طالبانو په کابل کې ۸۳ تنه د نشهیي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو اوو ورځو کې یې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۸۳ تنه نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه دوه زره او ۱۷۸ نشهیي ټابلیټونه او یوه اندازه شیشه، چرس، شراب او تاریاک هم ترلاسه شوي دي.





