په سوېلي کوریا کې د یوې پوځي چورلکې د نسکورېدو له امله دوه کسه مړه شوي

د سوېلي کوریا د پوځ یوه AH-1S کوبرا چورلکه د دوشنبې په ورځ د شمالي ګاپیونګ په ولسوالۍ کې د تمرین پرمهال نسکوره شوې، چې له امله یې دوه کسه مړه شوي دي. د یادې چورلکې د نسکورېدو لامل لا روښانه نهدی.
