• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبک چارواکی: له افغانستان سره به د سوداګرۍ کچه ۲ مېلیارډ ډالرو ته لوړه شي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۱ GMT+۰

د ازبکستان د ولسمشر سلاکار جولان وهابوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال احمدالله زاهد سره په لیدنه کې ویلي، چې تېر کال یې له افغانستان سره سوداګري ۱.۶ مېلیارډ ډالرو ته لوړه شوې وه. نوموړي زیاته کړې، په راتلونکي‌ کې به دغه کچه ۲ مېلیارډ ډالرو ته ورسوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ورات د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال احمدالله زاهد د ازبکستان د مرکزي‌ اسیا د نړۍوال اسنټیټیوت له مشر او د دغه هېواد د ولسمشر له سلاکار جولان وهابوف سره په لیدنه کې د سوداګرۍ او اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي زاهد په حواله راغلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي ټاکل شوې کمېټې باید د ستونزو او خنډونو حل ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه ویلي:« شاوخوا شپږ کاله وړاندې د دواړه هېوادونو کلنی سوداګریز حجم ۶۰۰ مېلیون ډالر و؛ خو له نېکه مرغه تېر کال دغه شمېر ۱.۶ مېلیارد ډالرو ته لوړ شوی دی. په راتلونکې کې به دغه سوداګریز حجم تر ۲ مېلیارد ډالرو پورې لوړ شي».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ایراني پوله ساتو ځواکونو د یوې نهه کسیزې افغان کورنۍ له ژغورلو خبر ورکړی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۹ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان مجید شجاع وایي، یوه نهه کسیزه افغان کورنۍ چې د سختو ورښتونو او سړې هوا له امله د تایباد په پوله کې بنده پاتې وه؛ د خراسان رضوي پوله ساتو ځواکونو له‌خوا وژغورل شوه.

دغه کورنۍ چې څلور ماشومان، دوه ښځې او درې نارینه په‌کې شامل وو، په ناقانونه توګه له پولې څخه د تېرېدو پرمهال د سختو ورښتونو او سړې هوا له امله بنده پاتې شوه. مجید شجاع د یادې پېښې په اړه وویل: «ورښتونو او سړې هوا د دغه کسانو لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی و او په سیمه کې د دوی پاتې کېدل مرګونې پایلې لرلې».

د نوموړي په وینا؛ دغه کورنۍ یو خوندي ځای ته لېږدول شوې. د ایران د تایباد ولسوالۍ څارنوالۍ د (لېندۍ په ۳۰مه) اعلان وکړ، ایراني ځواکونو له ۲زره ډېر هغه افغان کډوال ژغورلي چې د ایران او افغانستان په پوله د سختې واورې او یخنۍ له امله بند پاتې وو.

خو (د لېندۍ په ۲۸مه) په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه ایران ته تللي وو د یخنۍ څپې پرمهال د ایران په خاوره کې مړه شوي. سرچینو وویل، چې د لږترلږه ۱۵ کسانو جسدونه د هرات ولایت کهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لېږدول شوي دي.
ځینې سرچینې د مړو شمېر لسګونه تنه ښیي. د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي د یخنۍ له امله د کوهسان په پوله د درېیو افغانانو د مړینې پخلی کړی دی.

د طالبانو د هرات والي د روژې په مناسبت د خوراکي توکو پر زیاتو وارداتو ټینګار کړی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۰

د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار د غوړیو او وریجو له واردوونکو یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې د را روانې روژې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې چې د ګمرکونو، صنعت او سوداګرۍ او ټولګټو ریاستونو مسوولینو هم حضور درلود، نور احمد اسلام‌جار د وریجو او غوړیو د وارداتو د زیاتوالي پر اړتیا له ټینګار سربېره وویل: «د روژې په مبارکه میاشت کې د بیو د کمولو او خلکو ته د خوراکي توکو د لاسرسي د زیاتولو لپاره باید په بازارونو کې کافي وریجې او غوړي وي».

نوموړي همداراز له سوداګرو وغوښتل، چې د وریجو او غوړیو وارداتو ته باید لومړیتوب ورکړي او واردونکو سوداګرو ته یې ډاډ ورکړ، چې د وارداتو پروسه به د هرات- خواف ریل پټلۍ، اسلام کلا ګمرک او تورغونډۍ له لارې اسانه شي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې د وريجو او غوړيو واردوونکو سوداګرو د خوراکي توکو د وارداتو د زياتولو لپاره خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړ.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د لومړنیو خوراکي توکو له اړخه لا هم یو وارداتي هېواد دی.

حبیب‌الرحمان حکمتیار ملا برادر ته؛ افغانستان ښکلی هېواد دی د «زقوم ونې» کرلو ځای نه‌دی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۰

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار د طالبانو د رييس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر هغه څرګندونو ته چې افغانستان یې له «زقوم ونې» سره تشبیه کړی و ویلي:«افغانستان د دوزخیانو ځای نه دی چې زقوم په کې کرۍ».

په کابل کې د طالبانو له لوري له سیاسي فعالیتونو څخه راګرځول شوی حبیب‌الرحمن حکمتیار د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د څرګندونو په غبرګون پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «افغانستان ښکلی او میلمه‌پال هېواد دی، دوزخ او د دوزخیانو ځای نه دی، چې په هغه کې د زقوم ونه وکرۍ، بلکې ټول توحیدپال دي، تل مظلوم وو او د دسیسو قرباني شوي دي».

نوموړي دا څرګندونې د عبدالغني برادر د هغه څرګندونو په غبرګون کې کړي، چې افغانستان یې له «زقوم ونې» سره ورته بللی وو.

عبدالغني برادر ویلي: «افغانستان د زقوم ونې په څېر دی، نوي زېږېدلي ماشومان یې نه شي هضمولی».

عبدالغني برادر یادې څرګندونې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د طالبانو د ملي دفاع وزارت اړوند نظامي پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل (رض) نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې په فراغت غونډه کې کړې دي.

ځينو شنونکو بیا له دې اصطلاح څخه د ملا برادر موخه سیاسي او سیالانو ته کنایه بللې ده.

طالبان وايي په بلخ کې یې د ښځو په ګډون اووه کسان د باج اخیستنې په تور نیولي دي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۴ GMT+۰

په بلخ کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي، چې د ښځو په ګډون یې اووه کسان د باج اخیستنې (بلک مېل) په تور نیولي دي. طالبانو ویلي، چې یادو کسانو د ټولنیزو رسنیو له لارې له خلکو غیراخلاقي عکسونه او ویډیوګانې اخېستلې او له دې لارې به یې بیا له هغوی څخه پیسې اخېستلې.

په بلخ کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) په یوې ویډیو کې د ښځو په ګډون د هغو کسانو اعترافونه خپاره کړي، چې ویل کېږي له خلکو څخه یې باج اخیستنه کوله.

په بلخ کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي، چې له یادې ډلې څخه یې په تېره یوه اونۍ کې د ښځو په ګډون اووه کسان نیولي دي.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیر فیض‌الله فیض وايي، چې په تېره یوه نیمه اونۍ کې څلور داسې قضیې ورته راغلي، چې د یوه نارینه او یا یوې ښځې غیر اخلاقي ویډیو یا عکسونه ترې اخېستل شوي او وروسته د پېسو او یا د نامشروع غوښتنې د نه‌پوره کولو په صورت کې به پر ټولنیزو رسنیو د خپرېدو ګواښونه شوي دي.

فیض الله فیض زیاته کړې: «د ځینو قضیو په تړاو مو یو شمېر کسان نېولي دي او هغوی په خپل کړي جرم اعترافونه کړي دي او وروسته به یې موږ عدلي ادارو ته وسپارو».

د طالبانو له‌خوا په خپره شوې ویډیو کې د باج اخیستنې په تور نیول شوي کسان وايي، د واټساپ، فېسبوک، سنپ‌چټ او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې به یې د افغانستان داخل او بهر کې کسان هدف ګرځول او د هغوی د غیر اخلاقي انځورونو او ویډیوګانو له ترلاسه کولو وروسته به یې له هغوی څخه د پېسو غوښتنې کولې.

ایراني او طالب چارواکو د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري سره د سرحدي همکاریو د دوام او پیاوړتیا په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌ابادي د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر سره د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د سرحدي اسنادو او نښو پر بیارغونې او نوي کولو ټینګار کړی دی.

یاد طالب او ایراني چارواکو د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په تړاو د ګډو تخنیکي او حقوقي ناستو پر دوام او چټکتیا هم هوکړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو لورو د هوکړې له‌مخې به د ایران او طالبانو د لوړپوړو سرحدي چارواکو راتلونکې ناسته په ۱۴۰۵ کال کې د ایران په کوربتوب ترسره شي.

د افغانستان او ایران تر منځ سرحد شاوخوا ۹۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او ایران پروسږکال د دغه سرحد د تړلو لپاره د دېوال جوړولو چارې پیل کړې او ویل کېږي پر شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره یې دېوال جوړ کړی دی.

تهران د دغې چارې موخه ایران ته د «ترهګرو او نشه‌يي توکو د قاچاقچیانو» له ننوتلو مخنیوی په ګوته کړی او چارواکو یې ویلي، چې دا کار به په یوه اته کلنه موده کې بشپړه شي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په سرحدي سیمو کې د طالبانو او ایراني ځواکونو تر منځ هم څو ځلي نښتې هم شوي او له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.