• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په کابل او بدخشان کې یې غله او نشه‌یي توکي نیولي دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل او بدخشان کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د غلو د نیولو ترڅنګ یوه اندازه نشه‌یي توکي هم کشف کړي دي. د یاد وزارت په وینا؛ د یادو عملیاتو پرمهال څو تنه نیول شوي او زرګونه نشه‌یي ټابلیټونه او چرس ترلاسه شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې ځواکونو درې تنه غله نیولي چې له دغه کسانو سره ۲۰زره افغانۍ، یو ټلوېزیون، یو میل تومانچه او رېکشا ترلاسه شوې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسانو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د وسلې پر مټ غلاوې کولې.

د یاد وزارت په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې راغلي، په بدخشان ولایت کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو پرمهال ۲۳ کیلوګرامه چرس نیولي او په دې تړاو درې تنه نیول شوي دي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

یاد وزارت وړاندې ویلي، چې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند یې هم ۱۴زره او ۲۰۰ نشه‌یي ټابلیټونه کشف او ترلاسه کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له پاکستان نه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګاوه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو مالیې وزارت خبر ورکړی، چې نن دوشنبې (د سلواغې له ۲۰مې) وروسته له پاکستان نه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز پيل او عملي کېږي. د یاد وزارت په وینا؛ پر قاچاقي لارو د درملو ترڅنګ د هر ډول توکو د لېږد مخنیوی به هم کوي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر ویلي، چې له نن وروسته د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د پاکستاني درملو وارداتو ته اجازه نه ورکول کېږي. نوموړي زیاته کړې، چې د طالب چارواکو د پرېکړې له مخې به له پاکستان نه د درملو او نورو توکو د قاچاق مخنیوی هم کوي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې قاچاق کوونکي به تر نیولو وروسته محکمې ته وسپارل شي او قاچاق شوي توکي به یې له‌منځه یوړل شي. نوموړي زیاته کړې: «له نن څخه وروسته د هېواد په ټولو ګمرکونو کې پاکستاني درملو ته د را ورادولو اجازه نه ورکول کېږي او دارنګه د تل په څېر د قاچاقي لارو څخه د درملو په ګډون د هر ډول اموالو د لېږد څخه په کلکله مخینوی کېږي».

د‌ طالبانو دغه وزارت له سوداګرو غوښتنه کړې، د پاکستان د درملو پر ځای د بدیلو لارو څخه درمل وارد کړي چې په دې برخه کې اسانتیاوې هم ورته په پام کې نیول شوې دي. د سلواغې مياشتي په لومړۍ نېټه یاد وزارت سوداګرو ته خبر ورکړی و، چې د ۱۹ ورځو په لړ کې خپلې ټولې معاملې، اسناد او سوداګري له پاکستان سره ختمه کړي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو سیاسي او سوداګریزو ترینګلتیاوو او د ترانزیتي لارو د تړل کېدو له امله د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سوداګرو ته د درېیو میاشتو ضرب‌الاجل ټاکلی و؛ څو له پاکستان سره خپلې ټولې سوداګریزې معاملې تصفیه کړي.

اصف درانی: د نیابتي ډلو ملاتړ د سیمې ثبات ته جدي ګواښ دی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو فعالیت ته اجازه ورکول او د هند له‌خوا د نیابتي ډلو کارول د پاکستان او ټولې سیمې لپاره جدي ګواښونه لري.

اصف دراني پر اېکس پاڼه د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداري له خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، ترهګري هغه ځای کې پراخېږي چېرته چې ترې ملاتړ وشي. دراني ټینګار کړی، چې د سولې ټینګښت یوازې د مسوولانه اقداماتو له لارې شونی دی؛ نه د ستونزو د انکار یا سترګو پټولو له لارې.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د لومړي ځل لپاره پر طالبانو مستقیمه نیوکه کړې او ویلي یې و، د سپټمبر د ۱۱مې نېټې نه وړاندې وضعیت پرتله یې ګواښناک وضعیت رامنځته کړی دی. هغه د هند له نوم اخېستو پرته ویلي، چې ختیځ ګاونډی د طالبانو د رژیم ملاتړ کوي.

له بل پلوه دراني زیاته کړې، چې د سولې ټینګښت د هېوادونو د مسوولیت اخیستو، همکارۍ او شفافې پالیسۍ غوښتنه کوي. د طالبانو حکومت بیا د پاکستاني چارواکو دغه ډول ادعاوې په وار، وار رد کړې دي او وایي، چې پاکستان کې دې د خپلې کمزورۍ پړه په نورو نه اچوي.

له بل پلوه د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ویلي، ځینې ګاونډي هېوادونه او چارواکي یې بې‌ځایه اندېښنې لري چې ګواکې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي. نوموړی وايي، دغه هېوادونه دې د اندېښنو او تورونو پر ځای خپل امنیت په خپله ټینګ کړي.

د کانونو پراخه کېندنه؛ په کونړ کې د یو مېلیارډ افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې پلورل شوې

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۵ GMT+۰

کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وایي، چې تر دې مهاله په دغه ولایت کې د ګران بیه ډبرو د پلور لپاره د یو مېلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴بولۍ ترسره شوې چې ۱۰مه برخه عواید یې طالبانو ترلاسه کړي دي.

په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمدشیرین وایي:«په دغه ولایت کې د مارکېټ ځانګړي کولو وروسته تر دې مهاله د ۱۵۳ بېلابېلو سیمو ګران بیه ډبرې د پلور لپاره وړاندې شوې دي او له دې ډلې څخه ۱۴ بولۍ ترسره شوې، چې ارزښت یې له یو میلیارد افغانۍ زیات دی».

هغه زیاته کړې، چې د دغه سوداګرۍ ۱۰مه برخه د طالبانو عوایدو ته اضافه شوې ده. نوموړي وویل:« دغه اقدام د کانونو د مدیریت او د بازار شفافیت لپاره یو مهم ګام دی؛ خو زموږ موخه دا ده، چې د ټول ولایت د قیمتي ډبرو د عوایدو یو منظم سیسټم رامنځته کړو».

په ورته وخت کې کارپوهان او ځایي خلک خبرداری ورکوي، چې د کانونو کېندنه په کونړ کې تر اوسه هم نامسلکي، ناقانونه او غیر شفافه ده. دوی وایي، که څه هم د بولیو له لارې یوشمېر عواید ترلاسه کېږي؛ خو د طبیعي زېرمو د ضایع کېدو او د اقتصادي شفافیت نشتوالي ستونزه لاهم په خپل ځای پاتې ده.

کارپوهان ټینګار کوي، که د کانونو فعالیتونه په مسلکي ډول تنظیم نه‌شي؛ نو نه یوازې اقتصادي ګټه محدوده پاتې کېږي، بلکې د کانونو زېرمې به ژر ختمې شي او د خلکو ژوند او سیمه‌ییز اقتصاد به له ستونزو سره مخ شي.

له پاکستان او ایران نه نږدې ۷۰۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه ۶۹۲ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې دغه کورنۍ له هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار له لارو ستنې شوې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۹، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۱،‌ د کندهار د سپين بولدک له لارې ۷۲ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۵۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ۵۳۴ نورې کورنۍ یې په همدې ورځ خپلو سیمو ته لېږدولې دي. طالبانو ویلي، چې له ټولو ستنو شویو کډوالو کورنیو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

کندهار کې د ملاعمر په نوم پروژې په قصدي توګه ځنډول کېږي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۵ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د تحریک بنسټګر ملامحمد عمر ته نږدې کسان وایي، چې د هغه په نوم پيل شوې پروژې لاهم نیمګړې پاتې دي او د طالبانو د اوسني مشرتابه له لوري ورته لازمه پاملرنه نه کېږي؛ خو برعکس د ملاهبت په ګډون ډېرو طالب چارواکو په زیاته بودجه په خپل نوم مدرسې او جوماتونه جوړ کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د کندهار په ښار او شاوخوا سیمو کې د ملامحمد عمر په نوم پيل شوې پروژې لکه جامع عمر، مرکزي عیدګاه او د هغه سرای چې د «ملا صاحب په سرای» مشهور دی له کلونو راهیسې پر خپل حال ولاړې دي او د بیاجوړونې، رغونې او پراختیا کارونه یې په عملي ډول درېدلي دي.

ملامحمد عمر ته نږدې یو کس چې دامهال کومه رسمي دنده نه‌لري د خپلو معلوماتو له مخې وایي، چې د دغه پروژو لپاره څو ځله بودجه منظوره شوې؛ خو بیا هم د کار د پيل اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

نوموړي زیاته کړې: «د دفاع وزارت له لوري د جامع عمر او مرکزي عیدګاه لپاره څو ځلې پيسې منظور شوې؛ خو سره له دې نه عملي کار پيل شوی او نه د پيل اجازه ورکول کېږي». د سرچینو په وینا؛ دغه وضعیت پوښتنه راپورته کوي، چې ایا ستونزه د امکاناتو ده او که د پرېکړه نیولو په کچه قصدي ځنډ دی.

د جامع عمر د رغونې لپاره په بېلابېلو پړاونو کې سلګونه مېلیونه افغانۍ بودجه منظور شوې؛ خو دغه پروژه لا هم په ټپه ولاړه ده. سرچینو ویلي، چې د دغه تاریخي او سمبولیکې پروژې ځنډ یوازې تخنیکي یا اداري ستونزه نه؛ بلکې د طالبانو د مشرتابه په کچه قصدي بې‌پروايي او سیاسي اختلافات دي.

د معلوماتو له مخې؛ د پخواني جمهوري نظام پر مهال د جامع عمر لپاره دوه ځله بودجه منظور شوې وه، یو ځل سل مېلیونه افغانۍ او وروستي ځل په ۲۰۱۸کال کې ۱۵۰ مېلیونه افغانۍ وه. د دې ترڅنګ د کندهار له سوداګرو څخه هم یو فیصده مالیه د همدې جامع د رغونې لپاره اخیستل کېده.

د جامع له قراردادیانو څخه یو تن چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «پیسې موجودي وې؛ خو کارونه قصدا ورو ساتل کېدل چې بیا په ټپه ودرېدل».

د هغه په وینا؛ واک ته د طالبانو له رسېدو یو نیم کال وروسته د ملامحمد عمر زوی او د یادې ډلې د دفاع وزیر ملایعقوب په غوښتنه یو ځل بیا ۵۰ مېلیونه افغانۍ بودجه منظور شوه؛ خو پروژه بیا هم عملي پړاو ته ونه رسېده، چې د یادو پېسو زیاته برخه د دینې مدرسو په جوړولو لګول شوې.

نوموړي زیاته کړې: «دغه پیسې وروسته جهادي مدرسو ته ولېږدول شوې، ځکه د جامع عمر په جوړولو کې هیڅ جدي لېوالتیا نه‌وه». ملا یعقوب ته نږدې سرچینې دا موضوع نوره هم جدي ګڼي او وايي، تر لومړي ځل بودجې وروسته ۵۰ مېلیونه افغانۍ نورې د طالبانو د دفاع وزارت له لوري ځانګړې شوې؛ خو د جامع عمر د بشپړېدو کار بیا هم پیل شو. د سرچینو په وینا؛ دغه پیسې هم د بېلابېلو پلمو تر شا له اصلي موخې واړول شوې او جهادي مدرسو ته وسپارل شوې.

سرچینه زیاتوي: «پیسې د جامع لپاره منظورې شوې وې؛ خو په شعوري ډول بل لور ته ولېږدول شوې. دا نور د سهوې خبره نه‌ده، دا تصمیم دی دلته ځینو مشرانو دا پیسې په داسې شکل جهادي مدرسو ته وسپارلې چې ګواکې هغه پروژې تر هر څه مهمې دي او بودجه یې کمه ده».

د سرچینو په خبره؛ دغه وضعیت د طالبانو د مشر ملاهبت الله او د دفاع وزیر ملامحمد یعقوب ترمنځ له ژورو اختلافاتو سره تړاو لري. د دوی په وینا؛ ملا یعقوب اوس دې پایلې ته رسېدلی، چې ملاهبت الله د هغه د پلار ملا عمر په نوم د پيل شوو پروژو د بشپړېدو هیڅ اراده نه‌لري: «د دواړو ترمنځ اړیکې ډېرې سړې دي، دواړه ډېر کم سره ګوري او دغه سوړوالی مستقیم د ملا عمر پر میراث اغېز کړی دی».

د سرچینو په باور؛ داسې مهال چې سلګونه مېلیونه افغانۍ د نوو مدرسو او شخصي پروژو لپاره بې له ځنډه مصرفېږي، د ملامحمد عمر په نوم پروژې په ټپه درېدلې دي.

کندهار لویه عیدګاه جومات چې د ملا محمد عمر له وخت راهیسې یې کارونه نیمګړي پاتې دي
100%
کندهار لویه عیدګاه جومات چې د ملا محمد عمر له وخت راهیسې یې کارونه نیمګړي پاتې دي

په داسې حال کې چې د ملامحمد عمر په نوم پروژې نیمګړې پاتې دي ځایي سرچینې وایي، چې په کندهار کې د طالبانو د اوسني مشر او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو له لوري نوې مدرسې، جامع ګانې او نور تاسیسات جوړ شوي یا د جوړېدو په حال کې دي.

سرچینو د بېلګې په توګه یادونه کوي، چې د کندهار ښار د لسمې حوزې اړوند د کومانډو په سیمه کې چې دولتي ځمکه ده او خپله د طالبانو مشر هبت‌الله د کورنۍ د اوسېدو ځای هم دی؛ یو لوی باغ کښل شوی او د هبت‌الله اخوندزاده له لوري یوه لویه مدرسه او جامع پرې جوړېږي، چې تر ډېره یې کارونه بشپړ شوي.

دوی وایي، دا کار له یوې خوا د دولتي ځمکې د کارونې په اړه پوښتنې راولاړوي او له بلې خوا دا احساس پیاوړی کوي چې د ملامحمد عمر په نوم پخوانیو پروژو ته ولې لومړیتوب نه ورکول کېږي؟

د دفاع وزارت د مرستیال ملا فاضل مظلوم مدرسه
100%
د دفاع وزارت د مرستیال ملا فاضل مظلوم مدرسه

په ورته وخت کې د دغه ډلې د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل مظلوم د کندهار ښار په ۷مه حوزه کې د زاړه ښار د تاريخي منډیګک کلا څنګ ته په دوو کلونو کې یوه مدرسه څو ځله ونړوله او له سره یې ورغوله؛ خو د ملا عمر د جامع او عیدګاه لپاره بیا هم بودجه نه ځانګړې کېږي.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ملا برادر جامع او مدرسه
100%
د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ملا برادر جامع او مدرسه

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د یوې مدرسې پر جوړولو مېلیونونه افغانۍ لګولې او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

د حاجي بشر نورزي له خوا په میوند ولسوالۍ کې د یوې نوې عیدګاه د جوړېدو چارې
100%
د حاجي بشر نورزي له خوا په میوند ولسوالۍ کې د یوې نوې عیدګاه د جوړېدو چارې

همدارنګه د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مخکېني او د هبت الله اوسني‌ ملګري حاجي بشر نورزي له‌خوا په میوند ولسوالۍ کې د یوې نوې عیدګاه د جوړېدو لګښت شاوخوا یو مېلیون ډالرو ته رسېږي.

د ملا عمر نږدې کسان وایي، دغه ټول کارونه داسې مهال ترسره کېږي، چې د جامع عمر، مرکزي عیدګاه او د ملا عمر سرای لپاره بیا مشخصه بودجه نه ورکول کېږي. دغه سرچینو د نیوکې په ډول ویلي، د ملامحمد عمر د نږدې ملګرو ډېری خپلوانو ته په اوسني نظام کې یا دندې نه‌دي ورکړل شوې او یا هم داسې دندې وړاندیز شوې چې د دوی په وینا «سمبولیکې او بې‌اغېزې» دي.

سیاسي شنونکي وایي، د ملامحمد عمر په نوم د پروژو ځنډېدل یوازې یو تخنیکي یا اداري مسله نه؛ بلکې دا د طالبانو د تحریک دننه د واک، میراث او مشروعیت له بحث سره تړاو لري.

د دوی په باور؛ د هر تحریک لپاره د بنسټګر نوم سمبولیک ارزښت لري او د هغه د نوم له پامه غورځول کولای شي د داخلي نارضایتۍ لامل شي، په ځانګړي ډول د هغه کسانو ترمنځ چې ځانونه د تحریک د لومړیو کلونو برخه ګڼي.

همدارنګه د ځینو سرچینو په وینا؛ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده او د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب ترمنځ اړیکې هم د بحث وړ دي. دوی وایي، که اړیکې پیاوړې وای نو د ملایعقوب د پلار په نوم نیمګړې پروژې به د لومړیتوب په توګه بشپړې شوې وای.

د یادونې وړ ده، چې جامع عمر د پخواني جمهوریت پر مهال تر یو بریده جوړه شوې وه؛ خو کار یې نیمګړی پاتې شو او تر اوسه هم نه‌دی بشپړ شوی. همدارنګه د کندهار مرکزي عیدګاه لاهم سپېره ولاړه ده او د بیا رغونې کوم عملي اقدام په‌کې نه ترسترګو کېږي.