• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اندر شېر پیکه شوې کوڅې؛ په پښتونخوا کې د سرو زرو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۴ GMT+۰

په پېښور کې د سرو زور یو شمېر کاروباریانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د امریکا او ایران د کړکېچ له کبله په ټوله نړۍ کې د سرو زرو بیې د پام وړ لوړې شوې دي او له همدې کبله د پښتونخوا په بازارونو کې د سرو زرو روزګار هم خراب شوی دی.

د پېښور په اندر شېر بازار کې د سرو زرو یوه کاروباري وویل، چې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل سره هم د سرو زرو بیې لوړې شوې وې؛‌ خو اوس د امریکا او ایران ناندریو هم په دغو قیمتونو د پام وړ اغیزې کړي او لوړې شوې دي. د سرو زرو د کاروباریانو په وینا، پښتونخوا کې د دغو لوړو قیمتونو له کبله اوس څوک د سرو زرو اخیستلو پسې نه ورځي او د دوی روزګار ورسره سخت اغېزمن شوی دی.
اندر شېر په خېبرپښتونخوا کې د سرو زرو د کاروبار یو مهم مرکز دی، چې له افغانستان سره هم سوداګریزې اړیکې لري. یو ځايي هټۍوال وایي، پخوا به خلکو د ودونو لپاره لس تولې سره زر اخیستل، خو اوس یوازې دوه تولې اخلي.

هغه زیاته کړه: «د ډېرو زنانه‌‌وو ودونه د همدې سرو زرو له کبله پاتې دي. ډېرې تور سرې په کورونو پاتې دي، ډېرو هلکانو او جینکو کوژدې کړې دي،‌ خو د طلا د اخیستلو وس یې نشته». دغه کاروباریان په دې باور دي، چې ډېری کورنۍ نه غواړي چې لوڼې یې پرته له سرو زرو واده شي او د هلکانو کورنۍ یې بیا د اخیستلو توان نه لري.
یو بل دوکاندار اندېښنه څرګنده کړه، چې د سرو زرو نړۍوال بازار بیې باثباته نه دي‌ چې له همدې کبله دوی هم د نرخونو په لوړېدو او کمېدو کې زیانمن کېږي.

اندر شېر بازار چې پخوا په‌کې د سرو زرو دوکانونه خورا ډېر وو، اوس کرار کرار دغه کاروبار کمزوری کېږي‌ او کاروباریان هم ترې لاس اخلي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سراسري لاریونونو لپاره پراخ چمتووالی پیل کړی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف ګوند (PTI) د پراخو ولسي لاریونونو لپاره خپلې تیارۍ پیل کړې دي. د دغه ګوند د باوري سرچینو په وینا، د لاریونونو په موخه مشورتي ناستې پیل شوې دي او د "ازادۍ یا مرګ" تر شعار لاندې به ترسره شي.

جیونیوز ټلوېزیوني شبکه وایي، د دغو تياريو په لړ کې د خېبرپښتونخوا سر وزير سهيل اپريدی لپاره يو ځانګړی کانټينر هم تيار شوی دی. سرچينې وايي، ياد کانټينر څلوېښت فټه اوږدوالی لري، چې په‌کې تشناب او د ناستې لپاره منظم او مناسب ځای جوړ شوی دی.

د کانټينر پر مخ په څرګندو تورو د «ازادۍ يا مرګ» شعار ليکل شوی او اټکل کېږي، چې د احتمالي احتجاجونو پر مهال به د مرکزي سټېج په توګه وکارول شي. د ګوند سرچينې زياتوي، چې د احتجاجونو د تګلارې په اړه د سر وزير سهیل اپریدي او د ګوند د يو شمېر مهمو مشرانو ترمنځ ناستې شوې دي، چې په‌کې د احتجاجونو د ځای، وخت او د ترسره کېدو د طريقې په اړه سلا مشورې شوې دي.

سرچينې دا هم وايي، چې د پي‌ټي‌ای په مشرۍ کې د احتجاجونو د وروستي اعلان او د نېټې د ټاکلو په اړه مشورې لا هم روانې دي او په همدې وخت کې د ګوند کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې د احتمالي احتجاجونو لپاره بشپړ چمتووالی ونيسي.

له بلې خوا، يوه ويډيو هم خپره شوې ده، چې په‌کې سهيل اپریدی د احتجاجونو لپاره د تيار شوي کانټينر د کتنې پر مهال ليدل کېږي. همدارنګه د پاکستان پارلمان غړي شاهد خټک ويلي: «زموږ کانټينر په پېښور کې تيار دی چې پر مخ يې ازادي يا مرګ ليکل شوي دي. هر وخت کولای شو پر هغه وخېژو او سهيل اپریدي به د موټرچلوونکي په څوکۍ کې کښېني».

په همدې حال کې، د تحريک انصاف ګوند مشر بيرسټر ګوهر ويلي دي: «هغه خبرونه چې ګواکې کوم کانټينر تيارېږي يا اسلام‌اباد ته د تګ لپاره حرکت کوي، ناسم دي».

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړو مهمه غوښتنه د خپل مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان خلاصون ده. عمران خان له تېرو درېیو کلونو راهیسې د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې ساتل کېږي او د شهباز شریف حکومت پرې سخت محدودیتونه وضع کړې دي.

هم‌مهاله، د عمران خان کورنۍ او ګوندي غړي د هغه د روغتیايي وضعیت په تړاو اندېښنه لري او د هغه ډاکټر ته هم اجازه نه ورکول کېږي، چې د نوموړي روغتیایي وضعیت له نږدې څخه وګوري.

میا افتخار حسین: د امنیت په نامه د پښتنو د اقتصاد ملا ماته شوې ده

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې د ناسمو امنیتي پالیسیو له امله د پښتنو پر قانوني سوداګرۍ سخت محدودیتونه لګېدلي او د خلکو اقتصادي ژوند له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.

هغه وویل، چې د ناامنۍ له امله د خیبر پښتونخوا سوداګر مجبور دي یا خپل کاروبار وتړي او یا هم د وېرې له امله چوپ پاتې شي.

د افتخار حسین په وینا، که حکومت په رښتیا د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی غواړي، نو باید د زورواکۍ او باج‌اخیستنې سرچینې له منځه یوسي، نه دا چې د ولس مشروع کاروبارونه قرباني کړي.

نوموړي له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو ته په اشارې وویل، چې دې پرېکړې یوازې پر سوداګرو نه، بلکې پر زرګونو کورنیو ناوړه اغېز کړی او د بې‌روزګارۍ کچه یې لوړه کړې ده.

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر ټینګار وکړ، چې د امنیت په نوم ناسم چلند پر دولت د خلکو باور کمزوری کړی او تر څو چې د ولس اقتصادي ستونزې حل نه شي، دایمي ثبات به رامنځته نه شي.

په اسلام اباد کې د مرګوني چاودنې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۰

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا ایالت کې د اسلام اباد په شیعه وو جومات کې د مرګوني چاودنې په تړاو د څلورو کسانو د نیولو اعلان وکړ. یوې پاکستاني امنیتي سرچینې رویټرز ته وویل چې دا کسان د دوو جلا استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا کسان په اسلام اباد کې د خدیجه الکبرای جومات د مرګوني چاودنې یوه ورځ وروسته د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

د جمعې د لمانځه پر مهال په برید کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۷۱ کسان ټپیان شول.

بریدګر لومړی ډزې پیل کړې او بیا یې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

داعش د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وویل، چې د دې برید پلان او روزنه په افغانستان کې د داعش لخوا ترسره شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکو ورته تورونه تکرار کړي دي، دا هغه ادعاوې دي چې د افغان طالبانو لخوا تل رد شوي دي.

افغان طالبانو دا برید وغانده او دا یې «د اسلامي او انساني ارزښتونو پر ضد» وباله.

اېمل ولي خان: په پاکستان کې وروستي خونړي بریدونه د استخباراتو جدي ناکامي په ګوته کوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، چې په بلوچستان کې وروستۍ پېښې په هیڅ ډول غیر معمولي نه دي او ګواښونه لاهم شتون لري. هغه زیاتوي، چې په یو وخت کې پراخ بریدونه د پاکستان د استخباراتي ادارو جدي ناکامي په ګوته کوي.

د عوامي نشنل ګوند د پاچا خان مرکزي دفتر نن شنبه، د سلواغې پر ۱۸مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې اېمل ولي خان د افراطیت او ترهګرۍ د ټولو ډولونو په وړاندې خپل مخالفت څرګند کړې او خپل دريځ ته به ادامه ورکوي.

نوموړی په دې باور دی، چې پوځي عملیات د مسلې حل نه دی او هغه نیوکه وکړه، چې د تېرا پوځي عملیاتو پرېکړه د ایالتي حکومت په مشوره شوي دي.

دا نیوکې په داسې حال کې کېږي، چې بلوچستان کې د پلوڅو بېلتون غوښتونکو او تېره ورځ د اسلام اباد د جومات بریدونو وروسته سیاسي شخصتونو د پاکستان پر استخباراتي ادارو باندې سختې نیوکې کړي دي او هغوي یې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې ناکامه بللي دي.

افراسیاب خټک: خطرناک ترهګریز سازمانونه چې نړۍ ته ګواښ جوړوي پاکستان کې زېږېدلي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي په روان سیاسي وضعیت کې هغه څه چې د «سخت دولت»په نوم یادېږي، یوازې د سوله‌یزو سیاسي مخالفینو لپاره سخت دی. د هغه په وینا: «ځینې له هغو تر ټولو خطرناکو ترهګریزو سازمانونو چې نړۍ ته ګواښ جوړوي، په پاکستان کې زېږېدلي.»

ښاغلي خټک پر ایکس خواله رسنۍ ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان دولت سختي یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ښکاري، خو ترهګرو ته دا دولت نرم پاتې شوی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه شوې. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف دغه برید یو ځانمرګی برید بللی. هغه ویلي، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

بلخوا، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شعیه وو په جومات کې شوي ځانمرکی برید د پاکستان څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

تراوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.