• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل پوځ د لبنان په سوېل کې د «الجماعه الاسلامیه» ډلې یو لوړپوړی غړی نیولی دی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۱ GMT+۰

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ، چې د لبنان په سوېل کې یې د شپنیو عملیاتو پر مهال د «الجماعه اسلامیه» ډلې یو لوړپوړی غړی نیولی دی. دغه پوځ ویلي، چې یاد کس یې د یکشنبې په ماښام اسراییل پولې ته نږدې د کوه داو په سیمه کې په یوه ودانۍ کې نیولی.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اسراييل د ځمکنیو ځواکونو ۲۱۰مې لوا «باشان» عسکرو دغه عملیات کړي دي. د اسراییل پوځ زیاته کړې، په وروستیو اوونیو کې ترلاسه شوي استخباراتي معلومات د دې لامل شوي چې د یاد کس د نیولو لپاره د عملیاتو پرېکړه وشي.

د اسراییل ټایمز خبري وېب‌پاڼې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) لیکلي، چې «الجماعه الاسلامیه» یوه سني ډله ده چې د اخوان‌المسلمین د سیاسي شبکې برخه بلل کېږي. د یادې ډلې پوځي څانګه «د الفجر ځواکونه» نومېږي او په ۱۹۸۰مه لسیزه کې جوړه شوې ده.

دغه ډلې د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د وروستۍ جګړې پر مهال له لبنان نه څو ځله پر اسراییل بریدونه کړي او تر ډېره یې دغه کړنې د ایران د نیابتي ډلې حزب‌الله سره په همغږۍ ترسره کړې دي.

د اسراییل پوځ نیول شوی کس د الجماعه الاسلاميه یو لوړپوړی غړی وباله؛ خو د هغه په ​​اړه یې نور جزییات ورنه کړل. له بلې خوا الجماعه الاسلاميه په یوې خبرپاڼه کې د نیول شوي غړي نوم عطوي عطوي ښودلی او ویلي یې دي، وروسته له هغه چې اسراییلي ځواکونو حسبیه سیمې ته ننوتل «دوی هغه له خپل کور څخه وتښتاوه او د هغه کورنۍ یې ووهله».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان سترې محکمې له عمران خان سره د تحریک انصاف ګوند د وکیلانو د لېدنې غوښتنه رد کړه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۰

د پاکستان سترې محکمې له عمران خان سره د تحریک انصاف ګوند د وکیلانو سملاسي لیدنې غوښتنه رد کړه. د یادې محکمې قاضي ویلي، چې دوی د اړونده ادارو له خبرولو پرته د دغه لیدنې د ترسره کولو پرېکړه نه‌شي کولی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند وکیل لطیف کهوسه د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنې غوښتنه کړې وه؛ خو قاضي یحی اپریدي یې غوښتنه رد کړې او زیاته کړې یې ده: «موږ له خبرتیا او اړوندو ادارو له خبرولو پرته داسې کوم حکم نه‌شو ورکولای».

قاضي ویلي، چې دغه قضیې په نورو محکمو کې تر غور لاندې دي او تر هر څه وړاندې باید د لیدنې د غوښتنې د یاد اعتراض ستونزه حل شي. محکمې د عمران خان د ضمانت غوښتنه هم رد کړې او زیاته کړې یې ده، چې دغه غوښتنه بې‌اغېزې ده.

دغه غوښتنې داسې مهال دي، چې د عمران‌خان د روغتیا په اړه د هغه کورنۍ او د تحریک انصاف ګوند مشرانو له حکومت سره خپلې اندېښنې په وار، وار شریکې کړې دي؛ خو لاهم د پاکستان حکومت له‌خوا ورته له عمران خان سره د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

روسیه: پر اروپا برید نه‌کوو، خو د اړتیا په صورت کې بشپړ پوځي ځواب ته چمتو یو

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۵ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې روسیه د اروپا پر وړاندې د برید نیت نه‌لري؛ خو که اروپا د روسیې پر وړاندې د جګړې ګواښونه عملي کړي، مسکو به د ټولو شته پوځي وسایلو په کارولو سره بشپړ او پراخ پوځي ځواب ورکړي.

سرګي لاوروف د روسیې د اېن‌ټي‌وي شبکې سره په مرکه کې وویل:« موږ د اروپا پر وړاندې هېڅ برید ته اړتیا نه‌لرو او دا زموږ موخه نه‌ده؛ خو که اروپا ناڅاپه زموږ پر وړاندې د جګړې ګواښونه عملي کړي او پر روسیې برید وکړي، نو دا به یوازې ځانګړي پوځي عملیات نه‌وي؛ بلکې د ټولو پوځي وسایلو په کارولو سره به بشپړ پوځي ځواب وي».

د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف تر دې وړاندې ویلي و، روسیه باور لري چې اروپا ځان د جګړې لپاره چمتو کوي. په ورته وخت کې د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشره اورسولا فون درلاین د ۱۴۰۳کال د کب میاشتې په ترڅ کې د ۸۰۰ مېلیارده یورو دفاعي بودجې د تصویب خبر ورکړی و. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اوکراین تر جګړې وروسته د اروپا او روسیې ترمنځ سیاسي او پوځي کړکېچ دوام لري.

روسیه په تېرو میاشتو کې څو ځله د ناتو غړو هېوادونو د ختیځې اروپا او اوکراین شاوخوا هوايي حریم ته ننوته. د دغه پېښو په غبرګون کې د اروپایي هېوادونو د دفاع وزیرانو هوکړه کړې، چې د خپلو سرحدونو په اوږدو کې د «ډرون دفاعي دیوال» جوړ کړي؛ څو د اروپا فضا ته د تلونکو ډرونونو د کشف، څار او مخنیوي وړتیا لوړه کړي.

اېلان ماسک: سپېس‌اېکس پر مريخ د تمرکز پرځای په سپوږمۍ کې ښار جوړولو ته لومړیتوب ورکوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۶ GMT+۰

امریکایي مېلیارډر او د سپېس‌اېکس بنسټګر اېلان ماسک ویلي، د هغه شرکت خپل تمرکز له مريخ څخه سپوږمۍ ته اړولی او اوس د دې هڅه کوي چې د راتلونکو لسو کلونو په موده کې پر سپوږمۍ یو ځان‌بسیا کېدونکی ښار جوړ کړي.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د سپوږمۍ پر مخ د ښار جوړولو طرحه له تخنیکي او لوژستیکي پلوه د مريخ پرتله چټک عملي کېدای شي؛ ځکه د سپوږمۍ سفرونه هر لس ورځې شوني دي، حال دا چې مريخ ته یوازې هغه مهال سفر کېدای شي چې دواړه سیارې هر ۲۶میاشتې وروسته په مناسب مدار کې سره برابرې شي.

ماسک ویلي: «سپېس‌اېکس لا له وړاندې پر دې کار تمرکز کړی، چې پر سپوږمۍ یو پرمختللی ښار جوړ کړي؛ ځکه دا کار ښايي په لسو کلونو کې بشپړ شي، خو د مريخ ښار به تر شلو کلونو لا زیات وخت ونیسي».

د ماسک په وینا؛ سپوږمۍ ته سفر شاوخوا دوه ورځې وخت نیسي، په داسې حال کې چې مريخ ته د تګ موده نږدې شپږ میاشتې ده. سره له دې د سپېس‌اېکس مشر ټینګار کړی، چې د مريخ ښار جوړولو موخه لا هم د دغه شرکت د اوږدمهاله پلان برخه ده.

نوموړي ویلي، چې سپېس‌اېکس به هڅه وکړي د راتلونکو پنځو تر اوو کلونو په موده کې پر مريخ د ښار جوړولو چارې هم پیل کړي.

امریکا له ایران غوښتي چې د «معنا لرونکو امتیازاتو» سره خبرو اترو ته راستون شي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۰ GMT+۰

اورشلیم پوسټ د دوو باخبره سرچینو په حواله لیکلي، امریکا د ایران مذاکره کوونکي پلاوي ته ویلي تمه لري چې ایرانی پلاوی په راتلونکي پړاو کې د اټومي پروګرام او نورو مسلو په اړه له معناداره منځپانګو او امتیازونو سره خبرو ته راستون شي.

دغه دوو سرچینو اورشلیم پوسټ ته ویلي، چې ایراني مذاکره کوونکو د جمعې په ورځ د امریکا د حکومت له استازو سټیو وېټکاف او جرد کوشنر او همدارنګه د سنټکام له قوماندان براډ کوپر سره لیدلي دي.

ایران او امریکا د جمعې په ورځ په عمان کې حساس او برخلیک ټاکونکي مذاکرات پیل کړل، څو د ایران د اټومي پروګرام پر سر ژور اختلافات حل کړي؛ خو د مذاکراتو د اجنډا د پراخولو پر سر اختلاف کولای شي ډیپلوماسي له خپلې لارې واړوي او په منځني ختیځ کې د یوې بلې شخړې د رامنځته کېدو ګواښ زیات کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې ورځې د مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته وویل:« له امریکا سره مذاکرات اوږده او سخت وو».

سره له دې چې دواړه خواوو له لوېدیځ سره د ایران د اوږدمهاله اټومي شخړې په اړه د ډیپلوماسۍ د بیا ژوندۍ کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی، واشنګټن غواړي د خبرو اترو لمنه پراخه کړي؛ څو د ایران د بالسټیک توغندیو پروګرام، په سیمه کې د وسله‌والو ډلو څخه د تهران ملاتړ او «له خپل ولس سره د چلند څرنګوالی» هم په‌کې شامل شي.

که څه هم په ډیپلوماټیکو مذاکراتو کې د پوځي چارواکو ګډون عادي خبره نه‌ده؛ خو ټرمپ تر دې وړاندې لوړپوړي پوځي قومندانان هم خبرو ته استولي دي. ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی، که کومه هوکړه ونه شي؛ نو ښايي «بدې پېښې» رامنځته شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو پر دوام ټینګار وکړ

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې مسکو د ایران د اټومې قضیې په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل عُماني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران او امریکا لپاره د منلو وړ هوکړې ملاتړ کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سرګي لاوروف د عُمان د بهرنیو چارو وزیر سید بدر بن حمد البوسعیدي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

لاوروف د یادو خبرو پر مهال د سیمې د امنیت ډاډمنتیا او د شخړو د خطرونو د له‌منځه وړلو لپاره د تهران او واشنګټن ترمنځ د منلو وړ هوکړې ته رسېدل اړین بللي دي.

نوموړي همداراز د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو د اسانتیاوو په برخه کې د عُمان سولې غوښتونکې هڅې هم ستایلې دي.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو د تېرې جمعې په ورځ د عُمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شو. د عُمان د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې ویلي وو، چې د مذاکراتو په دې پړاو کې «جدي خبرې اترې» وشوې او دواړه لوري د مذاکراتو د دوام لپاره چمتو دي.

د ایران او امریکا ترمنځ دغه مذاکرات پر داسې مهال پیل شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې شخړې او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ د احتمال په اړه اندیښنې ژورې شوي او ټرمپ ایران ته ګواښ کړی، که یې غوښتنې ونه‌مني، نو «سخت» برید به پرې وکړي.