• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او ایران استازي د سرحدي نښو د تثبیت په تړاو په تهران کې غونډه کوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌ابادي د طالبانو د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر مولوي نورالله نوري سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې، دواړو لوریو د روانو همکاریو بهیر مثبت ارزولی او د سرحدي سندونو او نښو د نوي کولو، همدارنګه د ګډو تخنیکي او کاري ناستو د چټکتیا پر اړتیا یې هوکړه کړې ده.

په دې اړیکه کې دواړو چارواکو د سرحدي مسایلو د حل لپاره د دوامدارې همغږۍ پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ګډې هڅې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ستونزو د کمېدو لامل شي.

د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې ده چې د ایران او طالبانو د لوړو سرحدي چارواکو بله ګډه غونډه به په ۱۴۰۵لمریز کال کې د ایران په کوربه توب ترسره شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

فوزیه کوفي په لاهور کې: له طالبانو سره تعامل د تېرې ۳۰ کلنې تېروتنې تکرار دی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۰

د افغانستان د ولسي جرګې مخکینۍ غړې فوزیه کوفي په لاهور کې یوې غونډو ته په خبرو کې له طالبانو د پاکستان اوږدمهاله ملاتړ تېروتنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له دې ډلې سره بې قید او شرطه تعامل د تېرو ۳۰ کلنو تېروتنو تکرارول دي.

کوفي په لاهور کې د عاصمه جهانګیر په شپږمه کلنۍ غونډه کې، چې د پاکستان نورو سیاستوالو او څیړونکو پکې ګډون کړی و، وویل چې په پاکستان کې د ناامنۍ زیاتېدو اصلي لامل له طالبانو د اسلام اباد د ملاتړ پالیسۍ دي او اوس خلک د دې ملاتړ بیه ورکوي.

هغې زیاته کړه چې د تېرو درې لسیزو په ترڅ کې طالبانو په پاکستان کې څرګند مرکزونه درلودل او خپل فعالیتونه یې هلته ترسره کول. کوفي په پاکستان کې د طالبانو د غړو د کورنیو او د هغوی د سوداګریزو فعالیتونو یادونه هم وکړه. نوموړې وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو څو ځله پاکستان ته د دې موضوع په اړه خبرداری ورکړی و.

کوفي په خپله وینا کې په پاکستان کې د ناامنۍ د ډېرېدو په اړه وویل چې طالبان او نورې افراطي او وسله‌والې ډلې د پاکستان او د سیمې د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ جوړوي.

هغې خبرداری ورکړ چې «له یوې ډلې سره بې بریده تعامل د هغې تېروتنې تکرارول دي چې پایله مو یې لیدلې ده».

کوفي د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم وویل چې دې ډلې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي او په عملي توګه یې له ابتدایي انساني او ټولنیزو حقوقو محرومې کړې دي.

په غونډه کې د پاکستان د مالیې او عوایدو چارو کې د دولت وزیر بلال اظهر کیاني د دوحې تړون پر بنسټ ټینګار وکړ چې د یوه ټولشموله سیاسي بهیر پیل او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو نه کېدو تضمین، د دغه تړون له بسنټیزو ژمنو څخه دي.

هغه وویل، سره له دې چې لوړپوړو پاکستاني پلاویو څو ځله افغانستان ته سفر کړی او پاکستان له طالبانو سره تعامل کړی، خو دده په وینا، «ټولې هڅې ناکامې شوې دي.» نوموړي ادعا وکړه چې د طالبانو رژیم له خپلو ژمنو څخه شاته شوی او د همکارۍ تمایل نه لري.

د طالبانو امربالمعروف وزیر وايي چې د طالبانو اداره «د ملت پلار» دی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ددې ډلې اداره د «ملت پلار» دی. هغه وویل:« تاسې ملت یاست او د ملت او حاکم ترمنځ نظام داسې دی لکه د زوی او پلار اړیکه». حنفي همدراز وویل چې ملت مکلف دی چې د طالبانو اوسنی حکومت ومني.

د طالبانو امربالمعروف وزارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۲۰مه وویل، چې ددغه وزارت وزیر خالد حنفي د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند په اماراتو ښارګوټي کې د یو جومات د بنسټ اېښودنې په مراسمو کې وویل، چې ددوی ټولې ادارې د خلکو پر مخ پرانېستې دي او خلک کولای شي خپلې ستونزې شريکې کړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د طالبانو ادارې مکلفې دي چې خلکو ته اساسي اسانتیاوې برابرې کړي او حقونه یې ورکړي.

نوموړی ادعا کړې، چې ددې ډلې هر وزیر له ولس څخه دی او نظام د ولس دی او د دوی په منځ کې هیڅ توپیر نشته.

که څه د طالبانو په دې واکمنۍ کې له ولس او رسنیو د شکایت حق اخیستل شوی دی خو د طالبانو امربالمعروف وزیر وايي، چې ولس کولای شي شکایت وکړي.

حنفي وايي د طالبانو واکمنۍ کې منکرات او وحشت له بېخه ختم شوی دي.

طالبانو په افغانستان کې له شپږمه پورته له نجونو د زده کړو او میرمنو څخه د کار حقونه اخیستي خو د طالبانو امربالمعروف وزیر وايي، چې میرمنو ته دوی څومره حق ورکړی د ځمکې پر مخ یو نظام هم نه دی ورکړی.

حنفي ټینګار کوي، چې دوی به مېرمنو ته حق ورکوي خو معیار به یې اسلام، شریعت، قران او سنت وي.

طالبانو ایران ته د ناقانونه تګ له امله په یوه اونۍ کې ۱۷۵۵ کسان نیولي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د ۲۰۷الفاروق قول اردو مسوولان وايي، چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې یې په هرات ولایت کې ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال ۱۷۵۵ کسان نیولي دي.

د طالبانو د ۲۰۷الفاروق قول اردو په وینا، د دې قول اردو ځواکونو هغه کسان نیولي چې غوښتل یې د هرات له لارې په غیرقانوني ډول نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران ته واوړي.

دغه کسان د هرات په غوریان او کهسان ولسوالیو کې نیول شوي دي.

په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې یاد کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته بېرته خپلو اړوندو سیمو ته لېږدول شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ویلي و چې طالبان هڅه کوي د کډوالۍ هغه لاملونه له منځه یوسي چې خلک هېواد پېښودو ته اړباسي.

ایران ته د افغانانو ناقانونه تګ په داسې حال کې چټک شوی چې په هېواد کې پراخ فقر، بېکاري او اقتصادي رکود د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.

طالبانو په کاپيسا او زابل کې څلور تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې دې ډلې په کاپیسا او زابل ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو ویلي چې دا کسان د غلا په تور له ۲۰ څخه تر ۳۵ دُرې وهل شوي او هر یو یې په دوه کاله بند محکوم شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ په جلا جلا مطبوعاتي اعلامیو کې د دې کسانو ته سزاګانې ورکړي دي.

د طالبانو ادارې یوازې په تیره اونۍ کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې شاوخوا ۹۰ کسان په دُرو وهلي دي.

په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو نږدې هره ورځ په عام محضر کې وګړو ته د بدني سزا ورکولو راپورونه ورکړي دي.

دا ډله تورنو کسانو ته د بدني سزا ورکول د "اسلامي قانون" له مخې بولي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو سازمانونو په دوامداره توګه له طالبانو غوښتنه کړې چې بدني سزا ورکول ودروي، خو دې ډلې دا غوښتنې له پامه غورځولې دي.

تاجکستان او طالبان پر ګډه پوله د امنیتي پېښو د مخنیوي پر لارو چارو کار کوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، په وروستیو میاشتو کې له افغانستان سره پر ګډه پوله د امنیتي پېښو، وسله‌والو نښتو او جرمي فعالیتونو کچه لوړه شوې، خو دوشنبه او طالبان پر ګډه پوله د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره ګډ کار کوي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین په پلازمېنې دوشنبې کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه وضعیت له امله د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي همغږۍ اړتیا نوره هم زیاته شوې ده.

د هغه په وینا، د دواړو لوریو د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ همکاري روانه ده، څو د سرحدي سرغړونو او ناامنۍ مخه ونیول شي.

نوموړي وویل چې طالب چارواکو د تاجکستان اندېښنې درک کړې او ژمنه یې کړې چې د سرحدي پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره به عملي ګامونه پورته کړي او د هرې پېښې په اړه به جدي څېړنې وشي.

وزیر زیاته کړه چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري مخ پر زیاتېدو ده او تېره کال له ۱۱۰ میلیونو ډالرو څخه لوړه شوې ده.

نوموړي همدارنګه وویل چې تاجکستان د سیمې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د نړیوالو همکاریو هرکلی کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان په سخت بشري وضعیت کې پرې نه ږدي.

هغه زیاته کړه، « زموږ دریځ د افغانستان په اړه همغسې پاتې دی. موږ غواړو افغانستان یو امن، باثباته، سوله‌ییز او بډایه هېواد وي».

په تېرو دوو میاشتو کې پر ګډه پوله د وسله‌والو بریدونو د زیاتوالي په اړه، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د دواړو هېوادونو د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ ګډ کار روان دی څو د سرحدي پېښو مخه ونیول شي.

په ورته وخت کې د تاجکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر خیرالدین عثمانزاده په خبري غونډه کې وویل چې تاجکستان له سیاسي اړخه خپل پخوانی دریځ بیا تکراروي او هغه په افغانستان کې دداسې حکومت را منځته کېدل دي، چې د ټولو افغانانو ګټې او حقونه افاده کړای شي.

په ناسته کې د تاجکستان د نشه‌یي توکو د کنټرول ادارې مشر ظفر صمد د افغانستان له پولې سره د نشه‌یي توکو د قاچاق د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی. هغه ویلي چې تېر کال له قاچاقبرانو سره ۱۷وسله‌والې نښتې شوې، چې په پایله کې یې دوه تاجک سرتېري او ۱۰افغان وګړي وژل شوي دي.

سره له دغه امنیتي اندېښنو، د تاجکستان حکومت ټینګار کوي چې د افغانستان سره اړیکې یوازې د امنیت پر بنسټ نه، بلکې د ملي ګټو، اقتصادي تعامل او بشري همکاریو پر محور تنظیموي. تاجکستان وايي چې لا هم افغانستان ته برېښنا صادروي او سرحدي بازارونه یې بېرته فعال کړي دي.

تاجکستان او افغانستان له ۱۳۰۰کیلومترو څخه اوږده ګډه پوله لري، چې ډېره برخه یې د اوبو له لارې تېره شوې ده.