د ملابرادر څرګندونو ته د اندېشه غبرګون: افغانستان نن د خپلو خلکو لپاره «زقوم» دی

په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه د ملا برادر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د «زقوم ونې» سره تشبیه کول د خلکو او د سیمې د هېوادونو لپاره بېځایه خبره نهده او دغه تشبیه د اوسني وضعیت ژور انعکاس دی.





