طالبان وایي په پنجشېر کې د «ګرین ګارنټ» ګران بیه ډبرو کان تثبیت شوی

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی، چې په لومړي ځل په دغه ولایت کې د «ګرین ګارنټ» ګران بیه ډبرو کان تثبیت شوی او د کېندنې جواز یې صادر شوی دی. د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کان د عنابې ولسوالۍ په ابدره کلي کې تثبیت شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه کان مسلکي کېندنه به ډېر ژر پیل شي او د جواز صادرېدو سره به د ګران بیه ډبرو کېندنه په قانوني او رڼه توګه پرمخ ولاړه شي.