• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سمنګان کې تازه ستنو شویو تر ۲زره ډېرو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۰ GMT+۰

په سمنګان کې د طالبانو د کور او ښار جوړونې رییس مولوي محمدامین نوري وایي، چې د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې تازه ستنو شویو ۲زره او ۵۰۰ کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه.

یاد ریاست وایي، چې دغه ځمکې د هویت اسنادو تر څېړنې وروسته د پچې اچونې له لارې وېشل کېږي. د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا دغه لړۍ چټکه شوې ده.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

اندېشه: افغانستان باید د کډوالو د نوي عالي کمېشنر د لومړیتوبونو په سر کې وي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۳ GMT+۰

په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه ویلي، چې افغانستان لا هم د کډوالو په برخه کې د نړۍ له تر ټولو اوږدمهاله او پېچلو ناورینونو سره مخ دی. هغه له نړۍوالې ټولنې او د کډوالو له نوي عالي کمېشنر څخه غوښتي، چې د افغانستان روان بشري ناورین د خپلو لومړیتوبونو په سر کې وساتي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د جېنوا مېشتو همکارانو سره یو ځای یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له نوي ټاکل شوي عالي کمېشنر برهم صالح هرکلی کړی دی. هغه ټینګار کړی، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د کډوالۍ وضعیت په‌کې اوږدمهاله شوی او نږدې اته مېلیونه کسان له ۲۰۲۱کال راهیسې بې‌ځایه شوي دي.

اندېشه خبرداری ورکړی، په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره نړۍواله پاملرنه او مالي مرستې مخ پر کمېدو دي؛ په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو او د هېواد دننه د بې‌ځایه شويو او راستانه شويو کسانو وضعیت خورا کړکېچن دی.

هغه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د نوښتګرو هڅو ستاینه کړې؛ خو زیاته کړې یې ده چې نوی عالي کمېشنر باید افغانستان او د دغه هېواد روان ناورین د خپلو بنسټیزو لومړیتوبونو په کتار کې وساتي.

په همدې تړاو په جېنوا کې د افغانستان استازولۍ هم پر اېکس پاڼه د نوموړي په حواله لیکلي، چې اندېشه د کډوالو په اړه په لومړۍ ناسته کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پېچلی وضعیت تشریح کړی او ویلي یې دي، که څه هم په لوړه کچه تاوتریخوالی کم شوی؛ خو د بشري حقونو سرغړونې لاهم دوام لري او مېلیونونه خلک یې له جدي ګواښونو سره مخ کړي دي.

د اندېشه په وینا؛ د افغانستان له داسې یو حالت سره مخ دی، چې د حل لپاره یې «کره، انعطاف‌منونکي او ژور درک لرونکي چلند» ته اړتیا ده.

د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان ترمنځ راکړه ورکړه ۳۸برابره لوړه شوې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۷ GMT+۰

د ایران د رېل پټلۍ ټرانزیټ په برخه کې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ بدلون راغلی دی. د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد نږدې ۵۰۰زره ټنو ته رسېدلی او د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې سوداګري له ۱۸ تر ۳۸ برابره زیاته شوې ده.

د راپورونو له مخې؛ د خواف–هرات رېل پټلۍ په وروستیو میاشتو کې د سیمې له مهمو ترانزیتي لارو څخه شمېرل کېږي او د ۱۴۰۴کال د پای ته رسېدو شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې د نږدې ۵۰۰زره ټنو توکو د لېږد یو نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.

دغه کچه د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۸ برابره لوړه ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ د مسیر د بدلون ښکارندويي کوي او د پاکستان پر ځای د ایران له لارې د راکړې ورکړې زیاتېدو ته اشاره لري.

رسمي شمېرې ښيي، چې د روان کال په پیل کې په میاشتني ډول د لېږد کچه شاوخوا ۱۰زره ټنه وه؛ خو د مرغومي میاشتې ته په رسېدو دغه اندازه نږدې ۹۰زره ټنو ته لوړه شوې ده.

د چارواکو په وینا؛ د راتلونکي کال لپاره موخه دا ده، چې میاشتنی لېږد ۱۰۰زره ټنو ته ورسېږي او په ۱۴۰۵کال کې د کلني لېږد اندازه له یو مېلیون ټنو واوړي.

په همدې موده کې د ایران او طالبانو د ټرانسپورټ، صنعت او ډیپلوماسۍ لوړپوړو چارواکو د یادې رېل پټلۍ څخه لیدنه کړې، چې دا د دواړو هېوادونو په اقتصادي پروګرامونو کې د دغه رېل پټلۍ سټراټیژیک اهمیت څرګندوي. ایراني چارواکي ټینګار کوي، چې د یادې پټلۍ پیاوړتیا د دوغارون پوله نه کمزورې کوي؛ بلکې دواړه لارې کولای شي د یو بل پياوړې کوونکې واوسي.

له بلې خوا په افغانستان کې هم د معیاري رېل پټلۍ د پراختیا چارې روانې دي او تمه ده، چې دغه کرښه د هرات د رباط‌پریان لوژستیکي تمځي پورې وغځېږي؛ څو افغانستان د سیمې له رېلي شبکې سره لا ښه ونښلول شي او شمال ته د مزارشریف پر لور د پراختیا زمینه برابره شي.

د ایران د رېل پټلۍ ادارې مشر جبارعلي ذاکري ویلي، چې یوازې د روان کال په لسو میاشتو کې افغانستان ته د ایران د رېلي صادراتو او ترانزیت کچه ۵۷۰زره ټنو ته رسېدلې، حال دا چې دغه شمېره تېر کال شاوخوا ۱۵زره ټنه وه، یعنې ۳۸ برابره زیاتوالی ښیي.

چارواکي اټکل کوي، په راتلونکي کال کې به د ایران او افغانستان ترمنځ رېلي راکړې ورکړې نږدې درې مېلیون ټنو ته ورسېږي چې یوه برخه به یې د اماراتو، کویټ او روسیې له اړخه د ټرانزیټ توکي وي.

د ناروې په برګېن ښار کې یو افغان وژل شوی او مېرمن یې ټپي شوې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۴ GMT+۰

د ناروې پولیسو د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) وویل، چې په برګېن ښار کې په یوې تاوتریخجنه پېښه کې یو افغان وژل شوی او مېرمن یې ټپي شوې ده. د وژل شوي افغان کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغې جوړې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ناروې ته پناه وړې وه.

د ناروې د پولیسو په وینا، یو ځوان د یکشنبې په ماښام د سلواغې ۱۹مه په ارنا سیمه کې د خپل کور مخکې له فزیکي او تاوتریخجن برید سره مخ شو او د ژورو ټپونو له امله یې د روغتون پر لاره ساه ورکړه.

د راپورونو له‌مخې، سیمې ته د پولیسو له رسېدو مخکې بریدګر د پېښې له ځایه تېښتېدلی، خو ځايي پولیسو د بریدګر د پېژندنې او نیونې لپاره د سپي پولیسو او ډرون الوتکو په وسیله پراخ عملیات پیل کړي او همداراز یې د برګېن ښار په بېلابېلو سیمو کې ګڼ چک پاینټونه هم جوړ کړي دي.

تر اوسه د دغې پېښې په تړاو هېڅوک نه‌دي نیول شوي. پولیسو دغه پېښه عمدي وژنه بللې او د وژل شوي کس جسد به سبا (سې‌شنبه د سلواغې ۲۱مه) د لا زیاتو څېړنو په موخه عدلي طب ته ولېږدول شي.

د یاد وژل شوي کس د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې وژل شوی کس افغان دی او په وینا یې لا تر اوسه پولیسو ورته د بریدګر د هویت او همداراز د برید د انګېزې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

طالبان وايي په نږدې ۵ کلونو کې ۴نیم میلیونه کډوال په زوره افغانستان ته ستانه کړل شوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري په ننګرهار کې پر راستانه کړل شویو افغانانو د مرستو د وېش په مراسمو کې وویل، د دوی له بیاځلي حاکمیت راهیسې له بېلابېلو هېوادونو ۴نیم میلیونه افغان کډوال په زوره افغانستان ته لېږل شوي دي.

له یوه کال راهیسې ځینو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان څه باندې ۱ میلیون افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونه اېستلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) په ننګرهار کې پر ۱۲۰۰ راستانه کړای شویو کورنیو د غنمو او نغدي مرستو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د افغان کډوالو پر کوربه هېوادونو په نیوکو سره وویل، د دوی د حاکمیت له پیل راهیسې ۴نیم میلیونه افغان کډوال په زور او جبر سره بېرته هېواد ته اړول شوي دي.

نوموړي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي: «په خواشینۍ سره کوربه هېوادونو له‌خوا ښه چلند ونشو، ډېر کمزوری چلند وشو. دا مهاجرین خوارکي هلته له خپل مهاجرتي کورونو څخه په زور واېستل شول. دومره وخت ورنکړل شو چې دوی خپل حساب و کتاب وکړي او د خپلو کورونو وسایل راټول کړي».

د طالب مسوولینو په وینا، په روان کال کې به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۲۰۰ راستانه شویو بې‌وزلو کورنیو ته ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵ زره افغانۍ ورکړل شي.

د طالبانو په دې شمېر سره که په ۳۴ ولایتونو کې ۱۲۰۰ کورنیو ته مرستې ورکړل شي، نو ټولټال ۴۰ زره او ۸۰۰ کورنۍ به له دغو مرستو برخمن شي او د راستانه شویو ۴نیم میلیونه کډوالو پر تله دغه شمېر خورا کم دی چې له مرستو برخمن کېږي.

د حمدالله محب شرکت له ابوظبي سره د پراختیايي پروژو د څارنې په موخه یو تړون لاسلیک کړ

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۹ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۰

د افغانستان د تېر نظام د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب تر مدیریت لاندې "اوربېټ‌ورکس" شرکت د ابوظبي له حکومت سره د پراختیايي پروژو د دقیقې څارنې په موخه د سپوږمکۍ له معلوماتو (ډېټا) څخه د ګټنې یو تړون لاسلیک کړ.

د "اوربېټ‌ورکس" اجراییه رییس حمدالله محب ویلي، چې د دغه تړون پر بنسټ به د ابوظبي پراختیایي صندوق وکولی شي، چې د ځمکې د مشاهدې او سپوږمکۍ انځورونو په مرسته د پروژو پرمختګ، احتمالي ګواښونه او اغېزې په ژوندۍ بڼه وڅاري.

حمدالله محب په ۱۴۰۳ کال کې په متحده عربي امارات کې د یوه فضايي شرکت په جوړولو سره د کوچنیو او منځنیو سټلایټونو د تولید بازار ته ننوت. هغه د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) ویلي، د ده د شرکت د محصولاتو په وسیله د ابوظبي پراختیايي صندوق د دې جوګه کېږي چې له لرې څخه د نړۍ په هر ګوډ کې پر خپلو پروژو دقیق څار ولري.

دا پروژه د نړۍ په کچه د پراختیایي چارو په مدیریت کې یو بدلون ګڼل کېږي او تر دې وروسته به پر کاغذونو او راپورونو د تکیې پر ځای دا ټېکنالوژي پرېکړه کوونکو ته دا واک ورکوي، چې د خپلو پروژو پرمختګ په خپلو سترګو وګوري، روڼتیا رامنځته کړي او حساب ورکونه نوره هم پیاوړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه تړون تېره اوونۍ د "دولتونو په نړۍواله سرمشریزه" کې لاسلیک شو، خو د ابوظبي پراختیایي صندوق او اوربېټ‌ورکس شرکت په خپلو رسمي ادرسونو کې د دغې پروژې د لګښتونو په اړه څه نه دي ویلي.