• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش: د اسراییل تازه اقدامات د دوو دولتونو د حل لارې پروړاندې خنډ جوړوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوترېش د اسراییل د هغو تازه اقداماتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې له‌مخې یې د اشغال شوې لویدېځې غاړې په اې‌اوبي سیمو کې د لا نورو ځمکو غصب ته لاره هواروي. هغه خبرداری ورکړی، د اسراییل دغه چاره د دوو دولتونو د حل لارې پروړاندې خنډ جوړوي.

د اسراییل امنیتي کابینې پرون (یکشنبه د سلواغې ۱۹مه) داسې طرحه تصویب کړه، چې پر بنسټ یې د لوېدیځې غاړې په اې‌او‌بي سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د کنټرول زیاتېدو او د ښارګوټو اوسېدونکو له لوري د لا ډېرو ځمکو غصبولو ته لار هواریږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوشنبې په ماخوستن (د سلواغې ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسراییل پر یادو اقداماتو د ژورې خواشینۍ له څرګندولو سربېره خبرداری ورکړ: «د اسراییل د دې پرېکړې په ګډون په ځمکه کې روان اوسنی مسیر د دوو دولتونو د حل لارې امکان کمزوری کوي».

ګوترېش ټينګار کړی، چې د ختیځ بیت‌المقدس په ګډون په لوېدیځه غاړه کې ټول اسراییلي ښارګوټي او له هغوی سره تړلی رژیم او بنسټيزې اسانتیاوې غېرقانوني دي او د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو او نړۍوالو قوانینو سرغړونه بلل کېږي.

هغه زیاته کړې: «په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د اسراییل د پرله‌پسې حضور په ګډون دغه ډول اقدامات، نه یوازې بې‌ثباته کوونکي دي، بلکې لکه څنګه چې د نړۍوالې محکمې (International Court of Justice) له‌خوا یادونه شوې ناقانونه هم دي».

هغه د اسراییل له لوري د یادې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اسراییل دغه پرېکړه ګواښوونکې بللې او په ډاګه کړې یې ده، چې دا د اسراییل له لوري د ښارګوټو جوړولو او د ځمکو غصب ته د قانوني بڼه ورکولو یوه ښکاره هڅه ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د برېتانیا شهزاده د سعودي عربستان له ولیعهد سره وکتل

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۰

د برېتانیا د پاچا زوی شهزاده ویلیام سعودي عربستان ته خپل درې ورځنی رسمي سفر پيل کړ او د دوشنبې په ورځ یې د دې هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل. د دغه رسمي سفر موخه د برېتانیا او سعودي عربستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.

دا لیدنه وروسته له هغې ترسره کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې د بریټانیا د مالیې وزیر سعودي عربستان ته سفر کړی و. په دغه سفر کې د سوداګرۍ او پانګونې هغه تړونونه لاسلیک شول چې ارزښت یې ۶.۴ میلیارده پونډه (نږدې ۸.۷۱ میلیارده امریکايي ډالر) ښودل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې شهزاده ویلیام په دغه سفر کې د سعودي عربستان د اقتصادي اصلاحاتو، کلتوري پروژو او چاپېریالي نوښتونو په تړاو په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

شهزاده ویلیام تر دې وړاندې هم د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې د محمد بن سلمان د لندن د رسمي سفر پر مهال، ورسره لیدلي وو.

اته اسلامي هېوادونو د لوېدیځې غاړې په اړه د اسراییل کړنې وغندلې

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۰

د سعودي عربستان، ترکیې، مصر، اردن، اندونیزیا، پاکستان، قطر او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطین د لوېدیځې غاړې په اړه د اسراییل وروستۍ کړنې «غیرقانوني» بللې او په کلکه یې غندلې دي.

په دې ګډه اعلامیه کې، چې نن د دوشنبې په ورځ، د سلواغې ۲۰مه خپره شوې، ویل شوي چې اسراییل هڅه کوي د فلسطین پر خاوره خپل حاکمیت وتپي او د ناقانونه مېشت ځایونو د پراخولو له لارې د لوېدیځې غاړې غیرقانوني الحاق چټک کړي.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې د اسراییلو اقدامات د فلسطینیانو د بې‌ځایه کېدو لامل ګرځي او دا رژیم د فلسطین پر خاورهد هېڅ ډول حاکمیت حق نه لري. د اعلامیې له مخې، دا کړنې د نامشروع حاکمیت د تحمیل او د ښارګوټو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.

یادو وزیرانو خبرداری ورکړی چې د اسراییل د حکومت له لوري د لوېدیځې غاړې په اړه د اوسنیو تګلارو دوام کولای شي په سیمه کې تاوتریخوالی، ترینګلتیا او شخړې لا زیاتې کړي او د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کړي.

دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شوی چې د یکشنبې په ورځ د اسراییلو امنیتي کابینې یو لړ اقدامات تصویب کړل، چې له مخې یې په لوېدیځه غاړه کې د مېشتو ښارګوټو اوسېدونکو ته د ځمکو د پېرلو بهیر اسانه شوی او اسراییلي چارواکو ته د فلسطینیانو پر وړاندې پراخ واکونه ورکړل شوي دي.

د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دغه پرېکړه «په بشپړه توګه غیرقانوني» بللې او دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه یاده کړې، چې د دوو دولتونو پر بنسټ د سولې حل‌لاره کمزورې کوي.

انتونیو ګوترېش: د نړۍ ستونزې پر سیالیو نه بلکې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې د نړۍ ستونزې یوازې د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له لارې حل کېدای شي، نه د جیوپولېټیکي سیالیو او تفرقه‌اچوونکو شعارونو په وسیله.

ښاغلي ګوترېش نن د دوشنبې په ورځ، د سلواغې ۲۰مه، ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو بنسټ‌اېښودونکي په دې باور وو، چې هغه دیپلوماتیک وسایل چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ولاړ سیستم یې ملاتړ کوي، د نړیوالو کړکېچونو او ستونزو د سم مدیریت یوازینۍ اغېزمنه لاره ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه، چې د هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري باید د «صفر او یو» پر منطق ولاړو لفظي جګړو او جیوپولېټیکي سیالیو ځای ونیسي، څو په نړیواله کچه سوله او ثبات ټینګ شي.

نوموړي تر دې وړاندې هم پر څو اړخیزې همکارۍ او د نړیوالو قوانینو پر درناوي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې همدا بنسټیز اصول کولای شي نړۍ د دوامدار پرمختګ او د ګډو ستونزو د حل پر لور رهبري کړي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر او افغان سوداګرو په سوداګریزو ستونزو خبرې کړي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۳ GMT+۰

نن دوشنبه په مسکو کې د طالبانو سفیر گل حسن حسن او روسیه مېشتو افغان سوداگرو لیدلي دي. په دې کتنه کې د اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا بحث سربېره، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداگرۍ په برخه کې د شته ستونزو د هواري په اړه هم خبرې کړي دي.

د روسیې په پلازمینې مسکو کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۲۰مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د طالبانو سفیر افغان سوداگر په خپل هېواد کې پانگونې ته وهڅول. او دا یې د هغوی ملي دنده وبلله.

د طالبانو سفیر ډاډ ورکړی، چې سفارت به د دوه اړخیزو سوداگریزو اړوند چارو په برخه بشپړه همکاري کوي.

په دې کتنه کې روسیې مېشتو افغان سوداگرو هم په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړل او د طالبانو له اړوندو ادارو یې د اغېزمن ملاتړ، همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.

میرضیایف د ټرانس افغان رېل‌پټلۍ په پروژه کې د ازبکستان د ګډون فرمان لاسلیک کړ

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۰

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان د ټرانس - افغان رېل‌پټلۍ په سیمه‌ییزه پروژه کې د ازبکستان د ګډون فرمان لاسلیک کړی او د امکان‌ ارزونې اړوند چوکاټي هوکړه‌لیک یې تایید کړی دی.

د انترفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، دا هوکړه‌لیک یو درې‌اړخیز سند دی چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵کال د جولای په ۱۷مه لاسلیک شوی و او اوس د تاشکند له رسمي تصویب وروسته د عملي کېدو پړاو ته داخل شوی دی.

یاد هوکړه‌لیک د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت، د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د ټولګټو وزارت او د پاکستان د رېل‌پټلۍ وزارت ترمنځ لاسلیک شوی دی. د دې هوکړې موخه د یوې داسې رېل‌پټلۍ د جوړولو لپاره ګډه امکان ارزونه ده، چې نایب‌اباد له خارلاچي سره ونښلوي.

دا مسیر د افغانستان د ټرانس – افغان رېل‌پټلۍ د لویې پروژې یوه مهمه برخه بلل کېږي.

د صادر شوي فرمان له مخې، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د دې هوکړه‌لیک د پلي کولو مسوول بنسټ ټاکل شوی دی. همداراز، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې د داخلي حقوقي پړاوونو له بشپړېدو وروسته طالبان او پاکستاني لوری خبر کړي، څو هوکړه‌لیک په رسمي ډول لازم‌الاجرا شي.

د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ، د رېل‌پټلۍ مسیر به د ازبکستان له ترمز ښاره پیلېږي، د نایب‌اباد، میدان‌ښار او لوګر ولایتونو له لارې تېرېږي او د پاکستان خارلاچي سیمې ته رسېږي.

د دې پروژې اساسي موخه د افغانستان له لارې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي دهلېز رامنځته کول ښودل شوی دی.

د یادې پروژې د امکان‌ ارزونې مطالعه د درې‌اړخیز دفتر له‌خوا ترسره کېږي، چې د نړیوالو ترانسپورتي دهلېزونو د پراختیا لپاره جوړ شوی او د ازبکستان د رېل‌پټلۍ تر څار لاندې فعالیت کوي. دا دفتر په ۲۰۲۳کال کې په تاشکند کې جوړ شوی او د همغږۍ لپاره یې په کابل او اسلام‌اباد کې هم څانګې لري.