چې د کیېف او مسکو مشران مخامخ سره وګوري. د هغه په وینا، یوازې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې جګړې د درولو توان لري.

ښاغلي سیبیها په یوه مرکه کې ویلي چې د ۲۰مادو له سولېز طرحې، چې د وروستیو درې‌اړخیزو مذاکراتو بنسټ و، یوازې څو محدودې مسلې لا هم حل شوې نه دي.

د هغه په وینا، دا موضوعات باید د دواړو هېوادونو د رهبرانو په کچه وڅېړل شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ځمکنۍ بشپړتیا په ګډون پر اساسي مسایلو لا هم د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلاف شته. روسیه غواړي د ختیځ دونېڅک پاتې شاوخوا ۲۰سلنه سیمه هم تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو کیېف دغه غوښتنه په کلکه رد کړې ده.

اوکراین همداراز د زاپوریژیا د اټومي برېښناکوټ د کنټرول غوښتنه کوي؛ دا برېښناکوټ چې د اروپا تر ټولو لوی اټومي تاسیسات بلل کېږي، دا مهال د روسیې تر اشغال لاندې سیمو کې موقعیت لري.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې درې‌اړخیزو خبرو دوهم پړاو دا اوونۍ په ابوظبي کې ترسره شو. سره له دې چې په دغو خبرو کې د پام وړ پرمختګ ونه شو، خو د پنجشنبې په ورځ د ۳۱۴جنګي اسیرانو تبادله وشوه.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

سعودي عربستان له هسپانوي شرکت څخه ۲۰ چټک اورګاډي پېري

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د هسپانیا د ټرانسپورټ وزیر او تالګو شرکت نن د یکشنبې په ورځ وویل، چې سعودي عربستان د ۲۰ نویو چټکو اورګاډو د پېرلو قرارداد ورسره لاسلیک کړی دی. د سعودي عربستان د اورګاډي سیستم له ۲۰۱۸ کال راهیسې د تالګو شرکت اورګاډي کاروي.

تالګو په یوه اعلامیه کې وویل چې یاد تړون د ۱،۳۳ میلیارده ډالرو په ارزښت دی، چې په دې توګه د تالګو ټول قراردادونه نږدې ۶میلیارده یورو ته رسېږي.

په دغه تړون کې د اورګاډو د ساتنې او تخنیکي خدمتونو برخه هم شامله ده.

دغه تړون د هسپانیا د رېل پټلۍ سکتور مهم ملاتړ ګڼل کېږي، ځکه دغه سکتور تېره میاشت قرطبې (کوردوبا) ښار ته نږدې د اورګاډي د ټکر له امله سخت زیانمن شوی و.

په یاده پېښه کې ۴۶کسان مړه شول.

د هسپانیا د ترانسپورت وزیر اوسکار پوانته دا تړون پر خپل اېکس د یوه پوسټ له لارې وستایه.

روسیه وايي چې په مسکو کې پر جګپوړي روسي جنرال د برید عامل یې له دوبۍ رالېږدولی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۰

د روسیې امنیتي چارواکو او پلټونکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې یو اوکرایني الاصله روسی چې د روسیې د استخباراتو پر مرستیال په برید کې ښکیل دی، له دوبۍ نه مسکو ته لېږدول شوی.

ډګر جنرال ولادیمیر الکسییف د جمعې په ورځ د مسکو په شمال کې د ولوکولامسک پر لویه لار په یوه اپارتماني ودانۍ کې د بې غږه مکاروف تومانچې په دریو ډزو ویشتل شوی و، خو له عملیاتو وروسته اوس هغه بېرته په سد شوی او خبرې کولای شي.

د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې ویلي، چې د لیوبومیر کوربا په نامه یو روسی وګړی په دوبۍ کې د یاد برید د ترسره کولو په شک نیول شوی دی.

روسي رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې د فدرالي امنیتي خدماتو پټمخي افسران پکې په تیاره کې له یوې وړې الوتکې څخه یو سړی بدرګه کوي. د یاد کس پر سترګو پټۍ تړل شوې.

یادې ادارې ویلي چې دوی د نوموړي دوه نور همکاران هم پېژندلي دي، چې دواړه روسي وګړي دي.

د پلټونکو په وینا، یو یې ویکتور واسین په مسکو کې نیول شوی، خو بله یې زینایده سیریبریتسکایا اوکراین ته تښتېدلې ده.

رویټرز وايي، ونه توانېد چې د شکمنو کسانو په اړه معلومات په خپلواکه توګه تایید کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان څخه د شکمن کس په نیولو کې د همکارۍ له امله مننه کړې ده.

متحده عربي اماراتو د کوربا د نیولو د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

روسیې په برید کې اوکراین ښکیل ګڼلی، خو اوکراین خپله ښکیلتیا رد کړې ده.

د بشري حقونو څار بنسټ: طالبانو له ۲۰۲۵ کال راهیسې پر ښځو، نجونو او رسنیو فشارونه زیات کړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د بشري حقونو د څار بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو له ۲۰۲۵ کال اهیسې پر ښځو او نجونو خپل محدودیتونه لا پسې زیات کړي او هم‌مهاله یې د رسنیو ازادي هم په بې‌ساري ډول محدوده کړې ده.

د راپور له مخې، طالبانو نوي سخت قوانین نافذ کړي چې د ښځو د تګ راتګ، کار کولو او زده‌کړو ته د لاسرسي مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو دا وضعیت «جنسیتي اپارتاید» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا کړنې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.

همداراز، د جرمونو نړیوالې محکمې په جولای میاشت کې د طالبانو د ځینو لوړپوړو مشرانو پر ضد د ښځو د ځورونې په تور د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.

راپور همدارنګه وايي، چې طالبانو د رسنیو پر فعالیتونو نوي محدودیتونه لګولي، یو شمېر خبریالان او منتقدین یې په خپل‌سري ډول نیولي او د «اخلاقي قوانینو» تر نامه لاندې یې خلک تعقیب کړي دي. د بهرنۍ مرستې د کمېدو له امله، د رسنیو مالي ستونزې هم زیاتې شوې او د خبریالانو شمېر راکم شوی دی.

د بشري حقونو د څار بنست ټینګار کړی، چې په ۲۰۲۵کال کې د بهرنۍ مرستې د کمښت او د میلیونونو افغان کډوالو د جبري راستنېدو له امله د افغانستان بشري ناورین لا ژور شوی دی.

د راپور په وینا، تر ۲۲میلیونو ډېر خلک د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ دي چې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي.

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو فشارونه زیات کړي، له افغان ولس سره بشري مرستې دوامداره وساتي، د افغانستان د بشري حقونو د څېړنې خپلواک میکانیزم ملاتړ وکړي او هغه افغان کډوال په زور بېرته ستانه نه کړي، چې د ځورونې او مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د ۲۰۲۵ کال په وروستیو دریو میاشتو کې ۱۴ پخواني افغان نظامیان وژل شوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا «یوناما» په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې‌ میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر ډسمبر میاشتې پورې د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۴تنه نظامیان وژل شوي دي.

د یوناما د موندنو له مخې، په همدې موده کې د پخواني حکومت د نظامیانو او چارواکو پر وړاندې لږ تر لږه ۲۸ د خپل سرو نیونو، اووه د شکنجې او بد چلندۍ پېښې ثبت شوې دي.

په راپور کې راغلي، چې یو شمېر قربانیان هغه کسان وو چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته نوي راستانه شوي وو.

یوناما ویلي، د لیندي میاشتې په ۱۸مه، د پروان ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ کې په جلا جلا پېښو کې دوه کسان چې له پخواني حکومت سره یې تړاو درلود او تازه له ایران څخه راستانه شوي وو، نامعلومو وسله‌والو په ډزو ووژل. د راپور له مخې، له وژل شویو کسانو څخه یو تن د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت کارکوونکی و او بل د یوه پخواني نظامي د تره زوی و.

د راپور له مخې، د پخواني حکومت ګڼ شمېر نظامیان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران ته تللي وو. یوناما زیاتوي چې ایران د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال، یو شمېر پخواني نظامیان هم بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي، چې ځینې یې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ شوي دي.

په همدې راپور کې یوناما د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د کړنو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یوناما په وینا، د ۲۰۲۵کال له اکتوبر څخه تر دسمبر پورې، د دې وزارت محتسبانو لږ تر لږه ۵۲۰کسان په «خپل سري ډول» نیولي دي.

راپور زیاتوي چې په همدې موده کې د ښځو او سړیو پر وړاندې د بد چلندۍ لږ تر لږه ۵۰ پېښې ثبت شوې دي، چې ډېری یې د ږیرې یا ویښتانو د لوېدیځ په سټایل جوړول، د موسیقۍ غږولو یا اورېدو او د حجاب د مقرراتو د نه مراعتولو په تور شوې دي.

یوناما د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۱۹مه،په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د محتسبانو له لوري د موسیقۍ۶۵۷الاتو سوځول، د دغه ډول کړنو یوه بېلګه بللې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی خبرداری ورکوي چې د پخواني حکومت د نظامیانو هدفي وژنو، شکنجې او خپل سرو نیونو او همدارنګه د عامو خلکو پر شخصي ژوند سختو محدودیتونو، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا پسې خراب کړی او د وېرې فضا یې پراخه کړې ده.

تاجک چارواکي: په ۲۰۲۵ کال کې د تاجکستان-افغانستان پوله کې ۱۷ وسله‌والې نښتې شوې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۰

د تاجکستان د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې ادارې رییس ظفر صمد ویلي، په تېر ۲۰۲۵ کال کې د تاجکستان امنیتي او پوځي ځواکونو د افغانستان له پولې سره نږدې ۱۷ وسله‌والې نښتې کړې دي، چې په ترڅ کې یې دوه تاجک سرتېري او لس افغانان وژل شوي دي.

ظفر صمد ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ شپږ وسله‌والې نښتې شوې وې، چې درې افغان قاچاقبران پکې وژل شوي وو.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نشه‌یي توکو کشف او ضبط کچه هم لوړه شوې ده. د نوموړي په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې ۲۷۴۲ کیلو ګرامه نشه‌یي توکي نیول شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴ کال کې دا اندازه ۱۸۲۴ کیلو ګرامه وه.

هغه ټینګار کړی چې د افغان نشه‌یي توکو کشف نږدې یو ټن زیاتوالی ښيي، او دا د تاجکستان امنیتي ځواکونو هڅې او د پولې د ساتنې موثریت څرګندوي.