• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انتونیو ګوترېش: د نړۍ ستونزې پر سیالیو نه بلکې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې د نړۍ ستونزې یوازې د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له لارې حل کېدای شي، نه د جیوپولېټیکي سیالیو او تفرقه‌اچوونکو شعارونو په وسیله.

ښاغلي ګوترېش نن د دوشنبې په ورځ، د سلواغې ۲۰مه، ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو بنسټ‌اېښودونکي په دې باور وو، چې هغه دیپلوماتیک وسایل چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ولاړ سیستم یې ملاتړ کوي، د نړیوالو کړکېچونو او ستونزو د سم مدیریت یوازینۍ اغېزمنه لاره ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه، چې د هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري باید د «صفر او یو» پر منطق ولاړو لفظي جګړو او جیوپولېټیکي سیالیو ځای ونیسي، څو په نړیواله کچه سوله او ثبات ټینګ شي.

نوموړي تر دې وړاندې هم پر څو اړخیزې همکارۍ او د نړیوالو قوانینو پر درناوي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې همدا بنسټیز اصول کولای شي نړۍ د دوامدار پرمختګ او د ګډو ستونزو د حل پر لور رهبري کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

په مسکو کې د طالبانو سفیر او افغان سوداګرو په سوداګریزو ستونزو خبرې کړي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۳ GMT+۰

نن دوشنبه په مسکو کې د طالبانو سفیر گل حسن حسن او روسیه مېشتو افغان سوداگرو لیدلي دي. په دې کتنه کې د اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا بحث سربېره، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداگرۍ په برخه کې د شته ستونزو د هواري په اړه هم خبرې کړي دي.

د روسیې په پلازمینې مسکو کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۲۰مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د طالبانو سفیر افغان سوداگر په خپل هېواد کې پانگونې ته وهڅول. او دا یې د هغوی ملي دنده وبلله.

د طالبانو سفیر ډاډ ورکړی، چې سفارت به د دوه اړخیزو سوداگریزو اړوند چارو په برخه بشپړه همکاري کوي.

په دې کتنه کې روسیې مېشتو افغان سوداگرو هم په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړل او د طالبانو له اړوندو ادارو یې د اغېزمن ملاتړ، همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.

میرضیایف د ټرانس افغان رېل‌پټلۍ په پروژه کې د ازبکستان د ګډون فرمان لاسلیک کړ

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۰

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان د ټرانس - افغان رېل‌پټلۍ په سیمه‌ییزه پروژه کې د ازبکستان د ګډون فرمان لاسلیک کړی او د امکان‌ ارزونې اړوند چوکاټي هوکړه‌لیک یې تایید کړی دی.

د انترفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، دا هوکړه‌لیک یو درې‌اړخیز سند دی چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵کال د جولای په ۱۷مه لاسلیک شوی و او اوس د تاشکند له رسمي تصویب وروسته د عملي کېدو پړاو ته داخل شوی دی.

یاد هوکړه‌لیک د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت، د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د ټولګټو وزارت او د پاکستان د رېل‌پټلۍ وزارت ترمنځ لاسلیک شوی دی. د دې هوکړې موخه د یوې داسې رېل‌پټلۍ د جوړولو لپاره ګډه امکان ارزونه ده، چې نایب‌اباد له خارلاچي سره ونښلوي.

دا مسیر د افغانستان د ټرانس – افغان رېل‌پټلۍ د لویې پروژې یوه مهمه برخه بلل کېږي.

د صادر شوي فرمان له مخې، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د دې هوکړه‌لیک د پلي کولو مسوول بنسټ ټاکل شوی دی. همداراز، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې د داخلي حقوقي پړاوونو له بشپړېدو وروسته طالبان او پاکستاني لوری خبر کړي، څو هوکړه‌لیک په رسمي ډول لازم‌الاجرا شي.

د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ، د رېل‌پټلۍ مسیر به د ازبکستان له ترمز ښاره پیلېږي، د نایب‌اباد، میدان‌ښار او لوګر ولایتونو له لارې تېرېږي او د پاکستان خارلاچي سیمې ته رسېږي.

د دې پروژې اساسي موخه د افغانستان له لارې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي دهلېز رامنځته کول ښودل شوی دی.

د یادې پروژې د امکان‌ ارزونې مطالعه د درې‌اړخیز دفتر له‌خوا ترسره کېږي، چې د نړیوالو ترانسپورتي دهلېزونو د پراختیا لپاره جوړ شوی او د ازبکستان د رېل‌پټلۍ تر څار لاندې فعالیت کوي. دا دفتر په ۲۰۲۳کال کې په تاشکند کې جوړ شوی او د همغږۍ لپاره یې په کابل او اسلام‌اباد کې هم څانګې لري.

متقي د ازبکستان د ولسمشر له مرستیال سلاکار سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ازبکستان د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت له مشر او د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال سلاکار جولان وهابوف په مشرۍ پلاوي سره کتلي او د سیاسي اړیکو د لا ژورولو او د سیمه‌ییزو مسایلو د حل لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت یې خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې متقي وویل، چې ازبکستان د افغانستان په اړه مثبته او پر ښه نیت ولاړه پالیسي لري، او د دغې پالیسۍ په رڼا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ به لا پراخې شي.

متقي د څېړنیزو مرکزونو پر رول هم ټینګار کړی، چې دده په وینا، د سیمې د واقعیتونو د ښه درک لپاره اړین دي.

بل خوا وهابوف ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا او مثبت لیدلوری د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو د پراختیا سبب شوی او دواړه لوري هیله من دي چې راتلونکې کې به د همکارۍ کچه نوره هم لوړه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په لیدنه کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ثبات او همغږۍ په ټینګولو کې به مرسته وکړي.

په عمان کې د طالبانو سفیر د هند له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۰

د عمان په پلازمېنه مسقط کې د طالبانو سفیر حافظ عمر د دغه هېواد لپاره د هند له سفیر، غداورټي وینکاتا سرینواس سره کتلي او پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو یې خبرې اترې کړي.

په مسقط کې د طالبانو له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب سفیر په عمان کې میشتو افغانانو ته د هند د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د هند له لوري د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو یو او بل ته د دوه اړخیزو اوږدمهاله همکاریو ډاډ ورکړی.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې په تېرو څو اونیو کې د طالبانو او هند تر منځ د سفیرانو په کچه څو کتنې شوې دي، چې پکې د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي همکاریو د پیاوړتیا اړوند خبرې شاملې وې.

څو ورځې وړاندې په قرغیزستان کې د طالبانو سفیر عبدالشکور حقاني د هند له سفیر بېرېندر سِنگ، سره وکتل .

له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو له ترینګلتیا وروسته، طالبانو او هند خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.

جاپان په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ګواښونو کمولو لپاره نوې پروژه پیلوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جيکا) د ملګرو ملتونو له پروژوي دفتر(یو این او پي ایس)سره د شاوخوا ۱۰میلیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی، چې تمرکز یې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته کېدونکو طبیعي پېښو د اغېزو پر کمولو دی.

د جيکا د معلوماتو له مخې، دا تړون نن دوشنبه، د سلواغې پر ۲۰مه لاسلیک شوی او موخه یې دا ده چې زیانمنې ټولنې د سېلابونو، وچکالیو او نورو اقلیمي پېښو پر وړاندې لا ډېرې چمتو او پیاوړې شي.

د جیکا د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې به د ټولنې په کچه د چمتووالي میکانېزمونه پیاوړي شي، د بېړنیو حالاتو د مدیریت وړتیا به لوړه شي او خلکو ته به اړینې روزنې ورکړل شي، څو وکولای شي د طبیعي پېښو پر مهال اغېزناک غبرګون وښيي.

جيکا ویلي، دا پروژه به د دوو کلونو په موده کې پلي کېږي او تمه ده چې د اقلیمي بدلونونو له امله د انساني او اقتصادي زیانونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.