لبنان کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله لږترلږه شپږ کسان مړه شوي دي

د لبنان په طرابلس ښار کې د یکشنبې په ورځ «د سلواغې ۱۹مه» د یوې ودانۍ د نړېدو له امله لږترلږه شپږ کسان مړه، اووه ټپیان او ګڼ نور تر خاورو لاندې بندپاتې دي. د طرابلس ښاروال عبدالحمید کریمه په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې د کنډوالو لاندې د بند پاتو کسانو شمېر لاروښانه نهدی.
