• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د درملو بیې ۴۰ سلنه لوړې شوې دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل په کابل کې د درملتونونو له مسوولینو سره خبرې کړې او وروستۍ بیې ښيي، چې د ځینو اړینو شربتونو او درملو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې دي. د درملتونونو د مسوولانو په وینا، د ځینو درملو بیې ۴۰ سلنه لوړې شوې دي.

امکلاو-ډي ایس شربت (۶۰ ملی لیتره)، یو انټي بیوټیک چې د باکتریایي انتاناتو درملنې لپاره کارول کیږي، له ۶۱ افغانیو څخه ۱۰۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.

سیفیګیټ ډي ایس شربت (۲۰۰ ملی ګرامه/۵ ملی لیتره)، یو انټي بیوټیک چې د مختلفو انتاناتو درملنې لپاره کارول کیږي، او دغه راز د پوستکي او تنفسي انتاناتو لپاره هم وړاندیز کیږي، له ۷۲ افغانیو څخه ۱۰۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.

کوزوم-اي شربت، د ټوخي ضد درملو او د معافیت سیسټم د لوړوونکو ترکیب چې د زکام او تنفسي انتاناتو نښې کمولو لپاره هم کارول کیږي، له ۲۷ افغانیو څخه ۶۵ افغانیو ته لوړ شوی دی.

وینټولین (سالبوټامول + ګوایفینسین)، یو برونکډیلیټر چې د سالنډۍ او تنفسي ستونزو درملنې لپاره کارول کیږي، له ۳۳ افغانیو څخه ۶۵ افغانیو ته لوړ شوی دی او اوس په ډیری درملتونونو کې کم دی.

د ټری میټابول (۱۵۰ ملی لیتره) یو شربت چې د انتاناتو درملنې او د معافیت سیسټم د پیاوړتیا لپاره کارول کیږي، له ۵۳ افغانیو څخه ۸۵ افغانیو ته لوړ شوی دی.

د اجیکسي-کلاو (۶۲۵ ملی ګرامه)، یو انټي بیوټیک چې د منځنۍ او شدیدې باکتریایي انتاناتو درملنې لپاره کارول کیږي، له ۵۰ افغانیو څخه ۷۵ افغانیو ته لوړ شوی دی.

د کابل د یو درملتون یو تن مسوول وویل:«ډیری درمل کم شوي او ناروغان، کورنۍ او طبي کارمندان له ستونزو سره مخ دي.»

یو بل درمل پلورونکي وویل، چې هیڅ هیواد نه دی توانیدلی چې د پاکستان په پرتله د درملو بدیل شي.

په روان کال لړم میتاشت کې د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته امر وکړ، چې د درملو د واردولو لپاره بدیلې لارې ومومي. هغه خبرداری ورکړ،چې د پاکستان د سرحدي لارو تړل د بازار او عامو خلکو لپاره ستونزې رامنځته کوي.

ملا برادر د درملو واردوونکو څخه وغوښتل، چې د دریو میاشتو په اوږدو کې له پاکستان سره خپلې ټولې کړې معاملې ختمې کړي او بدیلې لارې ومومي.

له هغه وخت راهیسې طالب چارواکو هند، ترکیې، ایران او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته سفرونه کړي؛ خو تر اوسه یې د درملو د بیې د راټیټولو لپاره کومه لاره نه ده موندلې.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او ایران استازي د سرحدي نښو د تثبیت په تړاو په تهران کې غونډه کوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌ابادي د طالبانو د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر مولوي نورالله نوري سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې، دواړو لوریو د روانو همکاریو بهیر مثبت ارزولی او د سرحدي سندونو او نښو د نوي کولو، همدارنګه د ګډو تخنیکي او کاري ناستو د چټکتیا پر اړتیا یې هوکړه کړې ده.

په دې اړیکه کې دواړو چارواکو د سرحدي مسایلو د حل لپاره د دوامدارې همغږۍ پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ګډې هڅې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ستونزو د کمېدو لامل شي.

د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې ده چې د ایران او طالبانو د لوړو سرحدي چارواکو بله ګډه غونډه به په ۱۴۰۵لمریز کال کې د ایران په کوربه توب ترسره شي.

فوزیه کوفي په لاهور کې: له طالبانو سره تعامل د تېرې ۳۰ کلنې تېروتنې تکرار دی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۰

د افغانستان د ولسي جرګې مخکینۍ غړې فوزیه کوفي په لاهور کې یوې غونډو ته په خبرو کې له طالبانو د پاکستان اوږدمهاله ملاتړ تېروتنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له دې ډلې سره بې قید او شرطه تعامل د تېرو ۳۰ کلنو تېروتنو تکرارول دي.

کوفي په لاهور کې د عاصمه جهانګیر په شپږمه کلنۍ غونډه کې، چې د پاکستان نورو سیاستوالو او څیړونکو پکې ګډون کړی و، وویل چې په پاکستان کې د ناامنۍ زیاتېدو اصلي لامل له طالبانو د اسلام اباد د ملاتړ پالیسۍ دي او اوس خلک د دې ملاتړ بیه ورکوي.

هغې زیاته کړه چې د تېرو درې لسیزو په ترڅ کې طالبانو په پاکستان کې څرګند مرکزونه درلودل او خپل فعالیتونه یې هلته ترسره کول. کوفي په پاکستان کې د طالبانو د غړو د کورنیو او د هغوی د سوداګریزو فعالیتونو یادونه هم وکړه. نوموړې وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو څو ځله پاکستان ته د دې موضوع په اړه خبرداری ورکړی و.

کوفي په خپله وینا کې په پاکستان کې د ناامنۍ د ډېرېدو په اړه وویل چې طالبان او نورې افراطي او وسله‌والې ډلې د پاکستان او د سیمې د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ جوړوي.

هغې خبرداری ورکړ چې «له یوې ډلې سره بې بریده تعامل د هغې تېروتنې تکرارول دي چې پایله مو یې لیدلې ده».

کوفي د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم وویل چې دې ډلې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي او په عملي توګه یې له ابتدایي انساني او ټولنیزو حقوقو محرومې کړې دي.

په غونډه کې د پاکستان د مالیې او عوایدو چارو کې د دولت وزیر بلال اظهر کیاني د دوحې تړون پر بنسټ ټینګار وکړ چې د یوه ټولشموله سیاسي بهیر پیل او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو نه کېدو تضمین، د دغه تړون له بسنټیزو ژمنو څخه دي.

هغه وویل، سره له دې چې لوړپوړو پاکستاني پلاویو څو ځله افغانستان ته سفر کړی او پاکستان له طالبانو سره تعامل کړی، خو دده په وینا، «ټولې هڅې ناکامې شوې دي.» نوموړي ادعا وکړه چې د طالبانو رژیم له خپلو ژمنو څخه شاته شوی او د همکارۍ تمایل نه لري.

د طالبانو امربالمعروف وزیر وايي چې د طالبانو اداره «د ملت پلار» دی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ددې ډلې اداره د «ملت پلار» دی. هغه وویل:« تاسې ملت یاست او د ملت او حاکم ترمنځ نظام داسې دی لکه د زوی او پلار اړیکه». حنفي همدراز وویل چې ملت مکلف دی چې د طالبانو اوسنی حکومت ومني.

د طالبانو امربالمعروف وزارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۲۰مه وویل، چې ددغه وزارت وزیر خالد حنفي د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند په اماراتو ښارګوټي کې د یو جومات د بنسټ اېښودنې په مراسمو کې وویل، چې ددوی ټولې ادارې د خلکو پر مخ پرانېستې دي او خلک کولای شي خپلې ستونزې شريکې کړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د طالبانو ادارې مکلفې دي چې خلکو ته اساسي اسانتیاوې برابرې کړي او حقونه یې ورکړي.

نوموړی ادعا کړې، چې ددې ډلې هر وزیر له ولس څخه دی او نظام د ولس دی او د دوی په منځ کې هیڅ توپیر نشته.

که څه د طالبانو په دې واکمنۍ کې له ولس او رسنیو د شکایت حق اخیستل شوی دی خو د طالبانو امربالمعروف وزیر وايي، چې ولس کولای شي شکایت وکړي.

حنفي وايي د طالبانو واکمنۍ کې منکرات او وحشت له بېخه ختم شوی دي.

طالبانو په افغانستان کې له شپږمه پورته له نجونو د زده کړو او میرمنو څخه د کار حقونه اخیستي خو د طالبانو امربالمعروف وزیر وايي، چې میرمنو ته دوی څومره حق ورکړی د ځمکې پر مخ یو نظام هم نه دی ورکړی.

حنفي ټینګار کوي، چې دوی به مېرمنو ته حق ورکوي خو معیار به یې اسلام، شریعت، قران او سنت وي.

طالبانو ایران ته د ناقانونه تګ له امله په یوه اونۍ کې ۱۷۵۵ کسان نیولي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د ۲۰۷الفاروق قول اردو مسوولان وايي، چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې یې په هرات ولایت کې ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال ۱۷۵۵ کسان نیولي دي.

د طالبانو د ۲۰۷الفاروق قول اردو په وینا، د دې قول اردو ځواکونو هغه کسان نیولي چې غوښتل یې د هرات له لارې په غیرقانوني ډول نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران ته واوړي.

دغه کسان د هرات په غوریان او کهسان ولسوالیو کې نیول شوي دي.

په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې یاد کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته بېرته خپلو اړوندو سیمو ته لېږدول شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ویلي و چې طالبان هڅه کوي د کډوالۍ هغه لاملونه له منځه یوسي چې خلک هېواد پېښودو ته اړباسي.

ایران ته د افغانانو ناقانونه تګ په داسې حال کې چټک شوی چې په هېواد کې پراخ فقر، بېکاري او اقتصادي رکود د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.

طالبانو په کاپيسا او زابل کې څلور تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې دې ډلې په کاپیسا او زابل ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو ویلي چې دا کسان د غلا په تور له ۲۰ څخه تر ۳۵ دُرې وهل شوي او هر یو یې په دوه کاله بند محکوم شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ په جلا جلا مطبوعاتي اعلامیو کې د دې کسانو ته سزاګانې ورکړي دي.

د طالبانو ادارې یوازې په تیره اونۍ کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې شاوخوا ۹۰ کسان په دُرو وهلي دي.

په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو نږدې هره ورځ په عام محضر کې وګړو ته د بدني سزا ورکولو راپورونه ورکړي دي.

دا ډله تورنو کسانو ته د بدني سزا ورکول د "اسلامي قانون" له مخې بولي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو سازمانونو په دوامداره توګه له طالبانو غوښتنه کړې چې بدني سزا ورکول ودروي، خو دې ډلې دا غوښتنې له پامه غورځولې دي.