طالبان: له ایران او پاکستان نه ۱۸ اېستل شوي ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې له ایران او پاکستان نه ۱۸ اېستل شوي او یوشمېر بې‌وزله ماشومان یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي. د دغه وزارت په وینا؛ «د یاد اقدام موخه د زیان‌منونکو ماشومانو ملاتړ، د ټولنیز خوندیتوب ټینګښت او د ماشومانو د بې‌سرپرستۍ مخنیوی دی».

د طالبانو یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه ماشومان یې د هغوی د کورنیو د تثبیت او تضمین لیکونو ترلاسه کولو وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.