• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه: پر اروپا برید نه‌کوو، خو د اړتیا په صورت کې بشپړ پوځي ځواب ته چمتو یو

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۵ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې روسیه د اروپا پر وړاندې د برید نیت نه‌لري؛ خو که اروپا د روسیې پر وړاندې د جګړې ګواښونه عملي کړي، مسکو به د ټولو شته پوځي وسایلو په کارولو سره بشپړ او پراخ پوځي ځواب ورکړي.

سرګي لاوروف د روسیې د اېن‌ټي‌وي شبکې سره په مرکه کې وویل:« موږ د اروپا پر وړاندې هېڅ برید ته اړتیا نه‌لرو او دا زموږ موخه نه‌ده؛ خو که اروپا ناڅاپه زموږ پر وړاندې د جګړې ګواښونه عملي کړي او پر روسیې برید وکړي، نو دا به یوازې ځانګړي پوځي عملیات نه‌وي؛ بلکې د ټولو پوځي وسایلو په کارولو سره به بشپړ پوځي ځواب وي».

د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف تر دې وړاندې ویلي و، روسیه باور لري چې اروپا ځان د جګړې لپاره چمتو کوي. په ورته وخت کې د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشره اورسولا فون درلاین د ۱۴۰۳کال د کب میاشتې په ترڅ کې د ۸۰۰ مېلیارده یورو دفاعي بودجې د تصویب خبر ورکړی و. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اوکراین تر جګړې وروسته د اروپا او روسیې ترمنځ سیاسي او پوځي کړکېچ دوام لري.

روسیه په تېرو میاشتو کې څو ځله د ناتو غړو هېوادونو د ختیځې اروپا او اوکراین شاوخوا هوايي حریم ته ننوته. د دغه پېښو په غبرګون کې د اروپایي هېوادونو د دفاع وزیرانو هوکړه کړې، چې د خپلو سرحدونو په اوږدو کې د «ډرون دفاعي دیوال» جوړ کړي؛ څو د اروپا فضا ته د تلونکو ډرونونو د کشف، څار او مخنیوي وړتیا لوړه کړي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

اېلان ماسک: سپېس‌اېکس پر مريخ د تمرکز پرځای په سپوږمۍ کې ښار جوړولو ته لومړیتوب ورکوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۶ GMT+۰

امریکایي مېلیارډر او د سپېس‌اېکس بنسټګر اېلان ماسک ویلي، د هغه شرکت خپل تمرکز له مريخ څخه سپوږمۍ ته اړولی او اوس د دې هڅه کوي چې د راتلونکو لسو کلونو په موده کې پر سپوږمۍ یو ځان‌بسیا کېدونکی ښار جوړ کړي.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د سپوږمۍ پر مخ د ښار جوړولو طرحه له تخنیکي او لوژستیکي پلوه د مريخ پرتله چټک عملي کېدای شي؛ ځکه د سپوږمۍ سفرونه هر لس ورځې شوني دي، حال دا چې مريخ ته یوازې هغه مهال سفر کېدای شي چې دواړه سیارې هر ۲۶میاشتې وروسته په مناسب مدار کې سره برابرې شي.

ماسک ویلي: «سپېس‌اېکس لا له وړاندې پر دې کار تمرکز کړی، چې پر سپوږمۍ یو پرمختللی ښار جوړ کړي؛ ځکه دا کار ښايي په لسو کلونو کې بشپړ شي، خو د مريخ ښار به تر شلو کلونو لا زیات وخت ونیسي».

د ماسک په وینا؛ سپوږمۍ ته سفر شاوخوا دوه ورځې وخت نیسي، په داسې حال کې چې مريخ ته د تګ موده نږدې شپږ میاشتې ده. سره له دې د سپېس‌اېکس مشر ټینګار کړی، چې د مريخ ښار جوړولو موخه لا هم د دغه شرکت د اوږدمهاله پلان برخه ده.

نوموړي ویلي، چې سپېس‌اېکس به هڅه وکړي د راتلونکو پنځو تر اوو کلونو په موده کې پر مريخ د ښار جوړولو چارې هم پیل کړي.

امریکا له ایران غوښتي چې د «معنا لرونکو امتیازاتو» سره خبرو اترو ته راستون شي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۰ GMT+۰

اورشلیم پوسټ د دوو باخبره سرچینو په حواله لیکلي، امریکا د ایران مذاکره کوونکي پلاوي ته ویلي تمه لري چې ایرانی پلاوی په راتلونکي پړاو کې د اټومي پروګرام او نورو مسلو په اړه له معناداره منځپانګو او امتیازونو سره خبرو ته راستون شي.

دغه دوو سرچینو اورشلیم پوسټ ته ویلي، چې ایراني مذاکره کوونکو د جمعې په ورځ د امریکا د حکومت له استازو سټیو وېټکاف او جرد کوشنر او همدارنګه د سنټکام له قوماندان براډ کوپر سره لیدلي دي.

ایران او امریکا د جمعې په ورځ په عمان کې حساس او برخلیک ټاکونکي مذاکرات پیل کړل، څو د ایران د اټومي پروګرام پر سر ژور اختلافات حل کړي؛ خو د مذاکراتو د اجنډا د پراخولو پر سر اختلاف کولای شي ډیپلوماسي له خپلې لارې واړوي او په منځني ختیځ کې د یوې بلې شخړې د رامنځته کېدو ګواښ زیات کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې ورځې د مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته وویل:« له امریکا سره مذاکرات اوږده او سخت وو».

سره له دې چې دواړه خواوو له لوېدیځ سره د ایران د اوږدمهاله اټومي شخړې په اړه د ډیپلوماسۍ د بیا ژوندۍ کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی، واشنګټن غواړي د خبرو اترو لمنه پراخه کړي؛ څو د ایران د بالسټیک توغندیو پروګرام، په سیمه کې د وسله‌والو ډلو څخه د تهران ملاتړ او «له خپل ولس سره د چلند څرنګوالی» هم په‌کې شامل شي.

که څه هم په ډیپلوماټیکو مذاکراتو کې د پوځي چارواکو ګډون عادي خبره نه‌ده؛ خو ټرمپ تر دې وړاندې لوړپوړي پوځي قومندانان هم خبرو ته استولي دي. ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی، که کومه هوکړه ونه شي؛ نو ښايي «بدې پېښې» رامنځته شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو پر دوام ټینګار وکړ

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې مسکو د ایران د اټومې قضیې په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل عُماني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران او امریکا لپاره د منلو وړ هوکړې ملاتړ کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سرګي لاوروف د عُمان د بهرنیو چارو وزیر سید بدر بن حمد البوسعیدي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

لاوروف د یادو خبرو پر مهال د سیمې د امنیت ډاډمنتیا او د شخړو د خطرونو د له‌منځه وړلو لپاره د تهران او واشنګټن ترمنځ د منلو وړ هوکړې ته رسېدل اړین بللي دي.

نوموړي همداراز د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو د اسانتیاوو په برخه کې د عُمان سولې غوښتونکې هڅې هم ستایلې دي.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو د تېرې جمعې په ورځ د عُمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شو. د عُمان د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې ویلي وو، چې د مذاکراتو په دې پړاو کې «جدي خبرې اترې» وشوې او دواړه لوري د مذاکراتو د دوام لپاره چمتو دي.

د ایران او امریکا ترمنځ دغه مذاکرات پر داسې مهال پیل شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې شخړې او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ د احتمال په اړه اندیښنې ژورې شوي او ټرمپ ایران ته ګواښ کړی، که یې غوښتنې ونه‌مني، نو «سخت» برید به پرې وکړي.

انتونیو جوس‌سیګورو د پرتګال ولسمشریزې ټاکنې په غوڅ اکثریت سره وګټلې

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۹ GMT+۰

د منځلاري سوسیالېست ګوند نوماند انتونیو جوس‌سیګورو د پرتګال په ولسمشریزو ټاکنو کې د سخت‌دریځي ښي اړخي سیال اندري وینتورا پر وړاندې بریا خپله کړه او ټاکنې یې په غوڅ اکثریت سره وګټلې.

په پرتګال کې د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د رسمي پایلو له‌مخې، ۶۳ کلن سیګورو د نږدې ۶۷ سلنه رایو په ګټلو سره د یاد هېواد د نوي ولسمشر په توګه غوره شو.

د راپورونو له‌مخې، سیګورو د ۶۶ اعشاریه ۸ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره د پنځو کلونو لپاره د پرتګال ولسمشر شو. هغه په تېرو ۲۰ کلونو کې لومړنی سوسیالېست ولسمشر دی چې د محافظه کاره مارسیلو ریبیلو ډې‌سوزا ځای ناستی کېږي.

سیګورو خپله بریا د ازادۍ او ولسواکۍ لپاره د ولس ځواب وباله او ژمنه یې کړې چې د یوه کیڼ اړخي په توګه به د سیاسي بحرانونو د مخنیوي لپاره کار وکړي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د پرتګال د ولسمشر په توګه د انتونیو جوس‌سیګورو د غوره کېدو له امله نوموړي ته مبارکي ویلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پیاوړتیا، د ملګرتیا تړون او د فرانسې او پرتګال د خلکو تر څنګ د یوې ښې اروپا پر جوړولو ټینګار کړی دی.

امریکا ملګرو ملتونو ته د خپلو میلیاردونو ډالرو پورونو یوه برخه ورکوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۰

امریکا غواړي د ملګرو ملتونو د میلیاردونو ډالرو پور یوه برخه پرې کړي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټرز ویلي، چې پر دغه هېواد د ملګرو ملتونو د پورونو لومړۍ برخه به تر راتلونکو څو اونیو ورکړل شي.

په تېره میاشت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش خبرداری ورکړی وو، چې یاد سازمان له مالي اړخه له سخت وضعیت سره مخ دی او له غړو هېوادونو څخه یې په یوه لیک کې د خپلو پورونو د پرې کولو غوښتنه کړې وه.

له دې سره سم، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټرز له رویټرز اژانس سره په یوې ټیلیفوني مرکه کې ویلي، چې امریکا به په راتلونکو څو اونیو کې ملګرو ملتونو ته د خپلو پورونو یوه برخه ورکړي.

مایک والټرز د ملګرو ملتونو د پورونو ورکړې تګلاره «سخته مینه» بللې او ویلي یې دي، چې امریکا غواړي ملګري ملتونه بېرته د سولې او امنیت په برخه کې خپلو اساسي دندو ته وروګرځوي او له بیوکراسۍ خلاص شي.

والټرز د خپلو خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو پر تشکیلاتو هم نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده، چې ځینې ادارې له اړتیا پرته فعالیت لري.

د رویټرز د راپور له‌مخې، ځینې هېوادونه له ملګرو ملتونو څخه پوروړي دي او د یادو پورونو لویه برخه پر واشنګټن پاتې ده.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، د یاد سازمان د عادي بودجې د پورونو ۹۵ سلنه پر امریکا پاتې ده، چې د فبرورۍ تر پیل پورې ۲ اعشاریه ۱۹ میلیارده ډالره شوه.

همدارنګه امریکا ۲ اعشاریه ۴ میلیارده ډالره د اوسنیو او تېرو سوله ساتو ماموریتونو او ۴۳ اعشاریه ۶ میلیونه ډالره د ملګرو ملتونو له محکمو پوروړې ده.

د راپورونو له‌مخې، امریکا د تېرکال ۸۲۷ میلیونه ډالره او د ۲۰۲۶ کال ۷۶۷ میلیونه ډالره هم د ملګرو ملتونو عادي بودجې ته نه‌دي ورکړي.