ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵کال کې ۸۸۰زره افغان زدهکوونکو سره د خوړو مرسته شوې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي، چې په ۲۰۲۵کال کې یې په ټول افغانستان کې ۸۸۰زره زدهکوونکو ته خواړه برابر کړي؛ څو هم یې تغذیه ښه شي او هم کورنۍ وهڅول شي، چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.





