• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان سترې محکمې له عمران خان سره د تحریک انصاف ګوند د وکیلانو د لېدنې غوښتنه رد کړه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۰

د پاکستان سترې محکمې له عمران خان سره د تحریک انصاف ګوند د وکیلانو سملاسي لیدنې غوښتنه رد کړه. د یادې محکمې قاضي ویلي، چې دوی د اړونده ادارو له خبرولو پرته د دغه لیدنې د ترسره کولو پرېکړه نه‌شي کولی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند وکیل لطیف کهوسه د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنې غوښتنه کړې وه؛ خو قاضي یحی اپریدي یې غوښتنه رد کړې او زیاته کړې یې ده: «موږ له خبرتیا او اړوندو ادارو له خبرولو پرته داسې کوم حکم نه‌شو ورکولای».

قاضي ویلي، چې دغه قضیې په نورو محکمو کې تر غور لاندې دي او تر هر څه وړاندې باید د لیدنې د غوښتنې د یاد اعتراض ستونزه حل شي. محکمې د عمران خان د ضمانت غوښتنه هم رد کړې او زیاته کړې یې ده، چې دغه غوښتنه بې‌اغېزې ده.

دغه غوښتنې داسې مهال دي، چې د عمران‌خان د روغتیا په اړه د هغه کورنۍ او د تحریک انصاف ګوند مشرانو له حکومت سره خپلې اندېښنې په وار، وار شریکې کړې دي؛ خو لاهم د پاکستان حکومت له‌خوا ورته له عمران خان سره د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له پاکستان نه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګاوه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو مالیې وزارت خبر ورکړی، چې نن دوشنبې (د سلواغې له ۲۰مې) وروسته له پاکستان نه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز پيل او عملي کېږي. د یاد وزارت په وینا؛ پر قاچاقي لارو د درملو ترڅنګ د هر ډول توکو د لېږد مخنیوی به هم کوي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر ویلي، چې له نن وروسته د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د پاکستاني درملو وارداتو ته اجازه نه ورکول کېږي. نوموړي زیاته کړې، چې د طالب چارواکو د پرېکړې له مخې به له پاکستان نه د درملو او نورو توکو د قاچاق مخنیوی هم کوي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې قاچاق کوونکي به تر نیولو وروسته محکمې ته وسپارل شي او قاچاق شوي توکي به یې له‌منځه یوړل شي. نوموړي زیاته کړې: «له نن څخه وروسته د هېواد په ټولو ګمرکونو کې پاکستاني درملو ته د را ورادولو اجازه نه ورکول کېږي او دارنګه د تل په څېر د قاچاقي لارو څخه د درملو په ګډون د هر ډول اموالو د لېږد څخه په کلکله مخینوی کېږي».

د‌ طالبانو دغه وزارت له سوداګرو غوښتنه کړې، د پاکستان د درملو پر ځای د بدیلو لارو څخه درمل وارد کړي چې په دې برخه کې اسانتیاوې هم ورته په پام کې نیول شوې دي. د سلواغې مياشتي په لومړۍ نېټه یاد وزارت سوداګرو ته خبر ورکړی و، چې د ۱۹ ورځو په لړ کې خپلې ټولې معاملې، اسناد او سوداګري له پاکستان سره ختمه کړي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو سیاسي او سوداګریزو ترینګلتیاوو او د ترانزیتي لارو د تړل کېدو له امله د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سوداګرو ته د درېیو میاشتو ضرب‌الاجل ټاکلی و؛ څو له پاکستان سره خپلې ټولې سوداګریزې معاملې تصفیه کړي.

اصف درانی: د نیابتي ډلو ملاتړ د سیمې ثبات ته جدي ګواښ دی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو فعالیت ته اجازه ورکول او د هند له‌خوا د نیابتي ډلو کارول د پاکستان او ټولې سیمې لپاره جدي ګواښونه لري.

اصف دراني پر اېکس پاڼه د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداري له خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، ترهګري هغه ځای کې پراخېږي چېرته چې ترې ملاتړ وشي. دراني ټینګار کړی، چې د سولې ټینګښت یوازې د مسوولانه اقداماتو له لارې شونی دی؛ نه د ستونزو د انکار یا سترګو پټولو له لارې.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د لومړي ځل لپاره پر طالبانو مستقیمه نیوکه کړې او ویلي یې و، د سپټمبر د ۱۱مې نېټې نه وړاندې وضعیت پرتله یې ګواښناک وضعیت رامنځته کړی دی. هغه د هند له نوم اخېستو پرته ویلي، چې ختیځ ګاونډی د طالبانو د رژیم ملاتړ کوي.

له بل پلوه دراني زیاته کړې، چې د سولې ټینګښت د هېوادونو د مسوولیت اخیستو، همکارۍ او شفافې پالیسۍ غوښتنه کوي. د طالبانو حکومت بیا د پاکستاني چارواکو دغه ډول ادعاوې په وار، وار رد کړې دي او وایي، چې پاکستان کې دې د خپلې کمزورۍ پړه په نورو نه اچوي.

له بل پلوه د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ویلي، ځینې ګاونډي هېوادونه او چارواکي یې بې‌ځایه اندېښنې لري چې ګواکې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي. نوموړی وايي، دغه هېوادونه دې د اندېښنو او تورونو پر ځای خپل امنیت په خپله ټینګ کړي.

روسیه: پر اروپا برید نه‌کوو، خو د اړتیا په صورت کې بشپړ پوځي ځواب ته چمتو یو

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۵ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې روسیه د اروپا پر وړاندې د برید نیت نه‌لري؛ خو که اروپا د روسیې پر وړاندې د جګړې ګواښونه عملي کړي، مسکو به د ټولو شته پوځي وسایلو په کارولو سره بشپړ او پراخ پوځي ځواب ورکړي.

سرګي لاوروف د روسیې د اېن‌ټي‌وي شبکې سره په مرکه کې وویل:« موږ د اروپا پر وړاندې هېڅ برید ته اړتیا نه‌لرو او دا زموږ موخه نه‌ده؛ خو که اروپا ناڅاپه زموږ پر وړاندې د جګړې ګواښونه عملي کړي او پر روسیې برید وکړي، نو دا به یوازې ځانګړي پوځي عملیات نه‌وي؛ بلکې د ټولو پوځي وسایلو په کارولو سره به بشپړ پوځي ځواب وي».

د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف تر دې وړاندې ویلي و، روسیه باور لري چې اروپا ځان د جګړې لپاره چمتو کوي. په ورته وخت کې د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشره اورسولا فون درلاین د ۱۴۰۳کال د کب میاشتې په ترڅ کې د ۸۰۰ مېلیارده یورو دفاعي بودجې د تصویب خبر ورکړی و. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اوکراین تر جګړې وروسته د اروپا او روسیې ترمنځ سیاسي او پوځي کړکېچ دوام لري.

روسیه په تېرو میاشتو کې څو ځله د ناتو غړو هېوادونو د ختیځې اروپا او اوکراین شاوخوا هوايي حریم ته ننوته. د دغه پېښو په غبرګون کې د اروپایي هېوادونو د دفاع وزیرانو هوکړه کړې، چې د خپلو سرحدونو په اوږدو کې د «ډرون دفاعي دیوال» جوړ کړي؛ څو د اروپا فضا ته د تلونکو ډرونونو د کشف، څار او مخنیوي وړتیا لوړه کړي.

پاکستان نږدې ۲۰زره هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، افغانستان ته ستنوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۰

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې ۱۹زره او ۹۷۳ افغان کډوال چې په دغه هېواد کې امریکا ته د تګ په تمه دي؛ بېرته افغانستان ته ستانه کړي. دغه افغان کډوال له امریکا سره د همکارۍ له امله د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي.

د «24NewsHD» ټلوېزیوني شبکې د یکشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ازاد کشمیر او ګلګت-بلتستان په ګډون به د ټولو ایالتونو د پولیسو مشرانو ته لیکونه واستول شي؛ ترڅو د دغه افغان کډوالو بېرته ستنولو چارې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته ستنولو لړۍ له تېر یو کال راهیسې خورا چټکه شوې او اکثریت یې هغه خلک دي چې امریکا ته د تګ په تمه دي.

په دغه راپور کې راغلي، زرګونه افغانان په پاکستان کې د امریکا د ویزو په تمه دي؛ خو ښکاري چې امریکا د دوی د منلو لپاره چمتو نه‌ده. د دې ترڅنګ پاکستان به د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر عملي کړي.

یاده دې وي، چې په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا زرګونه هغه افغانان چې د دغه هېواد لپاره یې کار کاوه یا د امریکا سره یې تړاو لاره، له افغانستان نه انتقال کړي وو. دوی د طالبانو حکومت د احتمالي غچ اخیستنې له وېرې خوندي ځای ته انتقال شوي وو؛ خو اوس د پاکستان له لوري د بېرته ستنولو له ګواښ سره مخ دي.

اېلان ماسک: سپېس‌اېکس پر مريخ د تمرکز پرځای په سپوږمۍ کې ښار جوړولو ته لومړیتوب ورکوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۶ GMT+۰

امریکایي مېلیارډر او د سپېس‌اېکس بنسټګر اېلان ماسک ویلي، د هغه شرکت خپل تمرکز له مريخ څخه سپوږمۍ ته اړولی او اوس د دې هڅه کوي چې د راتلونکو لسو کلونو په موده کې پر سپوږمۍ یو ځان‌بسیا کېدونکی ښار جوړ کړي.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د سپوږمۍ پر مخ د ښار جوړولو طرحه له تخنیکي او لوژستیکي پلوه د مريخ پرتله چټک عملي کېدای شي؛ ځکه د سپوږمۍ سفرونه هر لس ورځې شوني دي، حال دا چې مريخ ته یوازې هغه مهال سفر کېدای شي چې دواړه سیارې هر ۲۶میاشتې وروسته په مناسب مدار کې سره برابرې شي.

ماسک ویلي: «سپېس‌اېکس لا له وړاندې پر دې کار تمرکز کړی، چې پر سپوږمۍ یو پرمختللی ښار جوړ کړي؛ ځکه دا کار ښايي په لسو کلونو کې بشپړ شي، خو د مريخ ښار به تر شلو کلونو لا زیات وخت ونیسي».

د ماسک په وینا؛ سپوږمۍ ته سفر شاوخوا دوه ورځې وخت نیسي، په داسې حال کې چې مريخ ته د تګ موده نږدې شپږ میاشتې ده. سره له دې د سپېس‌اېکس مشر ټینګار کړی، چې د مريخ ښار جوړولو موخه لا هم د دغه شرکت د اوږدمهاله پلان برخه ده.

نوموړي ویلي، چې سپېس‌اېکس به هڅه وکړي د راتلونکو پنځو تر اوو کلونو په موده کې پر مريخ د ښار جوړولو چارې هم پیل کړي.