د ۲۰۲۶ کال په شل اوریز نړۍوال جام کې د سوېلي افریقا، سکاټلنډ او زیمبابوې د لوبډلو بریاوې

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام د ګروپي پړاو سیالیو په دوام د سوېلي افریقا، سکاټلنډ او زیمبابوې لوبډلو وکولای شول خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي. د سوېلي افریقا لوبډله چې په ۴م ګروپ کې د افغانستان له لوبډلې سره همګروپ ده، کاناډا ته په ماتې ورکولو سره د خپل ګروپ د جدول سر ته راغله.
سوېلي افریقا کاناډا ته د ۵۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دوو نمرو په ترلاسه کولو او د نیوزیلنډ په پرتله د غوره رنرېټ له امله د څلورم ګروپ د جدول په سر کې ځای ونیوو.
په نورو سیالیو کې د زیمبابوې لوبډلې د یوازې دوو ویکټو په له لاسه ورکولو سره عمان ته ماتې ورکړه او په دې بریا سره د دغو سیالیو د دویم ګروپ د جدول سر ته ورسېده.
همدارنګه د سکاټلنډ د کرېکټ لوبډلې ایټالیا ته د ۷۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دوو نمرو په لرلو سره د درېیم ګروپ د ډلبندۍ په جدول کې دویم ځای ته راغله. سکاټلنډ تر اوسه د دغه ګروپ یوازینۍ لوبډله ده، چې دوه لوبې یې ترسره کړې دي؛ هغه لوبډله چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې د ویسټانډیز پر وړاندې ماتې خوړلې وه.
په ورته وخت کې، ځینو لوبډلو لا تر اوسه په دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه نه ده ترسره کړې. له لومړي ګروپ څخه نامیبیا، له دویم ګروپ څخه اسټرالیا او له څلورم ګروپ څخه متحده عربي امارات هغه لوبډلې دي، چې تر دې دمه میدان ته وتلې نه دي.
