پاکستان د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ په نړۍوال جام کې له هند سره لوبې کولو ته غاړه کېښوده

د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام د سیالیو په چوکاټ کې د هند د کرېکټ ملي ټیم سره د لوبې کولو موافقه کړې ده. ټاکل شوې ده، چې دا لوبه د ۱۴۰۴ کال د سلواغې ۲۶مه په سریلانکا کې ترسره شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې ده، چې پاکستان تر دې وړاندې د جیوپولیټیکي کړکېچونو له امله له خپل دودیز سیال سره د لوبې د بایکاټ هوډ درلود. خو د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ له خپل پخواني دریځ څخه په شا شو او د دغې حساسې لوبې ترسره کېدو ته یې شین څراغ وښود.
د هند او پاکستان ترمنځ لوبې تل د کرېکټ په نړۍ کې یو له تر ټولو زیاتو نندارچیانو لرونکو او حساسو سیالیو څخه ګڼل کېږي او په شل اوریز نړۍوال جام کې د دې دواړو لوبډلو مخامخ کېدل په ټوله نړۍ کې د میلیونونو مینهوالو پام ځان ته اړوي. اوس د اسلاماباد په تازه پرېکړې سره، د دې لوبې د ترسره کېدو پر وړاندې کوم خنډ نه دی پاتې او تمه کېږي، چې دا لوبه د پلان لهمخې په سریلانکا کې ترسره شي.
