• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان نږدې ۲۰زره هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، افغانستان ته ستنوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۰

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې ۱۹زره او ۹۷۳ افغان کډوال چې په دغه هېواد کې امریکا ته د تګ په تمه دي؛ بېرته افغانستان ته ستانه کړي. دغه افغان کډوال له امریکا سره د همکارۍ له امله د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي.

د «24NewsHD» ټلوېزیوني شبکې د یکشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ازاد کشمیر او ګلګت-بلتستان په ګډون به د ټولو ایالتونو د پولیسو مشرانو ته لیکونه واستول شي؛ ترڅو د دغه افغان کډوالو بېرته ستنولو چارې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته ستنولو لړۍ له تېر یو کال راهیسې خورا چټکه شوې او اکثریت یې هغه خلک دي چې امریکا ته د تګ په تمه دي.

په دغه راپور کې راغلي، زرګونه افغانان په پاکستان کې د امریکا د ویزو په تمه دي؛ خو ښکاري چې امریکا د دوی د منلو لپاره چمتو نه‌ده. د دې ترڅنګ پاکستان به د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر عملي کړي.

یاده دې وي، چې په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا زرګونه هغه افغانان چې د دغه هېواد لپاره یې کار کاوه یا د امریکا سره یې تړاو لاره، له افغانستان نه انتقال کړي وو. دوی د طالبانو حکومت د احتمالي غچ اخیستنې له وېرې خوندي ځای ته انتقال شوي وو؛ خو اوس د پاکستان له لوري د بېرته ستنولو له ګواښ سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکي: روان کال افغانستان ته تر ۴۹زره ټنه زیات کرنیز توکي صادر شوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۰

د ایران د سربیشه ولسوالۍ د کرنې برخې چارواکي وايي، د ماهیرود پر پوله یې له افغانستان سره سوداګري پراخه شوې او په روان کال کې یې د شاوخوا زر مېلیارډه تومانو په ارزښت ۴۹زره ټنه کرنیز توکي صادر کړي. هغه ویلي، د همدې پولې له لارې یې درېیمو هېوادونو ته شاوخوا ۳۶زره ټنه توکي لېږلي دي.

د ایران د سربیشه ولسوالۍ د کرنېز جهاد مشر حسین محمدي‌ د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) ویلي، چې د ماهیرود پر پوله یې ترانزیټ د پام وړ زیات شوی. نوموړي زیاته کړې: «په ۱۴۰۴ کال کې د ثبت شویو شمېرو له مخې شاوخوا ۴۹زره ټنه کرنیز توکي تر زر مېلیارډ تومانو په لوړه بیه افغانستان ته صادر شوي دي».

د هغه په خبره؛ په دې توکو کې سبزیجات او تازه مېوه هم شامله ده. محمدي‌ ویلي، چې د همدې پولې له لارې یې له افغانستان څخه د ۳۶زره ټنه څخه زیات کرنیز توکي هند، متحده عربي اماراتو، عراق او پاکستان هېوادونو ته لېږلي دي.

د سوېلي خراسان والي وړاندې ویلي و، چې په همدې کال له ایران نه افغانستان ته د ۱.۱ مېلیارډ ډالرو په ارزښت له ۳ مېلیون ټنو زیات توکي صادر شوي. د هغه په خبره؛ په یادو صادراتو کې د ماهیرود پولې ونډه پراخه وه، چې له همدې لارې یې د ۳۸۰ مېلیون ډالرو په ارزښت ۱.۵ مېلیون ټنه صادرات کړي دي.

د ملابرادر څرګندونو ته د اندېشه غبرګون: افغانستان نن د خپلو خلکو لپاره «زقوم» دی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۳ GMT+۰

په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه د ملا برادر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د «زقوم ونې» سره تشبیه کول د خلکو او د سیمې د هېوادونو لپاره بې‌ځایه خبره نه‌ده او دغه تشبیه د اوسني وضعیت ژور انعکاس دی.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې «د زقوم ونه په قران کې د مطلق تریخوالي نښه ده، هغه ونه چې ریښه یې د دوزخ په تل کې ده او مېوه یې پرته له سوځولو او تباه کولو بل کار نه‌لري». د هغه په وینا؛ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د همدې تشبیه کارول د خلکو د ژوند واقعیتونه او د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې ښه انځوروي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان مشران د سیاست په ډګر کې کله د «زمري» او کله هم د «زقوم» بڼه خپلوي او دغه بدلون د ویاړ او زهر ځواک د ادعا او اخلاقي بې‌وسۍ ترمنځ د هېواد د ډېرو بدمرغیو بنسټیزه ریښه ده.

اندېشه خبرداری ورکړی، تر هغه وخته چې په افغانستان کې انسانیت د ویاړ په ارزښت بدل نه‌شي او واک ته ونه رسېږي، «زقوم به همداسې شنه کېږي او دوزخ به لا پراخېږي.» هغه ویلي، چې په داسې وضعیت کې به هېڅوک د دوی د لس کلنې پانګونې ویزه وانخلي.

تېره ورځ د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر د پاکستان له نوم یادولو پرته ویلي و، «افغانستان د زقوم ونې په څېر دی، چې نوي زېږېدلي ماشومان یې نه‌شي هضمولی». هغه وايي، چې دې ونې د امپراتوریو مرۍ هم ور ترخې کړې دي.

ازبک چارواکی: له افغانستان سره به د سوداګرۍ کچه ۲ مېلیارډ ډالرو ته لوړه شي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۱ GMT+۰

د ازبکستان د ولسمشر سلاکار جولان وهابوف د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال احمدالله زاهد سره په لیدنه کې ویلي، چې تېر کال یې له افغانستان سره سوداګري ۱.۶ مېلیارډ ډالرو ته لوړه شوې وه. نوموړي زیاته کړې، په راتلونکي‌ کې به دغه کچه ۲ مېلیارډ ډالرو ته ورسوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ورات د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال احمدالله زاهد د ازبکستان د مرکزي‌ اسیا د نړۍوال اسنټیټیوت له مشر او د دغه هېواد د ولسمشر له سلاکار جولان وهابوف سره په لیدنه کې د سوداګرۍ او اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي زاهد په حواله راغلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي ټاکل شوې کمېټې باید د ستونزو او خنډونو حل ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه ویلي:« شاوخوا شپږ کاله وړاندې د دواړه هېوادونو کلنی سوداګریز حجم ۶۰۰ مېلیون ډالر و؛ خو له نېکه مرغه تېر کال دغه شمېر ۱.۶ مېلیارد ډالرو ته لوړ شوی دی. په راتلونکې کې به دغه سوداګریز حجم تر ۲ مېلیارد ډالرو پورې لوړ شي».

ایراني پوله ساتو ځواکونو د یوې نهه کسیزې افغان کورنۍ له ژغورلو خبر ورکړی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۹ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي د پوله ساتو ځواکونو قوماندان مجید شجاع وایي، یوه نهه کسیزه افغان کورنۍ چې د سختو ورښتونو او سړې هوا له امله د تایباد په پوله کې بنده پاتې وه؛ د خراسان رضوي پوله ساتو ځواکونو له‌خوا وژغورل شوه.

دغه کورنۍ چې څلور ماشومان، دوه ښځې او درې نارینه په‌کې شامل وو، په ناقانونه توګه له پولې څخه د تېرېدو پرمهال د سختو ورښتونو او سړې هوا له امله بنده پاتې شوه. مجید شجاع د یادې پېښې په اړه وویل: «ورښتونو او سړې هوا د دغه کسانو لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی و او په سیمه کې د دوی پاتې کېدل مرګونې پایلې لرلې».

د نوموړي په وینا؛ دغه کورنۍ یو خوندي ځای ته لېږدول شوې. د ایران د تایباد ولسوالۍ څارنوالۍ د (لېندۍ په ۳۰مه) اعلان وکړ، ایراني ځواکونو له ۲زره ډېر هغه افغان کډوال ژغورلي چې د ایران او افغانستان په پوله د سختې واورې او یخنۍ له امله بند پاتې وو.

خو (د لېندۍ په ۲۸مه) په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه ایران ته تللي وو د یخنۍ څپې پرمهال د ایران په خاوره کې مړه شوي. سرچینو وویل، چې د لږترلږه ۱۵ کسانو جسدونه د هرات ولایت کهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لېږدول شوي دي.
ځینې سرچینې د مړو شمېر لسګونه تنه ښیي. د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي د یخنۍ له امله د کوهسان په پوله د درېیو افغانانو د مړینې پخلی کړی دی.

د طالبانو د هرات والي د روژې په مناسبت د خوراکي توکو پر زیاتو وارداتو ټینګار کړی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۰

د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار د غوړیو او وریجو له واردوونکو یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې د را روانې روژې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې چې د ګمرکونو، صنعت او سوداګرۍ او ټولګټو ریاستونو مسوولینو هم حضور درلود، نور احمد اسلام‌جار د وریجو او غوړیو د وارداتو د زیاتوالي پر اړتیا له ټینګار سربېره وویل: «د روژې په مبارکه میاشت کې د بیو د کمولو او خلکو ته د خوراکي توکو د لاسرسي د زیاتولو لپاره باید په بازارونو کې کافي وریجې او غوړي وي».

نوموړي همداراز له سوداګرو وغوښتل، چې د وریجو او غوړیو وارداتو ته باید لومړیتوب ورکړي او واردونکو سوداګرو ته یې ډاډ ورکړ، چې د وارداتو پروسه به د هرات- خواف ریل پټلۍ، اسلام کلا ګمرک او تورغونډۍ له لارې اسانه شي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې د وريجو او غوړيو واردوونکو سوداګرو د خوراکي توکو د وارداتو د زياتولو لپاره خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړ.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د لومړنیو خوراکي توکو له اړخه لا هم یو وارداتي هېواد دی.