په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیر فیضالله فیض وايي، چې په تېره یوه نیمه اونۍ کې څلور داسې قضیې ورته راغلي، چې د یوه نارینه او یا یوې ښځې غیر اخلاقي ویډیو یا عکسونه ترې اخېستل شوي او وروسته د پېسو او یا د نامشروع غوښتنې د نهپوره کولو په صورت کې به پر ټولنیزو رسنیو د خپرېدو ګواښونه شوي دي.
فیض الله فیض زیاته کړې: «د ځینو قضیو په تړاو مو یو شمېر کسان نېولي دي او هغوی په خپل کړي جرم اعترافونه کړي دي او وروسته به یې موږ عدلي ادارو ته وسپارو».
د طالبانو لهخوا په خپره شوې ویډیو کې د باج اخیستنې په تور نیول شوي کسان وايي، د واټساپ، فېسبوک، سنپچټ او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې به یې د افغانستان داخل او بهر کې کسان هدف ګرځول او د هغوی د غیر اخلاقي انځورونو او ویډیوګانو له ترلاسه کولو وروسته به یې له هغوی څخه د پېسو غوښتنې کولې.
په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري سره د سرحدي همکاریو د دوام او پیاوړتیا په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال کاظم غریبابادي د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د سرحدي اسنادو او نښو پر بیارغونې او نوي کولو ټینګار کړی دی.
یاد طالب او ایراني چارواکو د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په تړاو د ګډو تخنیکي او حقوقي ناستو پر دوام او چټکتیا هم هوکړه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو لورو د هوکړې لهمخې به د ایران او طالبانو د لوړپوړو سرحدي چارواکو راتلونکې ناسته په ۱۴۰۵ کال کې د ایران په کوربتوب ترسره شي.
د افغانستان او ایران تر منځ سرحد شاوخوا ۹۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او ایران پروسږکال د دغه سرحد د تړلو لپاره د دېوال جوړولو چارې پیل کړې او ویل کېږي پر شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره یې دېوال جوړ کړی دی.
تهران د دغې چارې موخه ایران ته د «ترهګرو او نشهيي توکو د قاچاقچیانو» له ننوتلو مخنیوی په ګوته کړی او چارواکو یې ویلي، چې دا کار به په یوه اته کلنه موده کې بشپړه شي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په سرحدي سیمو کې د طالبانو او ایراني ځواکونو تر منځ هم څو ځلي نښتې هم شوي او له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.