له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو د تحریک بنسټګر ملامحمد عمر ته نږدې کسان وایي، چې د هغه په نوم پيل شوې پروژې لاهم نیمګړې پاتې دي او د طالبانو د اوسني مشرتابه له لوري ورته لازمه پاملرنه نه کېږي؛ خو برعکس د ملاهبت په ګډون ډېرو طالب چارواکو په زیاته بودجه په خپل نوم مدرسې او جوماتونه جوړ کړي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د کندهار په ښار او شاوخوا سیمو کې د ملامحمد عمر په نوم پيل شوې پروژې لکه جامع عمر، مرکزي عیدګاه او د هغه سرای چې د «ملا صاحب په سرای» مشهور دی له کلونو راهیسې پر خپل حال ولاړې دي او د بیاجوړونې، رغونې او پراختیا کارونه یې په عملي ډول درېدلي دي.
ملامحمد عمر ته نږدې یو کس چې دامهال کومه رسمي دنده نهلري د خپلو معلوماتو له مخې وایي، چې د دغه پروژو لپاره څو ځله بودجه منظوره شوې؛ خو بیا هم د کار د پيل اجازه نهده ورکړل شوې.
نوموړي زیاته کړې: «د دفاع وزارت له لوري د جامع عمر او مرکزي عیدګاه لپاره څو ځلې پيسې منظور شوې؛ خو سره له دې نه عملي کار پيل شوی او نه د پيل اجازه ورکول کېږي». د سرچینو په وینا؛ دغه وضعیت پوښتنه راپورته کوي، چې ایا ستونزه د امکاناتو ده او که د پرېکړه نیولو په کچه قصدي ځنډ دی.
د جامع عمر د رغونې لپاره په بېلابېلو پړاونو کې سلګونه مېلیونه افغانۍ بودجه منظور شوې؛ خو دغه پروژه لا هم په ټپه ولاړه ده. سرچینو ویلي، چې د دغه تاریخي او سمبولیکې پروژې ځنډ یوازې تخنیکي یا اداري ستونزه نه؛ بلکې د طالبانو د مشرتابه په کچه قصدي بېپروايي او سیاسي اختلافات دي.
د معلوماتو له مخې؛ د پخواني جمهوري نظام پر مهال د جامع عمر لپاره دوه ځله بودجه منظور شوې وه، یو ځل سل مېلیونه افغانۍ او وروستي ځل په ۲۰۱۸کال کې ۱۵۰ مېلیونه افغانۍ وه. د دې ترڅنګ د کندهار له سوداګرو څخه هم یو فیصده مالیه د همدې جامع د رغونې لپاره اخیستل کېده.
د جامع له قراردادیانو څخه یو تن چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «پیسې موجودي وې؛ خو کارونه قصدا ورو ساتل کېدل چې بیا په ټپه ودرېدل».
نوموړي زیاته کړې: «دغه پیسې وروسته جهادي مدرسو ته ولېږدول شوې، ځکه د جامع عمر په جوړولو کې هیڅ جدي لېوالتیا نهوه». ملا یعقوب ته نږدې سرچینې دا موضوع نوره هم جدي ګڼي او وايي، تر لومړي ځل بودجې وروسته ۵۰ مېلیونه افغانۍ نورې د طالبانو د دفاع وزارت له لوري ځانګړې شوې؛ خو د جامع عمر د بشپړېدو کار بیا هم پیل شو. د سرچینو په وینا؛ دغه پیسې هم د بېلابېلو پلمو تر شا له اصلي موخې واړول شوې او جهادي مدرسو ته وسپارل شوې.
سرچینه زیاتوي: «پیسې د جامع لپاره منظورې شوې وې؛ خو په شعوري ډول بل لور ته ولېږدول شوې. دا نور د سهوې خبره نهده، دا تصمیم دی دلته ځینو مشرانو دا پیسې په داسې شکل جهادي مدرسو ته وسپارلې چې ګواکې هغه پروژې تر هر څه مهمې دي او بودجه یې کمه ده».
د سرچینو په خبره؛ دغه وضعیت د طالبانو د مشر ملاهبت الله او د دفاع وزیر ملامحمد یعقوب ترمنځ له ژورو اختلافاتو سره تړاو لري. د دوی په وینا؛ ملا یعقوب اوس دې پایلې ته رسېدلی، چې ملاهبت الله د هغه د پلار ملا عمر په نوم د پيل شوو پروژو د بشپړېدو هیڅ اراده نهلري: «د دواړو ترمنځ اړیکې ډېرې سړې دي، دواړه ډېر کم سره ګوري او دغه سوړوالی مستقیم د ملا عمر پر میراث اغېز کړی دی».
کندهار لویه عیدګاه جومات چې د ملا محمد عمر له وخت راهیسې یې کارونه نیمګړي پاتې دي
په داسې حال کې چې د ملامحمد عمر په نوم پروژې نیمګړې پاتې دي ځایي سرچینې وایي، چې په کندهار کې د طالبانو د اوسني مشر او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو له لوري نوې مدرسې، جامع ګانې او نور تاسیسات جوړ شوي یا د جوړېدو په حال کې دي.
سرچینو د بېلګې په توګه یادونه کوي، چې د کندهار ښار د لسمې حوزې اړوند د کومانډو په سیمه کې چې دولتي ځمکه ده او خپله د طالبانو مشر هبتالله د کورنۍ د اوسېدو ځای هم دی؛ یو لوی باغ کښل شوی او د هبتالله اخوندزاده له لوري یوه لویه مدرسه او جامع پرې جوړېږي، چې تر ډېره یې کارونه بشپړ شوي.
دوی وایي، دا کار له یوې خوا د دولتي ځمکې د کارونې په اړه پوښتنې راولاړوي او له بلې خوا دا احساس پیاوړی کوي چې د ملامحمد عمر په نوم پخوانیو پروژو ته ولې لومړیتوب نه ورکول کېږي؟
د دفاع وزارت د مرستیال ملا فاضل مظلوم مدرسه
په ورته وخت کې د دغه ډلې د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل مظلوم د کندهار ښار په ۷مه حوزه کې د زاړه ښار د تاريخي منډیګک کلا څنګ ته په دوو کلونو کې یوه مدرسه څو ځله ونړوله او له سره یې ورغوله؛ خو د ملا عمر د جامع او عیدګاه لپاره بیا هم بودجه نه ځانګړې کېږي.
د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ملا برادر جامع او مدرسه
همدارنګه د ځینو سرچینو په وینا؛ د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده او د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب ترمنځ اړیکې هم د بحث وړ دي. دوی وایي، که اړیکې پیاوړې وای نو د ملایعقوب د پلار په نوم نیمګړې پروژې به د لومړیتوب په توګه بشپړې شوې وای.
د یادونې وړ ده، چې جامع عمر د پخواني جمهوریت پر مهال تر یو بریده جوړه شوې وه؛ خو کار یې نیمګړی پاتې شو او تر اوسه هم نهدی بشپړ شوی. همدارنګه د کندهار مرکزي عیدګاه لاهم سپېره ولاړه ده او د بیا رغونې کوم عملي اقدام پهکې نه ترسترګو کېږي.