• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میا افتخار حسین: د امنیت په نامه د پښتنو د اقتصاد ملا ماته شوې ده

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې د ناسمو امنیتي پالیسیو له امله د پښتنو پر قانوني سوداګرۍ سخت محدودیتونه لګېدلي او د خلکو اقتصادي ژوند له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.

هغه وویل، چې د ناامنۍ له امله د خیبر پښتونخوا سوداګر مجبور دي یا خپل کاروبار وتړي او یا هم د وېرې له امله چوپ پاتې شي.

د افتخار حسین په وینا، که حکومت په رښتیا د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی غواړي، نو باید د زورواکۍ او باج‌اخیستنې سرچینې له منځه یوسي، نه دا چې د ولس مشروع کاروبارونه قرباني کړي.

نوموړي له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو ته په اشارې وویل، چې دې پرېکړې یوازې پر سوداګرو نه، بلکې پر زرګونو کورنیو ناوړه اغېز کړی او د بې‌روزګارۍ کچه یې لوړه کړې ده.

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر ټینګار وکړ، چې د امنیت په نوم ناسم چلند پر دولت د خلکو باور کمزوری کړی او تر څو چې د ولس اقتصادي ستونزې حل نه شي، دایمي ثبات به رامنځته نه شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

په اسلام اباد کې د مرګوني چاودنې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۰

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا ایالت کې د اسلام اباد په شیعه وو جومات کې د مرګوني چاودنې په تړاو د څلورو کسانو د نیولو اعلان وکړ. یوې پاکستاني امنیتي سرچینې رویټرز ته وویل چې دا کسان د دوو جلا استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا کسان په اسلام اباد کې د خدیجه الکبرای جومات د مرګوني چاودنې یوه ورځ وروسته د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

د جمعې د لمانځه پر مهال په برید کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۷۱ کسان ټپیان شول.

بریدګر لومړی ډزې پیل کړې او بیا یې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

داعش د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وویل، چې د دې برید پلان او روزنه په افغانستان کې د داعش لخوا ترسره شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکو ورته تورونه تکرار کړي دي، دا هغه ادعاوې دي چې د افغان طالبانو لخوا تل رد شوي دي.

افغان طالبانو دا برید وغانده او دا یې «د اسلامي او انساني ارزښتونو پر ضد» وباله.

اېمل ولي خان: په پاکستان کې وروستي خونړي بریدونه د استخباراتو جدي ناکامي په ګوته کوي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان وايي، چې په بلوچستان کې وروستۍ پېښې په هیڅ ډول غیر معمولي نه دي او ګواښونه لاهم شتون لري. هغه زیاتوي، چې په یو وخت کې پراخ بریدونه د پاکستان د استخباراتي ادارو جدي ناکامي په ګوته کوي.

د عوامي نشنل ګوند د پاچا خان مرکزي دفتر نن شنبه، د سلواغې پر ۱۸مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې اېمل ولي خان د افراطیت او ترهګرۍ د ټولو ډولونو په وړاندې خپل مخالفت څرګند کړې او خپل دريځ ته به ادامه ورکوي.

نوموړی په دې باور دی، چې پوځي عملیات د مسلې حل نه دی او هغه نیوکه وکړه، چې د تېرا پوځي عملیاتو پرېکړه د ایالتي حکومت په مشوره شوي دي.

دا نیوکې په داسې حال کې کېږي، چې بلوچستان کې د پلوڅو بېلتون غوښتونکو او تېره ورځ د اسلام اباد د جومات بریدونو وروسته سیاسي شخصتونو د پاکستان پر استخباراتي ادارو باندې سختې نیوکې کړي دي او هغوي یې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې ناکامه بللي دي.

افراسیاب خټک: خطرناک ترهګریز سازمانونه چې نړۍ ته ګواښ جوړوي پاکستان کې زېږېدلي دي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي په روان سیاسي وضعیت کې هغه څه چې د «سخت دولت»په نوم یادېږي، یوازې د سوله‌یزو سیاسي مخالفینو لپاره سخت دی. د هغه په وینا: «ځینې له هغو تر ټولو خطرناکو ترهګریزو سازمانونو چې نړۍ ته ګواښ جوړوي، په پاکستان کې زېږېدلي.»

ښاغلي خټک پر ایکس خواله رسنۍ ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان دولت سختي یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ښکاري، خو ترهګرو ته دا دولت نرم پاتې شوی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د شیعه وو په جومات کې چاودنه شوې. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف دغه برید یو ځانمرګی برید بللی. هغه ویلي، چې افغانستان ته د بریدګر سفر ثابت شوی او د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ نښې نښانې شتون لري او پاکستان به په خپل ټول ځواک سره د دې برید ځواب ورکړي.

بلخوا، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي، چې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د شعیه وو په جومات کې شوي ځانمرکی برید د پاکستان څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) د «پټو لاسونو» له لارې تنظیم شوی دی. نبیل زیاتوی، چې دا برید د حرکت‌المجاهدین ډلې پر مټ ترسره شوی دی.

تراوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

چاودنه د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه او لږترلږه ۳۱ کسان یې ووژل او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړل.

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ سره په نښتو کې ۲۴ وسله وال وژل شوي

۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۰

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې ځواکونو یې په تیرو دوو ورځو کې په دوو جلا عملیاتو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ۲۴ وسله وال وژلي دي. د پاکستان پوځ په وینا، د هیواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو د له منځه وړلو عملیات به دوام ولري.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر نن د جمعه، د سلواغې پر ۱۷مه په خپره شوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا ایالت په اورکزۍ سیمه کې د وسله والو د شتون په اړه د راپور ترلاسه کولو وروسته عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې ۱۴ جنګیالي وژلي دي.

د پاکستان د پوځ په وینا په خیبر سیمه کې په یوه جلا عملیاتو کې ۱۰ نور وسله وال هم ووژل شول.

د پاکستان پوځ دغه وژل شوي وسلوال «له هند سره تړلي خوارج» بللي دي.

د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان غړي «فتنه الخوارج» بولي.

پاکستان ادعا کوي، چې دا وسله وال په افغانستان کې اډې لري او طالبان تورنوي چې د افغانستان په خاوره کې ورسره همکاري کوي او هغوی ته پناه ورکوي؛ هغه تور چې طالبانو په وار وار رد کړي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت او پوځ د ترهګرۍ پر ضد پر همغږو اقداماتو هوکړه کړې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا مشرتابه کمېټې کې پرېکړه شوې چې د ترهګرۍ ضد تګلارې لپاره د ټولو سیاسي ګوندونو، ولسي استازو، مخورو شخصیتونو او فدرالي حکومت ترمنځ سلا مشورې وشي او ګډ او همغږي اقدامات وشي. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي چې امنیت ددوی لومړیتوب دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت د اعلامیې له مخې، په غونډه کې پرېکړه شوې چې د ترهګرۍ پر ضد د یوې اغیزناکې او هر اړخیزې تګلارې د بریالیتوب لپاره د ټولو سیاسي ګوندونو، ولسي استازو، مخورو شخصیتونو او مرکزي حکومت ترمنځ ګډې سلا مشورې، متقابلې همکارۍ او عملي همغږۍ مهمې دي.

اعلامیه وايي، په غونډه کې په ټینګار سره دا پرېکړه هم وشوه چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت به د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د خپلو ټولو شته سرچینو په کارولو، چې پوځ، پولیس او د ترهګرۍ ضد څانګه او نور بنسټونه پکې شامل دي، له هېڅ ډول سرښندنې ډډه ونه کړي.

په ناسته کې ویل شوي، چې د تیرا په څېر سیمو کې د دوامدار ثبات لپاره به حکومت د تخلیې د بهیر پر مهال له اغېزمنو خلکو سره مرسته کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د خیبر پښتونخوا د حکومت اجنډا دا ده چې ښه حکومتولي او د ولسي ګټو ساتنه کولای شي ملت د ترهګرۍ پر ضد یو موټی کړي. د اعلامیې له مخې، په همدې موخه، په لومړي پړاو کې به ترهګرۍ ځپلې سیمې په «نمونوي ډول د ښې حکومتولۍ په ولسوالیو» بدلې شي او د ټولو دولتي سرچینو په کارولو سره به د پرمختیايي، ټولنیزو خدمتونو او اقتصادي ودې په برخه کې شته محرومیتونه جبران شي.

په غونډه کې دا هم ویل شوي چې ملکي حکومت، ملکي اداره، د پاکستان پوځ او نور د قانون پلي کوونکي ارګانونه د امن او نظم په اړه ګډ دریځ لري او خپلې هڅې به په ګډه روانې ساتي.

له دې وړاندې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان پر مرکزي حکومت تور لګولی و، چې د پردو تر شا پرېکړې کوي او دوی دا ډول پرېکړې نور نه شي منلای.

د سې شنبې په ورځ اپریدي د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وکتل.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي غونډې ته ویلي: «دا زموږ د ټولو ګډه جګړه ده، او یوازې د ګډو هڅو له لارې ګټل کېدای شي».

دا غونډه د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په مشرۍ شوې چې ولایتي وزیرانو، د پېښور قول اردو قوماندان، لوی سکرتر، امنیه قوماندان او همدارنګه لوړپوړو ملکي، پوځي او د قانون پلي کوونکو ادارو چارواکو ګډون کړی و.