د امریکا دفاع وزیر: ټرمپ له ایران سره د خبرو اترو له لارې د یوې هوکړې غوښتونکی دی

د امریکا دفاع وزیر پېټ هګېسټ وایي، د خبرو اترو له لارې هوکړې ته رسېدل به د ایران لپاره عاقلانه انتخاب وي. هغه ټینګار وکړ، چې ډونالډ ټرمپ خپل دریځ په روښانه توګه تهران ته اعلان کړی او د خبرو اترو له لارې د یوې هوکړې غوښتونکی دی.
