• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په عمان کې د طالبانو سفیر د هند له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د عمان په پلازمېنه مسقط کې د طالبانو سفیر حافظ عمر د دغه هېواد لپاره د هند له سفیر، غداورټي وینکاتا سرینواس سره کتلي او پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو یې خبرې اترې کړي.

په مسقط کې د طالبانو له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب سفیر په عمان کې میشتو افغانانو ته د هند د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د هند له لوري د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو یو او بل ته د دوه اړخیزو اوږدمهاله همکاریو ډاډ ورکړی.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې په تېرو څو اونیو کې د طالبانو او هند تر منځ د سفیرانو په کچه څو کتنې شوې دي، چې پکې د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي همکاریو د پیاوړتیا اړوند خبرې شاملې وې.

څو ورځې وړاندې په قرغیزستان کې د طالبانو سفیر عبدالشکور حقاني د هند له سفیر بېرېندر سِنگ، سره وکتل .

له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو له ترینګلتیا وروسته، طالبانو او هند خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

له غزې څخه یوې مېرمنې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د فلسطین د غزې یوې اوسیدونکې مها جبار احمد النهال افغانستان انټرنشنل ته په یوه لیک او غږیز پیغام کې ویلي، چې دوی او د غزې نور خلک له خورا بد ناورین سره مخ دي. هغې، چې اوس په خیمه کې ژوند کوي، د ژمنیو جامو او نورو حیاتي توکو د سملاسي ور رسولو غوښتنه کړې ده.

داسې ښکاري چې میرمن مها د ټولنیزو رسنیو له لارې د افغانستان انټرنشنل د اړیکو شمیرې ترلاسه کولو وروسته د ګوګل ژباړې په کارولو سره خپل غوښتنلیک په پښتو ژبه وژباړلی دی.

هغې خپل او د خپلو پنځو کوچنیو ماشومانو څو ویډیوګانې هم استولې چې په خیمو کې په بد وضعیت کې ژوند کوي.

میرمن مها، چې له رفح سیمې څخه ده، وايي چې دوه کاله وړاندې اسراییلي ځواکونو په زوره له خپلې سیمې اېستلې او اوس په خان یونس کې ژوند کوي.

هغه د خپل ژوند شرایط ستونزمن بیانوي او وايي چې د روژې په رارسیدو سره خوړو او جامو ته اړتیا لري.

نوموړې په ​​یوه ویډیو کې وايي،"موږ هیڅ نه لرو، موږ خیمې نه لرو، د ژمي جامې نه لرو، او حتا د خوړو د چمتو کولو وسایل هم نه لرو. زه په افغانستان کې له خپلو خویندو او وروڼو څخه غوښتنه کوم چې له موږ سره مرسته وکړي. موږ له دې ژوند او په خیمو کې ژوند کولو څخه ستړي شوي یو."

هغې د خپلو خیمو د ځمکې لپاره د پیسو غوښتنه هم کړې ده.

مها وايي چې که د ځمکې څښتن ته پیسې ور نه کړي، له دې ځایه یې باسي.

هغې په خپل لیک کې خبرداری ورکړی،چې د سیمې اوسیدونکي له "ستر بشري ناورین" سره مخ دي.

میرمن مها زیاته کړې، چې « جګړې زموږ کورونه ویجاړ کړي دي او موږ اوس په خیمو کې له مناسبې سرپناه، کمپلو او ژمنیو جامو پرته ژوند کوو».

په غزه کې سختې سړې هوا ته په اشارې سره میرمن مها خبرداری ورکړی،چې ماشومان، ښځې او زاړه د مرګ له خطر سره مخ دي: « موږ د تودوخې لپاره مناسب وسایل نه لرو، کافي کمپلې یا د ژمي جامې نه لرو».

د غزې دې اوسیدونکې د بیړنۍ مرستې غوښتلو تر څنګ افغانستان انټرنشنل ته خپل لیک او د اړیکو شمیره هم لېږلې ده.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې په غزه د اسراییل د یرغل له پیل راهیسې، له ۷۱۰۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي او په ملیونونو بې ځایه شوي دي.

د مرستو او بشري حقونو سازمانونو په وار وار په غزه کې د بشري بحران د زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په غزه کې د فلسطینیانو وضعیت "له ناورین او له غیر انساني حالت څخه هاخوا" بللی و.

د خوړو د بحران راپور ورکولو نړیوالې شبکې هم مخکې په غزه کې د پراخې قحطۍ خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې له نیم ملیون څخه ډیر خلک یا د غزې د نفوس څلورمه برخه قحطي تجربه کړې ده.

جاپان په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ګواښونو کمولو لپاره نوې پروژه پیلوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جيکا) د ملګرو ملتونو له پروژوي دفتر(یو این او پي ایس)سره د شاوخوا ۱۰میلیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی، چې تمرکز یې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته کېدونکو طبیعي پېښو د اغېزو پر کمولو دی.

د جيکا د معلوماتو له مخې، دا تړون نن دوشنبه، د سلواغې پر ۲۰مه لاسلیک شوی او موخه یې دا ده چې زیانمنې ټولنې د سېلابونو، وچکالیو او نورو اقلیمي پېښو پر وړاندې لا ډېرې چمتو او پیاوړې شي.

د جیکا د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې به د ټولنې په کچه د چمتووالي میکانېزمونه پیاوړي شي، د بېړنیو حالاتو د مدیریت وړتیا به لوړه شي او خلکو ته به اړینې روزنې ورکړل شي، څو وکولای شي د طبیعي پېښو پر مهال اغېزناک غبرګون وښيي.

جيکا ویلي، دا پروژه به د دوو کلونو په موده کې پلي کېږي او تمه ده چې د اقلیمي بدلونونو له امله د انساني او اقتصادي زیانونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

په کابل کې د درملو بیې ۴۰ سلنه لوړې شوې دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل په کابل کې د درملتونونو له مسوولینو سره خبرې کړې او وروستۍ بیې ښيي، چې د ځینو اړینو شربتونو او درملو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې دي. د درملتونونو د مسوولانو په وینا، د ځینو درملو بیې ۴۰ سلنه لوړې شوې دي.

امکلاو-ډي ایس شربت (۶۰ ملی لیتره)، یو انټي بیوټیک چې د باکتریایي انتاناتو درملنې لپاره کارول کیږي، له ۶۱ افغانیو څخه ۱۰۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.

سیفیګیټ ډي ایس شربت (۲۰۰ ملی ګرامه/۵ ملی لیتره)، یو انټي بیوټیک چې د مختلفو انتاناتو درملنې لپاره کارول کیږي، او دغه راز د پوستکي او تنفسي انتاناتو لپاره هم وړاندیز کیږي، له ۷۲ افغانیو څخه ۱۰۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.

کوزوم-اي شربت، د ټوخي ضد درملو او د معافیت سیسټم د لوړوونکو ترکیب چې د زکام او تنفسي انتاناتو نښې کمولو لپاره هم کارول کیږي، له ۲۷ افغانیو څخه ۶۵ افغانیو ته لوړ شوی دی.

وینټولین (سالبوټامول + ګوایفینسین)، یو برونکډیلیټر چې د سالنډۍ او تنفسي ستونزو درملنې لپاره کارول کیږي، له ۳۳ افغانیو څخه ۶۵ افغانیو ته لوړ شوی دی او اوس په ډیری درملتونونو کې کم دی.

د ټری میټابول (۱۵۰ ملی لیتره) یو شربت چې د انتاناتو درملنې او د معافیت سیسټم د پیاوړتیا لپاره کارول کیږي، له ۵۳ افغانیو څخه ۸۵ افغانیو ته لوړ شوی دی.

د اجیکسي-کلاو (۶۲۵ ملی ګرامه)، یو انټي بیوټیک چې د منځنۍ او شدیدې باکتریایي انتاناتو درملنې لپاره کارول کیږي، له ۵۰ افغانیو څخه ۷۵ افغانیو ته لوړ شوی دی.

د کابل د یو درملتون یو تن مسوول وویل:«ډیری درمل کم شوي او ناروغان، کورنۍ او طبي کارمندان له ستونزو سره مخ دي.»

یو بل درمل پلورونکي وویل، چې هیڅ هیواد نه دی توانیدلی چې د پاکستان په پرتله د درملو بدیل شي.

په روان کال لړم میتاشت کې د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته امر وکړ، چې د درملو د واردولو لپاره بدیلې لارې ومومي. هغه خبرداری ورکړ،چې د پاکستان د سرحدي لارو تړل د بازار او عامو خلکو لپاره ستونزې رامنځته کوي.

ملا برادر د درملو واردوونکو څخه وغوښتل، چې د دریو میاشتو په اوږدو کې له پاکستان سره خپلې ټولې کړې معاملې ختمې کړي او بدیلې لارې ومومي.

له هغه وخت راهیسې طالب چارواکو هند، ترکیې، ایران او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته سفرونه کړي؛ خو تر اوسه یې د درملو د بیې د راټیټولو لپاره کومه لاره نه ده موندلې.

د طالبانو او ایران استازي د سرحدي نښو د تثبیت په تړاو په تهران کې غونډه کوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌ابادي د طالبانو د سرحدنو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر مولوي نورالله نوري سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې، دواړو لوریو د روانو همکاریو بهیر مثبت ارزولی او د سرحدي سندونو او نښو د نوي کولو، همدارنګه د ګډو تخنیکي او کاري ناستو د چټکتیا پر اړتیا یې هوکړه کړې ده.

په دې اړیکه کې دواړو چارواکو د سرحدي مسایلو د حل لپاره د دوامدارې همغږۍ پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ګډې هڅې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ستونزو د کمېدو لامل شي.

د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې ده چې د ایران او طالبانو د لوړو سرحدي چارواکو بله ګډه غونډه به په ۱۴۰۵لمریز کال کې د ایران په کوربه توب ترسره شي.

فوزیه کوفي په لاهور کې: له طالبانو سره تعامل د تېرې ۳۰ کلنې تېروتنې تکرار دی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۰

د افغانستان د ولسي جرګې مخکینۍ غړې فوزیه کوفي په لاهور کې یوې غونډو ته په خبرو کې له طالبانو د پاکستان اوږدمهاله ملاتړ تېروتنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له دې ډلې سره بې قید او شرطه تعامل د تېرو ۳۰ کلنو تېروتنو تکرارول دي.

کوفي په لاهور کې د عاصمه جهانګیر په شپږمه کلنۍ غونډه کې، چې د پاکستان نورو سیاستوالو او څیړونکو پکې ګډون کړی و، وویل چې په پاکستان کې د ناامنۍ زیاتېدو اصلي لامل له طالبانو د اسلام اباد د ملاتړ پالیسۍ دي او اوس خلک د دې ملاتړ بیه ورکوي.

هغې زیاته کړه چې د تېرو درې لسیزو په ترڅ کې طالبانو په پاکستان کې څرګند مرکزونه درلودل او خپل فعالیتونه یې هلته ترسره کول. کوفي په پاکستان کې د طالبانو د غړو د کورنیو او د هغوی د سوداګریزو فعالیتونو یادونه هم وکړه. نوموړې وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو څو ځله پاکستان ته د دې موضوع په اړه خبرداری ورکړی و.

کوفي په خپله وینا کې په پاکستان کې د ناامنۍ د ډېرېدو په اړه وویل چې طالبان او نورې افراطي او وسله‌والې ډلې د پاکستان او د سیمې د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ جوړوي.

هغې خبرداری ورکړ چې «له یوې ډلې سره بې بریده تعامل د هغې تېروتنې تکرارول دي چې پایله مو یې لیدلې ده».

کوفي د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم وویل چې دې ډلې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي او په عملي توګه یې له ابتدایي انساني او ټولنیزو حقوقو محرومې کړې دي.

په غونډه کې د پاکستان د مالیې او عوایدو چارو کې د دولت وزیر بلال اظهر کیاني د دوحې تړون پر بنسټ ټینګار وکړ چې د یوه ټولشموله سیاسي بهیر پیل او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو نه کېدو تضمین، د دغه تړون له بسنټیزو ژمنو څخه دي.

هغه وویل، سره له دې چې لوړپوړو پاکستاني پلاویو څو ځله افغانستان ته سفر کړی او پاکستان له طالبانو سره تعامل کړی، خو دده په وینا، «ټولې هڅې ناکامې شوې دي.» نوموړي ادعا وکړه چې د طالبانو رژیم له خپلو ژمنو څخه شاته شوی او د همکارۍ تمایل نه لري.